پاکستان پنجاب کې د افغان کډوالو میانوالي کمپ وتاړه

39

د پاکستان حکومت په رسمي ډول اعلان کړی، چې په پنجاب ایالت کې د افغان کډوالو وروستی کمپ، چې د میانوالي په کوټ چندنا کې و، تړل شوی دی.

پاکستان وايي دا کمپ ځکه وتړل شو چې له اپرېل ۲۰۲۵ راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو عملیات پراخ شوي او تراوسه پورې سلګونه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، یوازې د پنجاب له بېلابېلو سیمو څخه نږدې ۴۲ زره ۹۱۳ کډوال ستانه شوي دي، چې ورسره نور په پنجاب کې د افغان کډوالو فعال کمپ نشته.

په همدې حال کې د کډوالو نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دې اصولي او د بشردوستانه معیارونو مطابق چلند وکړي.

څارونکي وايي، پاکستان تېرو څو لسیزو کې د افغان کډوالو پر نوم د نړیوالو میلیاردونه ډالره ترلاسه کړي، خو اوس د هېواد په تر ټولو بې ثباته سیاسي او اقتصادي وضعیت کې افغان کډوال وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران تېره ورځ تر ۱۰۰۰ زیاتې افغانې کورنې له دغو هېوادونو په جبري او دواطلبانه ډول افغانستان ته اخراج کړې دي.

د کډوالو نړیوال بنسټونه اندېښنه ښيي، چې افغانستان ته د ستنېدو چټکه لړۍ کولای شي، چې کډوال له ګڼو ټولنیزو او ژوند نورو ننګونو او ستونزو سره مخ کړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.