که چېرته مو دری سوه کاله وړاندې ژوند کاوه، نو هماغه مهال به مو په ټول ژوند کې ترلاسه کېدونکي معلومات څومره وو؟
یقیناً هماغه معلومات به له هغو معلوماتو نه ډېر کم وو، چې نن سبا د یوې میاشتې اوږدو کې له یوې ورځپاڼې او یا اجتماعي شبکې نه ترلاسه کېږي.
راځئ، د احصائیو له مخې بحث وکړو:
په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې نړۍ ۲ زېتابایټه معلومات تولید کړي وو او پینځلس کاله وروسته ـ ۲۰۲۵ دا شمېر تر ۱۸۰ هم ورواووښته یعني که وکتل شي نو:
په ډېره کمه موده کې ۹۰ برابره ترې جوړ شوي؛ ښه ده چې پوه شو:
یو زیټابایټ زر میلیارده یا ۱.۰۰۰.۰۰۰.۰۰۰.۰۰۰ ګیګابايټه کېږي.
معلومات د تلګراف، راډیو، تلوېزیون او انټرنیټ له اختراع نه مخکې خورا ورو تولید او لېږدولي کېدل او اصلي وسیلې یې شفاهي اړیکه او یا لیکونه او کتابونه وو؛ همداسې هماغه مهال که له یوې خوا اطلاعاتي سرچینې محدودې وې، نو له بلې خوا اطلاعات هم تر ډېره تکراري، په ورځني ژوند پورې اړوند او د یوه فرد په نږدې جغرافیایي چاپېریال راټول وو؛ خو اوس پکښې څه توپیر راغلی؟
موږ په معاصره دنیا کې د ذهني پاشلتیا او یا ذهني کچرې په نوم له یوه لوی مفهوم سره مخ یو.
ذهني کچرې کومې دي؟
۱ـ هغه خبرونه چې زموږ پر ژوند هیڅ اغېز نه ښندي؛ د بېلګې په توګه: پلانی ممثل درېیم ځلې له خپلې مېرمنې بېل شو او… .
۲ـ په ټولنیزو شبکو کې له نورو سره د ځان پرتله کول:
ولې زه هم لکه پلانی سفر ته نه ځم؟ پر آس نه سپرېږم؟ او… .
۳ـ آرشیف شوي مطالب:
هغه لسګونه فایلونه چې ډانلوډ شوي، خو لوستي مو نه دي او… .
۴ـ ناتمامه محتوا:
د یوټیوب هغه فیلمونه چې تر پایه مې یې ننداره ونه کړه؛ هغه کتابونه چې تر آخره مې ونه لوستل، هغه پوډکاسټونه چې تر وروستیو مې ورته غوږ ونه نیو او… .
۵ـ بې ربطه اطلاعات:
له کوم مشخص لیدلوري پرته د بېلابېلو او بې شمېره چینلونو تعقیب او لایک.
ذهني کچره یعني نامنظم، نامرتبط او یا ناتمام اطلاعات د شناختي لوډ (ذهني لوډ د هغې ذهني هڅې اندازې ته ویلی کېږي، چې موږ یې د یو فعالیت لپاره ترسره کوو.) د رامېنځته کېدلو سبب ګرځي؛ ځکه زموږ د ذهني ظرفیت خورا لویه برخه یوازې د هغو معلوماتو د مدیریت او فیلتر کولو لپاره ځانکړې کېږي، چې په نامنظم، نامرتبط او ناتمام شکل پاتې دي.
ذهني کچره ممکن ددې پدیدې غوره تشریح وکړلای شي چې:
که چېرته مخکېنو زموږ په پرتله کمه پوهه درلوده، خو تر موږ یې ښه بصیرت و حکمت درلود او موږ بیا په ډېر څه پوهېږو، خو هماغسې بصیرت و حکمت مو نه دی په برخه شوی.
څه باید وشي؟
۱ـ لکه څرنګه چې غذایي رژيم شته، هماغسې رسنیز رژیم هم؛ هره کچره باید ونه خوړلې شي.
ددې پر ځای چې منفعلانه د اطلاعاتو سېلاب کې ډوب شئ، فعالانه هڅه وکړئ:
له کومو سرچینو، کوم ډول معلومات ترلاسه کړای شئ؛ هغه چېنلونه او یا آن اجتماعي شبکې پرېږدئ، چې ستاسو لپاره ګټور نه دي.
۲ـ ددې لپاره چې ډېر پوه شئ، لږ ولولئ یا واورئ؛ دا چې تاسو د یوه کال اوږدو کې سل ساعته پوډکاسټونه اورېدلي، هیڅ د ویاړ ځای نه دی؛ بلکې باید له ځان نه وپوښتئ چې:
هماغه مو څو په سلو کې په رښتیا هم درک کړي؟
هماغو ستاسو په لید کې بدلون راوستی؟ او… .
نو ځکه ښو پوډکاسټونو ته څو څو ځلې غوږ کښېږدئ او ښې لیکنې او کتابونه هم بیا بیا ولولئ.
۳ـ د انتقادي تفکر ځواکمنول.
۴ـ د محتوا انتخاب له سلو نه اتیا سلنه د پوښتنو پر مټ وکړئ، نه د نورو د سپارښتنو، محبوبیت او یا وایرل کېدلو پر اساس.
هغه مطالب چې د پوښتنې پر بنسټ لوستلي کېږي، خورا ښه په ذهن کې کښېني.
۵ـ مطالب لنډیز او جمع بندي کړئ، لنډیز او جمع بندي یو له بله کوم توپیر لري؟
فرض کړئ، د کلتور، ټولنې او یا اضطراب اړوند مو لس تعریفونه لوستي او یا په لسو کتابونو کې مو د فردي بریالیتوب لس تیورۍ زده کړې؛ اوس نو که چېرته دغه لس تعریفونه او یا تیوري ګانې سره جمع بندي نه کړئ، په یوه پاشلي ذهن سره هیڅ خاصې پایلې ته نه شئ رسېدلای او لنډیز په دې مانا چې:
هڅه وکړئ، پخپله ژبه هغه څه ولیکئ، چې لوستي، اورېدلي، لیدلي او یا تجربه کړي مو دي او بیا یې کله نا کله تکرار هم کړئ.
په ذهن کې د نامنظمو، نامرتبطو او ناتمامو معلومات کوټه کول دا مانا لري، چې موږ په کچره دانۍ اوښتي یو او هره ورځ بیا همدا کچره کله آخوا او کله دېخوا ته وړو او راوړو؛ همدا وړل او راوړل ددې سبب ګرځي چې:
په هره موضوع کې خبرې وکړو، خو په هره موضوع مو بحث، نه سم او نه هم د حساب وړ ګڼل کېدلای شي.
!په کتابتون کې به یې وموندلای شې
Donate زموږ مرسته وکړئ
![]()
Comments are closed.