د لنډیو اصلي منابع خلک دي
دوهویشتمهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۴۶مه برخه
د ماښامي تیارې خورې شوې
څوک په ورېښمو، څوک په کاڼو ږدي سرونه
زما قاتل لالا ته وایه
ته خو راخلاص شوې، زه بندي د عمر شومه
دا زه چې ژاړم، چا ته ژاړم
د غره پر کاڼو باران څه اثر کوینه
په ما دې نیمې زده کړې پرېښوې
له تا دې ژوند په نیمايي کې پاتې شینه
دا څویم ځل دی چې عزیز نایٔبي له ماسره د لنډیو د راټولولو په برخه کې مرسته کوي، هرچېرې چې نوې لنډۍ واوري یایې ولولي، خوندي کوي یې او بیا یې ماته رالېـږي چې زه یې په مننې سره نوې لنډۍ ورنه رااخلم. دا ځل یې بیا گڼشمېر لنډۍ رالېـږلې دي چې بیا، بیا مننه ورنه کوم. د دېځل لنډۍ رالېـږلو په ترڅ کې د مننې په دود زما او ده ترمنځ دا پیامونه هم تبادله شول:
آصف بهاند:
نایٔبي صاحب لکه تل مو د لنډیو د راټولو په پروسه کې فعاله ونډه اخیستې ده، له دایمي فرهنگي مرستو نه مو نړۍ مننه.
عزیز نایٔبي:
قدرمن استاده سلامونه ارادت!
تاسو ته ښه معلوم دی چې د ولسيادبیاتو په دې صنف کې چې څومره پاخه نظریات او افکار په دوه لنډوو بېتونو کې انعکاس موندلی دی، ګمان نه کوم چې بل سیال او ساری ولري. کمیک، رومانتیک او تراژید چې زه یې مالګین، خواږه او ترخه بولم؛ ټول پهکې سړی موندلی شي.
استاده! له تاسو سره د فرهنګي همکارۍ وجوهات زیات دي؛ یو له هغو څخه له ولسي ادبیاتو سره زما خپله علاقهمندي دی – تاسو په دې برخه کې نه ستړی کیدونکی او پوخ کار کوئ.
روغتیا او سلامتي مو غواړم.
درنښت
دا هم د د عزیز نایٔبي له خوا نویو رالېـږلو لنډیو څوبېلگې:
پر هدیرې کوترې گرځي
بورې ادې به پرې غنم شیندلي وینه
زما به هلته ارمان درشي
چې مې په قبر بېلچې گډېوډې ځینه
د ماښامي تیارې خورې شوې
څوک په ورېښمو، څوک په کاڼو ږدي سرونه
زما قاتل لالا ته وایه
ته خو راخلاص شوې، زه بندي د عمر شومه
سترگې دې وې، وتلې نه وې
وړې جینۍ په بنې چا ورکړي دینه
یا خو به زه په زړه نری یم
یا په ریښتیا له زغمه وتي دي غمونه
پام په ورکړې مئېن نه شې
سبا بې سره لاسونه بل درځنې وړینه
دا زه چې ژاړم، چا ته ژاړم
د غره پر کاڼو باران څه اثر کوینه
خلک به وایي چې یاران دي
جانان په ما پسې ټوپکې گرځوینه
یاري د سلوکالو کار دی
څوک یې چې لنډه پرې کوي، دووس به وینه
ما له څټک په لاس کې راکړئ
زه پرې دله جانان په پوندوو ټکومه
تا چې کوڅه کې ټوخی وکړ
زه په مستو ککړه خوله درووتمه
په زړه سوری ترې بېرته راغلم
د جانان سپین مخ یې قبلې ته واړونه
چېرته د یار ځواني نازکه
چېرته د گور په تورو خاورو کې خوبونه
که دې د سر تبۍ ټکیـږي
پوه شه چې قبر ته دې زه ولاړه یمه
په مرگ ویده لالی یې ښکُل کړ
سر ته یې ټک ورکړو چې زه به څه کومه
په نیمه شپه مې زړه ته راغلې
په غاښ مې وچیچل د صبر تعویذونه
د بې وسۍ باران وریـږي
د امیدونو چترۍ ستنې ماتوینه
په ما دې نیمې زده کړې پرېښوې
له تا دې ژوند په نیمايي کې پاتې شینه
چې ورور دې نه وي، زور دې نه وي
چې مور دې نه وي، کور دې لوټې ـ لوټې وینه
ته رانه هار د زرو غواړې
زه د کرکڼو په اغزو گرېوان گنډمه
کېدای شي هلته رانه هېر شې
چې په سینه مې غڼې واچوي جالونه
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.