چې د خلکو د رزمونو سنگر نه شي
د ماڼیو شين طوطي به رهبر نه شي
چې په زړه یوه لري او په خوله بله
درواغجن به د جگړې د ډگر نه شی
چې له ډاره د دښمن په مخ کې رېږدي
هـر بې سـره به سـردار د لښکر نه شي
که سل ځله یې له خامو شگو جوړ کړي
د پستـو رېـگونـو څـلی به غـر نه شي
چې د بل درشل ته ټيټ وي هغه سر به
د وطـن پـگړۍ ته زر او زېـور نه شي
که د زړه په تاندو وینو یې خړوب کړې
د اغـزو بــوټـی به گل د هـنر نه شي
که په زرو زرگرانو یې صیقل کړي
کلالي لوښی د خټو به زر نه شي
د مـغرب د گلخانو رنگین گلاب به
د وطن پر سپېره دښته د کر نشي
چې له خولې نه یې د وينو بوی جگېږي
هـر قـاتـل بـه د ولـس د بـاور نـه شي
که اوه قلـمه رنـگ هم ورته ورکړي
خرمُهره به کله زېب د افـسر نه شي
د طاووس بڼکې ډېرې ښایسته دي
خو هېڅکله به پرواز ته وزر نه شي.
*****
*افسر: تاج
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.