بېگاه چې باران شو

صدیق کاوون

44

د زړه بڼ مې شين شو، بېگا چې باران شو
یو څاڅکی دریاب شو، یو دښت گلستان شو

د ځان په لټون مې، دونیا گز او پل کړه
پیدا مې جانان کړ، خو ورک مې خپل ځان شو

له دیـره را و ووت، سـاکـن د حـرم شـو
له سرې کرښې واوښت، کافر مسلمان شو

یو څاڅکی د اوښکو، له سترگو راولوېد
د سترگو په رپ کې، ږلۍ شوه توفان شو

یو روی باد راغی، یو دروی یې پرې کړ
یوه درگه شنه شوه، یو ناو نیستان شو

له پاسه تر کوزه، تیاره وه، تورتم و
د مخ په جلوه یې، روښانه جهان شو

نغمه د خندا یې، سرود شو د ستورو
نسیم د وربل یې، د مشکو کاروان شو

د ذهن پر دښته، د زړه وینه توی شوه
یو ښکلی انځور شو، تصویر د جانان شو

د مخ پلوشه یې، پر دښتو خوره شوه
ماني انځورگر یې، ښکلا ته حیران شو

ککړه خرقه یې تنپوښ د صنم شو
همزولی د گل و، همراه د شیطان شو

نه گل د وربل شو، نه زېب د گرېوان شو
د ژمې په شپو کې، یو گل و، خزان شو.
*****

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.