د حماسي شاعر په ویر
تراب تراب آهونـه
دا څه قیامت دی چې ډغریږو توپانونوسره
دا په موږ څه وشول چې مرو له ارمانونو سره
دا څه د اوښکو سمندر دی چې نورنه وچیږي
دمرګي ټکې پرموږ لویږي تندرونو سره
هره ورځ یو زخم لګیږي پرګلاب ځوانیو
داڅه رنګ لوبه ده چې کیږي له ګلونو سره
د ګناه پیټی له خوږو اوږو نه، نه لرکیږي
د کوم عمل سزا موږ وینوله ظلمونو سره
نن بیا د ویرلمنه وغوړیده یوبلبل ته
ځکه غوغاشوه د تراب د زړه درزونوسره
ولې ظالمې دفلک څپیړې څه دې وکړل
د یو مطیع فقیر تراب تراب آهونو سره
ده خو څراغ د تورتم مخ ته لګاوه په مینه
تل یې خیالونه ژړول له ماښامونوسره
دا څه کانې دي یومنصورچې انالحق ووایي
په کاڼو کاڼو بدرګه شي ګوزارونوسره
چې یوه سندره څوک ملالې ته په مینه وایي
سترګې یې سوځې دمیوند ښکلویادونوسره
آخ د تراب مرګه شمشاد دې جنازې ته ګوره
د جنت حورې ژړوي له سرو خالونوسره سره
خالق رشید
د ۲۰۲۵کال دجولای ۱۴
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.