د رباب ويرنه

صدیق کاوون

46

شـين پـسرلـی و، غـوړېدله گلـوریـنه وږمه
د شنو غونډيو په اوږو باندې ورېښمینه وږمه
تـانـدو غـوټيو په گلپاڼو لگولې شونـډې
د گلو ناوې بیا خندا ته جوړولې شونډې
میـنو زړونو بـلولې د زخـمونـو ډيـوې
د مرور جـانان پر لار د امیدونو ډيوې
پر تـورو غـرونـو راخـتـله د رڼـا پـرښته
په شنه آسمان کې ځلېدله د ښکلا پرښته
توره غدۍ راغله، را ولوېده غمگين شو سهر
شفق په سرو وینو کې ولمبل رنگين شو سهر
بادونـه راغلل اور نـفـسه خـونـړي بادونه
له سره دوزخه ټـوکـېدلي اورنـي بادونه
سـپاره د تـورو تروږمیو په اسونو راغلل
د رڼـا کلي تـه د شپـو په قدمونو راغلل
پر لويـه لار د څـراغونو جرس وسوزېده
د لمر پر لوري د مزلونو نفس وسوزېده
بادونه راغلل د سـکروټـو له بـارانه سره
د سـرو اورونـو د لوگـیو له کـاروانه سره
د رڼـاگـانـو د خـندا کوڅـه تـورتم ونیوه
د خـوشحالۍ د سرودونـو حجره غم ونیوه
نیـستان وسـوزېـد، سیـنه د ربـاب وسـوزېده
مـیکدې اور واخیست، نـشه د شراب وسوزېده
د سرېندې په زخمي ستوني کې نغمه گونگه شوه
د تـار پـه شونـډو د خــوښيو تـرانـه گونگه شوه
مطرب په چيغو چيغو و ژړل، شپېلۍ وژړل
د مـينې ښـار په خپله ټوله بې وسۍ وژړل
پـر شنـه چـمن تـوره سایه د تبرگي ولوېده
پـر شـنو نـښترو باندې ټکه د مرگي ولوېده
د خـرابـات لـه بـزمـه و ووت، آواره شو رباب
ټوټې ټوټې، زخمي زخمي، ذره ذره شو رباب
زړه يې سوری، پردې شلېدلې، زير و بم یې نشته
د تنـهایي په کـونج کې پاتې دی همدم یې نشته
اوس هغه ښکلې، سرور خېزه زمزمه نه لري
اوس هـغـه مـسته شور انگېزه ترانه نه لري
اوس يې په ستوني کې کتاب کتاب سندرې نشته
اوس يـې پـه غــاړه سـرودونـه مـرغـلـرې نشته
د درخـانـۍ مـينه، جـذبـه د ادم خان نه لري
يـار او دلـدار نه لري، غـېږه د جـانان نه لري
***
د آسمايي د جگې څوکې غمزده کوترې
لـه سـوزېـدلـي نیـستانه آواره کوترې
د لـرې لـرې زمـانو د شنـو یادونو راوي
د فـلـکـتازه ارادو د پــروازونــو راوي
د ښــایستونـو د بـاغـونـو مـلِـکې کوترې
خوږې کوترې، خبرلوڅې ښايستې کوترې
یو ځلي راشه سرو منگولو کې سندرې راوړه
د مینې شور راوړه، حسينې مرغلرې راوړه
یو ځـلي بیـا د څـراغـونو په مـزار وگرځه
د رڼا څريکه شه په یار او پـه دیار وگرځه
یو ځلي بیا د خرابات په شنه آسمان والوزه
یو ځلي بـیا پـه سـوزېدلي نـیستان والوزه
بیا د زاړه مطرب په غېږه کې گویا که رباب
بیا د نـغمـو مستو څپو کې په نڅا که رباب
***
مـطربـه پـاڅـېږه د ښـکـلو زمانو مطربه
د زړونو ښار کې د عشقونو د قصو مطربه
مطربه بیا یو ځل د مینې افسانـې و وايـه
د مـحبـت د ښـار رنـگينې تـرانې و وايـه
سر کړه نغمه، پرهېز شکنه شهر آشوبه نغمه
چې بیا ويدې ولولې پاڅوي له خوبه نغمه
بیا د رباب په زخمي زړه مرهم د مينې کېږده
سویو نغمو کې بيا فریاد د تودې وينې کېږده
بيا د نغمو په ميو مست کړه خوبولي زړونه
د سپين سهر په شغلو و وينځه ناولي زړونه
د زړه له درده دې نـغمو تـه سوز و ساز وبښه
گونگو پـردو تـه بـيا د زيـر و بــم آواز وپښه
ســړو حـجـرو کې د ربـاب د چـيغو اور وکره
بیـا د خـامـوشو ماښامونو زړه کې شـور وکره.

رېده
اپرېل ـ ۱۹۹۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.