نن له هغې تاریخي پېښې ۵۲ کاله تېرېږي، چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو مهم بدلون رامنځته شو. په همدې ورځ د ۱۳۵۲ هجري لمريز کال د چنګاښ یا سرطان پر ۲۶مه سردار محمد داوود خان د یوې سپینې کودتا له لارې د شاهي نظام واګې ونیولې.
سردار محمد داوود خان، چې د محمدظاهر شاه د تره زوی او د هغه د سلطنت پر مهال صدراعظم هم پاتې شوی ؤ د هېواد د پرمختګ، اقتصادي ودې او یو پیاوړي دولت پلوي و. نو د همدې موخو لپاره یې شاهي نظام پای ته ورساوه.
د چنګاښ ۲۶مې نیټې کودتا د وخت د واکمن پاچا محمد ظاهر شاه پر ضد پرته له وینې تویېدو ترسره شوه. له دې سره د افغانستان اوږدمهاله شاهي نظام پای ته ورسېد او په لومړی ځل هېواد کې جمهوري نظام اعلان شو.
که څه هم دغې سپینې کودتا د ظاهر شاه سلطنت ته د پای ټکی کېښود؛ خو د هیواد په راتلونکو سیاسي بدلونونو کې یې هم ژور اغېز رامنځته کړ.
سردار محمد داوود خان، چې یو پیاوړی سیاسي شخصیت او ملتپال مشر و، د جمهوریت له اعلان وروسته د هېواد د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او رغنیزو چارو لپاره پراخ او بنسټیز ګامونه واخیستل.
نوموړي هڅه وکړه، چې افغانستان د اقتصادي ځانبساینې پر لور بوزي؛ د صنعت، کرنې او بنسټییزو پروژو ته یې زیاته پاملرنه وکړه. د ښوونې او روزنې په برخه کې یې اصلاحات راووستل، تعلیمي بنسټونه یې پیاوړي کړل او د هېواد بچیانو ته یې د لوړو زدهکړو پراخ فرصتونه برابر کړل.
د هېوادوالو لپاره د اساسي خدمتونو او آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم د داوود خان هڅې د پام وړ وې. په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې یې غوڅ دریځ درلود او د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره یې څرګنده تګلاره خپله کړې وه.
خو له بده مرغه، د هغه واکمني ډېره اوږده نه وه. د جمهوریت پنځه کاله وروسته، د ۱۳۵۷ هجري لمريز کال د غويي یا ثور په اوومه نېټه د خلق او پرچم ګوندونو له لوري د یوه بلې کودتا په ترڅ کې سردار محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای په ارګ کې شهید شو او د هېواد واګې د دوی ( خلقیانو او پرچمیانو) لاسته ولوېدې.
دا پېښه د افغانستان د تاریخ یوه بله غمیزه وه، چې له هغې وروسته هېواد د جګړو، بدبختیو او بهرنیو لاسوهنو پر لور لا نور هم ورننوت. څلور لسیزې یې د دوو سترځواکو هېوادونو (شوروي اتحاد او امریکا) تر اشغال لاندې تېرې کړې.
خو الحمدلله دا مهال څلور کاله کېږي، چې په هېواد کې ډاډمن امنیت، سوله او اسلامي نظام حاکم دی او هېوادوال د دغه نظام تر سیوري لاندې په خوښۍ او آرامه توګه ژوند کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.