لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۴۷مه برخه
چې د دیدن نصیب یې وشي
په یوخېرات کې په غوري برابرشینه
که واورې اوري، پروا نهشته
باران دې نه اوري، بلۍ راڅڅوینه
مخ مې هم چا لیدلی نه و
بېوروه خور یمه، خیرونه ټولومه
شونډې دې بوڅې، بوڅې کېـږي
زما په سر به چا پېغور درکړیوینه
د دې برخې لهپاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:
په نیمهشپه چې راپهیاد شې
سر پرځنگون شم، تړمېاوښکې تویومه
زړگیه مهیې رانه غواړه
د اسمان ستورو ته مې نهرسي لاسونه
د یار خندا د گل گوزار دی
بد یې کتل دي چې سړی رنځوروینه
قیمت یې وایه، نرخ یې څو دی
د ښکلوسترگو سوداگر راغليدینه
په تناره کې مې حلال کړئ
د شینوگۍ ډوډۍ چې سرې په وینوشینه
وړکوټیورور یې په ژړاشي
چې شینوگۍخور یې پر بام راوخېژینه
مینه ثواب ده، که عذاب ده
زه یې کوم، ملا دې گوري کتابونه
مخ مې هم چا لیدلی نه و
بېوروه خور یمه، خیرونه ټولومه
خدايه دا پورې غر سوری کړې
چې راښکاره شي د ابۍ دادا کورونه
د مازدیگراذان پرې وشو
خورکۍ د ورور پرقبر کاڼي سمهوینه
د ترهزامن ترینه چاپېرشول
د میراثۍ لهپاره وروحلالوینه
زما قسمت د سالنګغر دی
پر نورو لمر دی، پر ما واورې وروینه
شونډې دې بوڅې، بوڅې کېـږي
زما په سر به چا پېغور درکړیوینه
ټولې خبرې مې دروغشوې
نه لیونی شوم او نهمړ درپسې شومه
په ما یې زرمنه احسان دی
چې جانان ټول کلي پرېـږدي ماله راځینه
که واورې اوري، پروا نهشته
باران دې نه اوري، بلۍ راڅڅوینه
اوس مې پروا ورباندې نشته
اوس دې زما له کسته لار نهبدلوينه
دومره په ډک زړه درنه راغلم
باور مې نهشي چې به مخدرواړومه
په بند، بندي لالي ته وایه
مدام به نهوي، د تورمخو تورتمونه
ما درته وې، نهدې منله
مینه اباده زندهگي بربادوینه
خاورېبهشم، خو دربه نهشم
ستا بېقدري به مې ترمرگه یادهوینه
زه پرې ناحقه تومتيیم
لالی د بل په تمه شپې سبا کوینه
زما او ستا یاري ونهشوه
چې ته په کلي او زه ښارکې ژوند کومه
چې کور ته گورم، کور ورانیـږي
چې تا ته گورم، کور دې لوټې، لوټې شینه
روغ به له روغو سره ناست وي
په زړه رنځور به چېرته ېل له خلکو وینه
چې د دیدن نصیب یې وشي
په یوخېرات کې په غوري برابرشینه
د کلي دنگېونې پرېشوې
بازان په توروغرو پناهشول، نهراځینه
راځئ چې ورشو تماشې ته
جانان د لوی سفر جامې اغوستېدینه
زړگي مې ډېره یادولې
ما دې د جنگ کلي کې وکړله پوښتنه
لمبې د سترگو درته نیسم
چې په لمدو غوښو دې اورولگوومه
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.