پېرودونکی تل سم دی – یو شعار، یو واقعیت، که یوه تېروتنه؟

ژباړه: نصيراحمد څپاند

203

پېرودونکی تل سم دی – یو شعار، یو واقعیت، که یوه تېروتنه؟

سريزه:
«پېرودونکی تل سم دی» یو له هغو پیاوړو شعارونو څخه دی چې د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه تر ننه پورې د بازارموندنې، پلور او خدماتو په سکتور کې پراخ شهرت لري. دا جمله، که څه هم ساده ښکاري، خو د بازارموندنې، پېرودونکي ارزښت، او د سازماني کلتور ژوره فلسفه له ځان سره لري.
دا شعار د دې لپاره رامنځته شوی و چې سوداګریز بنسټونه د پېرودونکي د اهمیت په درکولو کې جدي شي، د هغوی اړتیاوو ته ارزښت ورکړي، او د شکایتونو پر وړاندې مثبته او پاملرنه‌ناکه رویه غوره کړي.
خو پوښتنه دا ده:
آیا پېرودونکی تل سم دی؟
آیا دا شعار باید د ستراتیژیک اصل په توګه ومنل شي؟
او که نه، باید له انتقادي او متوازن لیدلوري سره ورته وکتل شي؟
۱. د شعار تاریخي شالید
دا شعار لومړی ځل په ۱۹۰۹ کال کې د انګلستان د “Selfridges” او د امریکا د “Marshall Field’s” شرکتونو له خوا معرفي شو. هدف دا و چې پېرودونکو ته دا پیغام ورکړل شي چې د دوی نظرونه، تجربې او شکایتونه د شرکت له خوا په جدي توګه ارزول کېږي، او سازمان یې د ارزښت وړ ګڼي.
په اصل کې، دا شعار د بازار پر بنسټ د خدماتو د وړاندې کولو یو اصل و، چې پېرودونکی د سازمان د بریا اصلي محور ګڼي.
۲. د شعار مثبت اړخونه
الف) د پېرودونکي ارزښت لوړول
سازمانونه له دې شعار سره پېرودونکي د ساده عوایدو سرچینه نه، بلکې د ارزښتناکه شریک په توګه ویني. دا لیدلوری د خدمت محور بازارموندنه (Customer-Centric Marketing) تقویه کوي.
ب) د خدماتو او کیفیت ارتقا
کله چې سازمان د پېرودونکي غږ ته غوږ نیسي، د بازار د اړتیاوو مطابق بدلون راولي، او شکایتونه د پرمختګ وسیله ګڼي، نو پایله یې د کیفیت ارتقا او د ارزښت وړ تجربې رامنځته کېدل دي.
ج) د باور او وفادارۍ زیاتوالی
د شکایتونو منل، او د ستونزو حل ته ژمنتیا، د بازار باور زیاتوي او د پېرودونکي وفاداري ته وده ورکوي، چې دا خپله د دوامداره عوایدو او مثبت برانډ ارزښت لامل کېږي.
۳. منفي اړخونه او احتمالي خطرونه
الف) د کارکوونکو ملاتړ ته زیان
افراطي تمرکز پر پېرودونکي، او د هغوی بې‌دلیله ملاتړ، د کارکوونکو مورال ته صدمه رسوي. دا د سازمان دننه د ناسمو اړیکو، د رضایت کمښت، او حتی د کاري فشارونو لامل کېږي.
ب) د ناسمو توقعاتو رامنځته کېدل
ځینې پېرودونکي ممکن له شعار څخه ناوړه استفاده وکړي؛ بې‌بنسټه شکایتونه، له حده زیاتې غوښتنې او غیراخلاقي چلندونه، د خدماتو سیستم ته خطر پېښوي.
ج) د ستراتیژیک تمرکز له لاسه ورکول
که سازمان د هر پېرودونکي غوښتنې ته «هو» وایي، پرته له دې چې ارزښت او واقیعت ته وګوري، نو ښایي اصلي ماموریت، کیفیت، او سوداګریز هویت له منځه یوسي.
۴. حللاره: متوازن او هوښیارانه چلند
اوسمهال، زیات شمېر عصري شرکتونه د “پېرودونکی تل سم دی” پر ځای دا مفکوره غوره کوي:
پېرودونکي ته غوږ ونیسه، خو کارکوونکی هم ملاتړ کړه
پېرودونکی سم دی… تر هغه ځایه چې حقایق یې تایید کړي
پېرودونکی ارزښت لري، خو د اصولو په چوکاټ کې
دا ډول متوازن لیدلوری، دواړه اړخونه (پېرودونکی او کارکوونکی) په پام کې نیسي، او د بازارموندنې د خدماتو یو عادلانه، مؤثر او دوامدار سیستم رامنځته کوي.
پایله
«پېرودونکی تل سم دی» یو مهم مارکېټنګي شعار دی، خو نه باید د ستراتیژیک اصل په توګه بې له تفکیک څخه وکارول شي. د بازارموندنې په نړۍ کې بریالي سازمانونه هغه دي چې د پېرودونکي غږ ته غوږ نیسي، خو د خپل خدمت، ارزښتونو او کارکوونکو ترمنځ یو هوښیار توازن رامنځته کوي.
دا شعار باید د سازمان د ارزښتونو، د بازار حالت، او د خدمت نوعیت سره سم تطبیق شي، تر څو د سوداګرۍ د ودې پر ځای د سقوط لامل نه شي.
سپارښتنه:
سازمانونه دې د بازارموندنې پر مهال د “خدمت‌محوره کلتور” پر بنسټ کار وکړي، خو دا باید د پېرودونکي د غیرواقعي توقعاتو او کارکوونکو د ناارامتیا په قیمت ونه شي.
مسلکي بازارموندنه تل د حقایقو، تحلیل او هوښیارې تګلارې پر اساس پرمختګ کوي، نه د شعاري ساده‌ګیو پر بنسټ.
سرچينه:
Forbes.com

نړېوال نظم څه شی دی؟

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.