د وجدان تمدن: د لوېدیځ د اخلاقي بحران فکري بدیل/۵  

سرلوڅ مرادزی 

75

کنفیوسیوس(Confucius)، چې د چین یو له سترو فلاسفه او ښوونکو څخه ګڼل کېږي د چین په لرغوني تاریخ کې د اخلاقي، ټولنیز او حکمتي فلسفې بنسټګر دی. هغه شاوخوا په ۵۵۱ ــ ۴۷۹ م، ق کې ژوند کاوه، یعنې د چین د ژو دورې په وروستیو کې. کنفیوسیوس د ټولنیز نظم، اخلاقي فضیلتونو او د فرد او ټولنې ترمنځ د متقابلو مسوولیتونو فلسفه وړاندې کړه. د دې فلسفې اصلي موخه د انسان د روح وده او د ټولنېز عدالت پیاوړتیا ده. 

د ده په فلسفه کې اصلي مفهوم روح او اخلاقي فضیلت ( Ren ) دی چې معمولا د «انسانیت» او یا مهربانۍ په توګه ژباړل کېږي. 

بلخوا (Ren ) یوازې د فردي اخلاقو نښه نه ده، بلکې د ټولنیزو اخلاقو او مسوولیتونو څرګندونه هم کوي. 

کنفوسیوس پنځه اصلي فضلیتونه یاد کړي: 

ــ مهراني(Ren) 

ــ صداقت (Xin) 

ــ وفاداري( Zhong) 

ــ درناوی (Li/Ritual ) 

ــ عدالت (Yi / Righteousness) 

دا فضلیتونه د انساني روح د ودې، د ټولنې د نظم او د بشري همکارۍ لپاره حیاتي دي. 

کنفیوسیوس باور درلود چې فرد یوازې په ټولنیز چوکاټ کې بشپړ انسان کېږي. د ټولنې د نظم د ساتنې لپاره نوموړي د پلار ــ اولاد، استاد ــ شاګرد او حکومت ــ ملت اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. د هغه په باور د حکومت اخلاقي بنسټ په دې کې نغښتی چې واکمنان د فضلیت په چوکاټ کې عمل وکړي. حکومت یوازې د قانون د پلیتوب وسیله نه ده، بلکې د اخلاقو د روزنې او د انسانانو د کرامت د ساتنې نښه ده. 

په عملي لحاظ د کنفیوسیوس د فلسفې انساني روح د ټولنې د اخلاقو او عدالت په خدمت کې پیاوړی کېږي او هر قرد د خپل نقش او مسوولیت په درک سره ټولنه متوازنه ساتي. 

د کنفیوسوس د فلسفې عملي درسونه او اصول کولای شي د لوېدیځ دعلم، اقتصاد او سیاست د تضاد سره مقابله وکړي. داسې اخلاقي ځواک وړاندې کوي چې هلته علم د فردي او ټولنیز کرامت د ساتنې لپاره وکارول شي، نه یوازې د ځواک او موثریت لپاره. همدارګه ټولنه باید د فرد د مسوولیتونو پر بنسټ جوړښت ومومي چې د اخلاقو او وجدان ځواک د ټولنې د هرې پرېکړې لارښود شي او په دې توګه دا فلسفه د انساني روح ، ټولنیز نظم او اخلاقو د ساتنې یو قوي فلسفي چوکاټ وړاندې کوي چې د زردشتي فلسفې سره په ګډه د تمدن د اخلاقو د بیا احیا لپاره کارول کېدای شي. 

دواړه فلسفې د انساني روح د ودې، اخلاقو او ټولنیز عدالت لپاره ځانګړې لارې وړاندې کوي. 

زردشتي فلسفه د فکر، وینا او عمل پر درې اصولو تمرکز لري او د کنفیوسیوس فلسفه د فضلیتونو او ټولنیزو اړیکو پر چوکاټ ډډه لګوي. 

دواړه فلسفې د اخلاقو، وجدان او ټولنیز مسوولیت ارزښت لوړ ګڼي چې د لوېدیځ تمدن د علمي، 

او سیاسي ځواک پر وړاندې د متوازن تمدن لارښوونه کوي. د لوېدیځ تمدن د اخلاقي بحران د حل په اړه مو د د زردشتي او کنفیوسیوس فلسفو وړاندیزونو ته اشاره وکړه. 

دلته به د بودایې فلسفې د داخلي ازادۍ روح ته هم ورتم شو چې دا فلسفه د دې بحران په حل کې څه وړاندیزونه لري. 

بودایې فلسفه چې شاوخوا په ۵ ــ ۴ ق. م  پېړۍ، په هند کې د ګوتما بودا له لوري رامنځته شوه د انسان د ذهن، شعور او داخلي بیدارۍ او ویښتوب فلسفه وړاندې کوي. بودایې ښوونې د انسان د ژوند د درد، خواشینۍ او ناپایداره هوسونو د حل لارې وړاندې کوي او په دې وړاندیزونو کې انساني روح د اخلاقي او روحي تمرینونو له لارې بشپړتیا ته رسېږي. دا فلسفه وایې چې انساني روح یوازې هغه وخت ریښتینې ازادي ترلاسه کوي چې فکر او ذهن د تاوترخوالي، حرص، حسد او غرض څخه پاک وي. 

مدیتیشن (Meditation) او ذهن پالنه د داخلي ارامۍ او شعوري وضاحت لپاره اساسي وسایل دي او د ذهن پاکوالی د انسان داخلي اخلاق، پوهه او وجدان پیاوړی کوي. دا ټول د تمدن په هره برخه کې د اخلاقو، عدالت او همکارۍ تضمین دی. 

بودایې فلسفه باور لري چې هر فکر، وینا او عمل«کارما» د انساني روح او ټولنې پر برخلیک اغیزه لري. نیک کار، مهربانه وینا او پاک فکر د انساني روح د ودې، ټولنې د هوساینې او د اخلاقو د خپرولو وسیله ده. منفي چارچلند او منفي فکرونه، د فرد او ټولنې دواړو لپاره ګډوډي راولي چې دا د لوېدیځ تمدن د علم او ځواک د بې تعادلