نوم

صدیق کاوون

74

تنکۍ غرمه ده، زه یوازې، د اورگاډي په تمځای کې ناست یم،
او د اورگاډي رسېدو ته انتظار باسمه
یوه عجيبه ننداره ده دلته،
ځينې کوزېږي، ځينې خېږي، ځينې لاره وهي
ځينې ستومانه دي شمېرلي قدمونه اخلي
ځينې زنگېږي د خيالونو په ټالونو باندې
خو ټول خاموشه دی، خاموشو اندېښنو وړي دي
زاړه، ځوانان او نارينه او ښځې
ټول د سفر د سرمنزل په لوري بيړه کوي
او پر اوږو د آرمانونو پنډوکي گرځوي
یوه حسينه، نازنینه نجلۍ
له حيا ډکه، نمکينه نجلۍ
لکه د ښکلو پسرليو د گلونو لښته
زما پردېسه وطنداره، مينه مينه نجلۍ
ورو رانږدې شوه را نه و یې پوښتل
کاکا اوس څو بجې دي؟؟
او دا اور گاډی ميراث مړي به نو کله راشي؟
ما ورته و ویل یوو لس دي اوس،
نیم ساعت صبر وکړه
يوولس نيمي به را ورسېږي
بیا مې پوښتنه وکړه، نوم دې څه دی؟
په حیرانۍ یې راته وکتل او ويې ویل
ته زما نوم یادوې؟؟
کلونه وشول د ستومانه ژوندانه پر دې اغزنه لاره
سړو سېلیو مې نوم وتښتوه
زه خو اوس نوم نه لرم
نوم مې یوازې له ادې او له ابا سره ژوندی پاتې دی
او هغوئ دواړه مې ملاله بولي
ورونه مې نوم نه اخلي
او همیشه چې راته امر کوي
وايي چې ” وه جلۍ ” را پاڅېږه بوټان مې راوړه….
خو ځينې خلک راته ښځه،
ځينې نور راته ” سیاه سره ” وايي
او مهربانه نارینه مې ” عاجزه ” هم بولي
اوس نو زه نه پوهېږم،
چې زما نوم به څه وي
زه ” عاجزه ” یم، که ” سیاه سره ” او که ” وه جلۍ ” یم
او که د مور و پلار خبره به مې سمه وي،
ملاله به یم.
ما ورته و ويل:
ملالې بي بي،
یوولس نيمې شوې، راپاڅېږه، اورگاډی راغی.
بوخولت
۲۵ـ۸ـ۲۰۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.