کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د هانګکانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ او د سیالیو مهالوېش اعلان شو چې افغان لوبډله به په لومړي پړاو کې خپلې دواړه سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ له نیپال او سوېلي افریقا سره ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هانګکانګ شپږ اوريزې سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په یاد هېواد کې پیلېږي چې پهکې افغان لوبډله د نیپال او سوېلي افریقا لوبډلو سره په لومړي ګروپ کې ځای لري او د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به په لومړي پړاو کې خپلې دواړه سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کړي.
د یادو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، نورالرحمن ویکټ ساتونکی، صدیقالله پاچا، اعجاز احمدزی، فرمانالله ساپی، شرفالدین اشرف او کریم جنت غوره شوي دي.
یادې سيالۍ به د نومبر له اوومې تر نهمې په هانګکانګ کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، د لوبو په دې لوبلړۍ کې افغانستان، نيپال او سوېلي افریقا په (A) ګروپ، اسټراليا، انګلیستان او عربي متحده امارات په (B) ګروپ، هند، کويټ او پاکستان په (C) ګروپ، بنګلهدېش، هانګکان او سریلانکا په (D) ګروپ کې ځای لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.