فریدریش ویلهلم نیچه د ۱۸۴۴-۱۹۰۰ م کال په پروس کې په روکن ښار کې وزېږېد. هغه د خپل کورنۍ تر ټولو مشر زوی و. پلار او نیکهیې کشیشان ول، او تمه کېده چې نیچه هم کشیش شي، چې د کورنۍ نورو ماشومانو به هغه ته “کوچنی کشیش” ویل. نیچه یوازې پنځه کلن و چې پلار یې د شپږ دېرش کلنۍ په عمر ومړ. پنځه میاشتې وروسته یې کوچنی ورور، یوزف، هم ومړ او د پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
نیچه غوره زدهکړې درلودې؛ له څوارلس کلنۍ څخه تر نولس کلنۍ پورې یې د شولپفورتا (Schulpforta) په نخبهګانو ښوونځي کې تحصیل وکړ. په ۱۸۶۴ کال کې یې د بون پوهنتون ته لار وموندله څو الهیات او تاریخي ژبپوهنه ولولي، خو یو کال وروسته لایپزیګ ته ولاړ او یوازې په تاریخي ژبپوهنې یې تمرکز وکړ.
په ۱۸۶۷ کال کې یې د یو کلن پوځي خدمت لپاره زدهکړې پرېښودې او د پروس پوځ د توپچي افسر په توګه وګمارل شو. په ۱۸۶۹ کال کې، نیچه، چې یوازې ۲۴ کلن و، د بازل پوهنتون د کلاسیکو ژبو استاد وټاکل شو. هغه تر اوسه خپله رساله نه وه بشپړه کړې، خو د لایپزیګ پوهنتون اعلان وکړ چې رساله ته اړتیا نشته او نیچه ته یې د دوکتورا سند ورکړ.
په ۱۸۷۰ کال کې یې پوهنتون پرېښود ترڅو د پروس-فرانسه جګړې په طبي برخه کې خدمت وکړي، خو له څو میاشتو وروسته په سخته ناروغۍ اخته شو او له پوځ څخه معاف شو.
په ۱۸۷۶ کال کې د سختې ناروغۍ له امله د استادي منصب پرېښود، او په ۱۸۷۹ کال کې یې له دې مقام څخه استعفا ورکړه.
نیچه د خپلې تابعیت پروسې څخه تېر شو، خو ونهتوانېد د سویس تابعیت ترلاسه کړي، نو د عمر تر پایه بېتابعیت پاتې شو.
هغه لس کاله د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې وګرځېد او له خپلو دوستانو سره یې ولیدل. دا دوره د هغه لپاره ډېره حاصلخېزه وه، ځکه چې د لیکلو لپاره یې بشپړ تمرکز وموند.
په جنورۍ ۱۸۸۹ کې، کله چې نیچه په تورین کې و، سکته یې وکړه او بیا روغ نه شو. ویل کېږي چې یو ځل د آس پر شا ناست و، د آس روزونکی یې اس په شلاق وواهه، آس ته وېرې پیدا شوه، نیچه ولوېد او دماغي ضربه یې ولیده.
یو کال یې د جینا په یو روغتون کې تېر کړ او بیا یې له خپلې مور سره ژوند وکړ، تر هغو چې مور یې په ۱۸۹۷ کال کې ومړه. د خپل ژوند وروستی کال یې له خپلې خور، الیزابت، سره تېر کړ. الیزابت د یهودي ضد افکارو لرونکې وه، هغې د نیچه “اراده د قدرت” خپور کړ، چې وروسته یې نازيانو ته د نیچه د افکارو ارزښت وروپېژاند.
سره له دې چې د نیچه په لیکنو کې ځینې جملې شته چې د نازي یهودي ضد ایډیولوژۍ ته ورته دي، خو خپله نیچه د آلماني ملتپالنې سخت مخالف و، او د یهودیت ضد لید یې له خپلې خور سره ډېر توپیر درلود.
د نیچه فلسفه
نیچه پخپله وایي چې د هغه فلسفه د “چکش سره فلسفې کول” دي. سره له دې چې د کلاسیکې ژبپوهنې زدهکړې یې کړې وې، خو ډېر یې د لویدیځې اروپا د غالبو ارزښتونو د منتقد په توګه شهرت وموند. نیچه په ځانګړي ډول د دې ارزښتونو مسیحي بنسټونه تر پوښتنې لاندې نیول.
