لاجورد له افغانستانه تر جهانه

لیکنه: نیک محمد نیکمل ــ کابل

282

لاجورد یا لاپی‌لازولي یوه ښکلی، قیمتي او تاریخي ډبره ده چې د آسمان په رنګ ورته ځلانده ښکلا ورکوي. دا قیمتي کاڼی له زرګونو کلونو راهیسې د انسانانو د ګاڼو، هنري اثارو او مذهبي توکو لپاره کارېږي. لاجورد د نړۍ په کچه ډېری وخت د افغانستان له بدخشان ولایت سره تړل کېږي، ځکه تر ټولو لوړ کیفیت لرونکی لاجورد دلته موندل کېږي.

لاجورد چیرته موندل کېږي؟
د لاجورد تر ټولو لرغونی او مشهور معدن د افغانستان په شمال ختیځ، یعنې بدخشان ولایت کې دی. دا معدن د “سرِ سنگ” په نوم یادیږي او شاوخوا ۷۰۰۰ کاله پخوانی تاریخ لري. دا سیمه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د لاجورد اصلي سرچینه بلل کېږي. سربېره پر دې، ځینې کمه اندازه لاجورد په روسیه، شیلي، پاکستان او ایران کې هم موندل شوی، خو د کیفیت له پلوه د افغانستان لاجورد تر ټولو غوره دی.

لاجورد چیرې کارېږي؟
لاجورد په بېلابېلو برخو کې کارېږي، چې مهمې یې دا دي:
د ګاڼو جوړولو لپاره (غاړکۍ ، ګوتمۍ ، د سر زینتونه)
په پیښور د کډوالو په کمپ کې به مو د بدخشان لاجورد لید، ساده ګوتې یا تسبیح دانې، خو هره ټوټه‌یې له وطن سره تړلې و. لاجورد زموږ د کلتور یوه ژوندي نښه وه.

کالونه وروسته، د المان فرانکفورت ښار کې مې یو هنري هټۍ کې یو ښکلی کمیس ولید. قیمت‌یې ۳۰ زره مارک و، او پرې لیکلي وو: “د بدخشان لاجورد”. ما ته دا یوازې یو زیور نه و، بلکې د وطن یوه برخه وه.

اروپایان، په ځانګړي ډول فرانسویان، د بدخشان لاجورد ته ځانګړی ارزښت ورکوي. دا نیلي خزانه اوس د نړۍ د هنر او ښکلا یو مهم استازی ګڼل کېږي.

لاجورد – د بدخشان له غرونو راوتی، خو د نړۍ په زړ
اقتصادي ارزښت او قیمت
لاجورد د خپل کیفیت، پاکوالي، رنګ، او اندازه پورې اړه لري چې قیمت یې توپیر کوي.
لوړ کیفیت لاجورد (ژور نیلي رنګ، لږ یا هیڅ سپین یا زېری مواد): قیمت یې له $100 نه تر $1000 ډالرو پورې فی کیلو ته رسېږي.
منځنی کیفیت: شاوخوا $50–$200 ډالر فی کیلو.
ټیټ کیفیت: له $10 نه تر $50 ډالرو پورې.

په نړیوال بازار کې د لاجورد تقاضا شته، خو د افغانستان د صادراتو پر وړاندې موجود اقتصادي خنډونه دا صنعت له ودې راګرځوي.

البته :- لاجورد نه یوازې د افغانستان یوه قیمتي طبیعي خزانه ده، بلکې د دې هېواد د فرهنګي میراث برخه هم ګڼل کېږي. که د دې ډبرې استخراج، پروسس او صادرات په معیاري ډول ترسره شي، نو افغانستان کولی شي له دې لارې نه یوازې عواید زیات کړي، بلکې خپل نوم بیا هم د نړۍ په قیمتي ډبرو کې لومړی وساتي.
درنښت ….. یارب 🤲🏻

له باچا خان تر نن؛ د عدم تشدد فلسفه

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.