د بشري سرچینو مدیریت (HRM) ماډل یا چوکاټ د سازمان لپاره یوه ستراتیژیکه طرحه ده، چې د انساني پانګې اړوند سوداګریز فعالیتونه تنظیموي او همغږي کوي. په دې مقاله کې به تاسو د بشري سرچینو پنځه مهم ماډلونه وپېژنئ، چې د بشري سرچينو متخصص ته یې پېژندل اړین دي.
د بشري سرچینو مدیریت موخه دا ده چې شرکتونه وکولی شي خپل کارکوونکي په مؤثر او اغېزناک ډول اداره کړي، ترڅو ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.
د بشري سرچینو مدیریت دوه اساسي تګلارې
۱. سخت (Hard) HRM
د فعالیت مدیریت ته ځانګړی تمرکز لري.
کارکوونکي د سازمان د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د وسیلې (Resource) په توګه ګوري.
۲. نرم (Soft) HRM
د کارکوونکو هڅونې، باور، او واک ته لومړیتوب ورکوي.
کارکوونکي د سازمان تر ټولو مهمه سرمایه ګڼي.
د بریتانوي سازماني متخصصې لیندا ګریټن، په خپل کتاب Strategic Human Resource Management: Corporate Rhetoric and Human Reality کې لیکلي:
“که څه هم د HRM خبرې نرمې ښکاري، خو حقیقت تل سخت وي.”
د بشري سرچینو مدیریت ماډلونه د سخت او نرم اصولو ترکیب لري، خو معمولا یو اړخ ته زیات تمرکز کوي.
د بشري سرچینو پنځه مهم ماډلونه
۱. د هارورډ ماډل (The Harvard Model)
دا ماډل په ۱۹۸۴ کال کې د مایکل بیر او د هارورډ پوهنتون نورو متخصصینو لخوا معرفي شو. دا ماډل لاندې پنځه اساسي برخې لري:
حالاتي عوامل: داخلي او خارجي شرایط.
د ذینفعانو ګټې: مدیران، کارکوونکي، دولت، او مشتریان.
د بشري سرچینو پالیسۍ: د بشري سرچینو د مدیریت ستراتیژي.
د بشري سرچینو پایلې: ژمنتیا، وړتیا، توافق، لګښت مؤثریت.
اوږدمهاله پایلې: د سازمان ستراتیژیکې موخې.
۲. د 5P ماډل
په ۱۹۹۸ کال کې د M.G. Pryor, C. White, L. Toombs لخوا معرفي شو. دا ماډل لاندې برخې لري:
موخه (Purpose): د سازمان لیدلوری او ستراتیژي.
اصول (Principles): د عملیاتو لپاره ټاکل شوي اصول.
بهیرونه (Processes): د سازمان سیستمونه او طریقې.
خلک (People): د سازمان کارکوونکي.
فعالیت (Performance): د پایلو اندازه کول.
لنډیز: د 5P ماډل وایي چې د سازمان فعالیت مستقیماً د کارکوونکو د کړنو، بهیرونو، او اصولو سره تړاو لري.
۳. د اولریچ ماډل (The Ulrich Model)
په ۱۹۹۵ کال کې د ډیو اولریچ لخوا معرفي شو. دا ماډل د بشري سرچینو څانګه په څلورو برخو ویشي:
سترایژیک شریک: د سازمان موخو ته وده ورکول.
د بدلون استازی: د سازمان د بدلون پروسې رهبري کول.
اداري متخصص: د کارکوونکو د پالیسۍ او پروسو تنظیمول.
د کارکوونکو مدافع: د کارکوونکو اړتیاوو او هوساینې ته پاملرنه کول.
۴. د ASTD وړتیا ماډل (The ASTD Competency Model)
په ۲۰۰۴ کال کې د American Society for Training and Development (ASTD) لخوا جوړ شو. دا ماډل درې اساسي کچې لري:
بنسټیزه کچه: شخصي، متقابله، او مدیریتي وړتیاوې.
تمرکز: د کارکوونکو زده کړه، پرمختګ، او روزنه.
اجرا: ستراتیژي، مدیریت، او مشورې.
دا ماډل د مسلکي پرمختګ لپاره چمتو شوی، ترڅو کارکوونکي وده وکړي او سازمان ته ارزښت ورکړي.
۵. د پرمختګ تمرکز ماډل
د بشري سرچینو مدیریت یو مهم هدف د کارکوونکو غوره استخدام، موثره روزنه، او د فعالیت ارزونه ده.
سازمانونه باید د کارکوونکو رفاه، هوساینه، او د هغوی د پرمختګ فرصتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
پایله
د بشري سرچینو مدیریت اساسي موخه د تولید زیاتوالی او د سازمان اهدافو ته رسېدل دي. که څه هم هیڅ یو ماډل د ټولو بشري سرچينو ستونزو لپاره بشپړ حل نه دی، خو د د بشري سرچينو مديريت ماډلونه متخصصینو ته زمینه برابروي، ترڅو خپلې تګلارې طرحه او اصلاح کړي.
هر سازمان باید خپل ځانګړی د بشري سرچینو ماډل غوره کړي، ترڅو کارکوونکي مؤثر کړي او سازمان بریا ته ورسوي.
سرچينه:
https://6q.io/blog/5-human-

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.