د نیچه فلسفه، برعکس د ځینو ناانصافه قضاوتونو، یوازې منفي او ورانوونکې نه وه، بلکې د تمدن د بیا ارزونې لپاره یې انتقادي بڼه درلوده. نیچه د ژوند سرچینه یوه بنسټیزه، خلاقه انرژي ګڼله، چې نه یوازې د عقلانیت نه بهر ده، بلکې له اخلاقي طبقهبندۍ (ښه او بد) پورته ده.
نیچه باور درلود چې لویدیځه نړۍ مخ پر زوال ده، ځکه یې د ژوند اصلي سرچینه وچه کړې او قدرت یې هغو کسانو ته سپارلی چې له دې سرچینې وېرېږي.
د نیچه لومړی کتاب، “د تراژیدۍ زېږون”، په ۱۸۷۲ کال کې راووت چې خلاقانه لومړني ځواک ته “دیونوسوسي” نوم ورکوي. دیونوسوس د شرابو، مستۍ، نقاب، خشونت او خوشګذرۍ خدای و، چې دواړه نارینهوالي او ښځینهوالي ته نزدې و.
نیچه یونان لرغونی د عقلانیت او نظم مظهر نه ګڼله، بلکې باور یې درلود چې هلته دوه متضاد ځواکونه تل په شخړه کې ول:
۱- آپولوني ځواکونه چې د عقل، اخلاقو او نظم استازیتوب کوي.
۲- دیونوسوسي ځواکونه چې د غیرعقلاني، خلاقانه، او خوشحالۍ مظهر دي.
نیچه ویل چې تمدن د دې دیونوسوسي ځواک پر ضد ولاړ دی. تمدن د دیونوسوسي ځواک مخه نیولې او له همدې امله یې تمدنونه ناروغ کړي دي.
هغه باور درلود چې د یونان وروسته، لویدیځ تمدن ورو ورو د دیونوسوسي ځواک سرکوب کړ، او ټولنه یې یوازې آپولوني کړه. د دې پر ضد، نیچه د دیونوسوسي نړۍ د بیا راژوندي کولو غوښتونکی و، او د هغه د عصر آلماني موسیقي او هنر یې د دې ځواک احتمالي ژغورونکي ګڼل.
نیچه او دین
یو له هغو کتابونو چې د دین پېژندنې پر اندونو یې لوی اغېز درلود، “د اخلاقو نسبپېژندنه” و. نیچه په دې کتاب کې دا څېړي چې د ښه، بد او شریر معاصر مفاهیم له کومه راغلي دي.
دی استدلال کوي چې دا ارزښتونه نه ازلي دي او نه نړیوال، بلکې د ټولنیزو قدرتونو له خوا رامنځته شوي دي. ښه هغه څه دي چې زوروران یې ارزښتناک ګڼي، او بد بیا هغه څه دي چې د زورورانو قدرت ته ګواښ وي، یا هغه څه چې ضعیف دي.
نیچه استدلال کوي چې د لومړیو انساني ټولنو اشرافو- جګړهمارو دا ارزښتونه ټاکل.
وروسته، د اخلاقي دین راښکاره شو، چې نیچه یې اشرافي روحاني طبقه بولي. دا ارزښتونه د پخواني اشرافي-جګړهمارو ارزښتونو خلاف ول. دیني اشرافو کمزورتیا ته ارزښت ورکړ، او ځواک یې وغانده. نیچه دا ډول اخلاق د بردهګۍ اخلاق بولي، چې خلکو ته طبیعي انساني ځانګړنې لکه قدرت، لذت، او خوشالي د ګناه په توګه معرفي کوي.
نیچه د “خدای مړ دی” مفکورې ته د مسیحیت د زوال په توګه اشاره کوي. دی وایي، لویدیځه نړۍ نور پر هغه خدای باور نه لري، چې خالق او د اخلاقو ضامن و.
نیچه غواړي چې انسانان له دې “بردهګۍ اخلاقو” خلاص شي. ابرانسان د نیچه د دې فلسفې پایله ده، هغه انسان چې د “ګناه” او عاجزۍ نظریه ردوي او د قدرت له مخې ژوند کوي.
نیچه د تمدن، دین، او ارزښتونو یو لوی منتقد و. د هغه اندونه که څه هم له جنجاله ډک ول، خو د معاصرې فلسفې پر پرمختګ یې ژور اغېز درلود.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.