بلهارکونړته، – ته دغم سندره

خالق رشید

152

بلهارکونړته ، 

                      ته دغم سندره

آ خوا غردی ،

دا خوا غر دی،

لاندې تیږه ،

پاس هم غر دی،

خدایه پاکه، ته خویې وینې ؟

که ستاهم پرتیر نظردی. ؟

لاندې لږ خو ورته ځیرشه ،

دا په وینو رنګ کنر دی …

دا په وینو رنګ کنر دی …

دلته جوړ یو شور وشردی

دلته ونې بوټي ژاړي،

یوبې وخته شان محشردی …

آ ، خوا غردی ،

داخو غردی،

لاندې تیږه ،

پاس هم غر….

خدایه پاکه ته خویې وینې ؟

که ستا هم پرتیرنظردی…

هلته پاس پرلوړه پرښه

یوه هوسۍ په ژړا سرده،

دلته لاندې یوماشومه ،

بې اسرې ، بې موره وینې

په ژړا سرهمدا وایي :

کاشکي ما دا توان لرلای،

کاشکي زه چا نه وژلای ،

ما به غیږکې وه نیولی ،

د ا وړوکې غوټۍ مخې،

دا چې هرشیبه  څاري ،

د مورکۍ د مینې لارې…

خواخ اخ چې دلته دلته :

آ خوا غردی ،

دا خوا غر دی،

لاندې تیږه ،

پاس هم غر دی،

خدایه پاکه، ته خویې وینې ؟

که ستاهم پرتیر نظردی. ؟

لاندې لږ خو ورته ځیرشه ،

دا په وینو رنګ کنر دی …

دا په وینو رنګ کنر دی …

دلته تیږې په ژړا دي،

دلته ونې په ملا ماتې،

دلته ټول ترخاورو لاندې،

یو یو نه دی ، دوه  دوه نه دي

د سونوپه حساب دي،

دلته سترګې ړندې شوې

دلته لاس ټوټې ټوټې دي،

دلته زړونه دریدلي،

دلته لوردمورپه غیږکې

دلته زوی دپلارپه څنګ کې

له دنیا نیمه خوا تللي…

آخ چې نن دلته عالمه،

 رخشانه په چغوسرشوه

اخ چې دلته په ژړا نن سکندردی

اخ چې نن بیا ….

آ خوا غردی ،

دا خوا غر دی،

لاندې تیږه ،

پاس هم غر دی،

خدایه پاکه، ته خویې وینې ؟

که ستاهم پرتیر نظردی. ؟

لاندې لږ خو ورته ځیرشه ،

دا په وینو رنګ کنر دی …

دا په وینو رنګ کنر دی …

 دا شینکي شینکي فصلونه

دا سرټیټي نښترونه

دا مات زړونه سروې ګانې،

دانسکورې کلا ګانې،

دا په زړوټپي مورګانې،

دا پنځه وخته دعاګانې،

څنګه وسوې نیمه خوا شوې،

څنګه بورې شوې تباشوې

دلته ګوره ستا په یاد دي،

چې ژوند ګرده حماسه و،

دلته ګوره ستا په یاد دي

چې خوره یوه ترانه وه

دآزاد ژوندون په هڅه …

د لته ګوره ستا په یاد دي

په غوغا چې امریکه وه

آخ چې نن دګوربت ځاله

دما تم په وینوسره ده

آخ چې نن داوښکو وینو

 لوی محشردی راخورشوی …

آ خوا غردی ،

دا خوا غر دی،

لاندې تیږه ،

پاس هم غر دی،

خدایه پاکه، ته خویې وینې ؟

که ستاهم پرتیر نظردی. ؟

لاندې لږ خو ورته ځیرشه ،

دا په وینو رنګ کنر دی …

دا په وینو رنګ کنر دی …

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.