په یوه اداره کې مؤثره همکاري د پرمختګ، موثریت او د سالمې ادارې د چلښت بنسټیز اصل بلل کېږي. خو کله چې همکاران له یو بل سره همکاري ونه کړي، دا چاره نه یوازې د کار جریان ګډوډوي، بلکې د ادارې کاري فضا هم متاثره کوي او د منفي رقابت، بېباورۍ او شخصي احساساتو لامل ګرځي.
د عدم همکارۍ عمده لاملونه کېدای شي دا وي:
شخصي اختلافات
کمزوری مديريت
د دندو او رولونو ناواضحه وېش
د تشویق او ارزونې د سیسټم نشتوالی
په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې د یوې شعبې دوه همکاران چې ګډ مسؤلیت لري، د همکاریو پر ځای یو بل ته د دندو د شاته کولو هڅه کوي، او وايي: «دا زما دنده نه ده، که احمد نه وي، نو محمود مسؤل نه دی!» داسې برخورد نه یوازې د همکارۍ فضا له منځه وړي، بلکې د ادارې د چارې پر تسلسل هم منفي اغېز کوي.
اداره باید داسې عیار شي چې د هر کارمند په غیاب کې هم دندې بندې نه شي، او یو منظم سیستم موجود وي چې د تشو ځایونو لپاره مؤقت بدیلونه وټاکل شي، ترڅو د خدماتو تسلسل وساتل شي.
د حل لاره:
د دې ستونزې د حل لپاره لاندې اقدامات مهم دي:
روښانه اداري پالیسۍ
د دندو واضح تعریف او مسؤلیتونه
ګډې ناستې او دورهیي ارزونې
د همکارۍ فرهنګ ته وده ورکول
د مشرتابه فعاله ونډه او منځګړتوب
د منفي رفتار درک او حلیې په مسلکي او اخلاقي ډول
اداره باید هڅه وکړي چې د کارکوونکو ترمنځ د باور، احترام او ګډ مسؤلیت احساس پیاوړی کړي. ځکه قوي ټیمونه هغه دي چې غړيیې د یو بل مټ او مرسته ګڼي، نه بوج.
پوهان وايې:
امام علی (ع):ووایې
“خلک که سره یو شي، که څه هم کم وي، بریالي کېږي؛ خو که سره بېل شي، که څه هم ډېر وي، ماتیږي.”
وایم چې یو شي.”
نیلسن منډیلا:
“اتحاد نه یوازې د خبرو پر مټ راځي، بلکې دا د زړونو د یووالي او ګډ مسؤلیت له لارې ممکن دی.”
بناًاتحاد او همکارۍیوازې یو شعار نه دی، بلکې د ملتونو، ټولنو او ادارو د بریا راز دی. ځکه همدا یووالي او اتفاق دی چې توپیرونه تحملوي، ستونزې حلوي، او هدف ته رسېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.