طالبانو یوه برتانوۍ جوړه له بنده خوشې کړه

91

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، یوه برتانوۍ جوړه چې ښځه او مېړه دي، د قطر په منځګړتوب یې له بنده خوشې کړل.

طالبان ادعا کوي چې دغو برتانویانو د افغانستان قوانین نقض کړي وو، چې له قضايي پروسې وروسته له بنده خوشې شوي دي.

پيټر او باربارا رینولډز شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د ځینو تورونو له امله په بامیانو کې نیولي وو، چې وخت ناوخت یې کورنۍ د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوله.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د «وګړو» مسایلو ته له سیاسي او یا د معاملې کولو له زاویې نه ګوري.

طالبانو په دې پروسه کې د قطر له منځګړتوب هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې قطري پلاوي او د برتانیا استازي، ریچارډ لینډزي ته یې دغه ښځه او مېړه سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ یو ځانګړی استازی د زلمي خلیلزاد په ګډون کابل ته تللی و.

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې د بندیانو او وګړو مسالې ته له سیاسي او معاملې له اړخه نه ګوري، خو تراوسه یې په خپل بند کې د افغان توکمه امریکايي، محمودشاه حبیبي په تړاو څه نه دي ویلي.

ویل شوي، چې حبیبي د طالبانو په بند کې دی او کورنۍ یې د هغه روغتیايي وضعیت ته هم اندېښمنه ده، خو ولسمشر ټرمپ ټينګار کړی، چې خپل وګړي به له بندونو خلاص کړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.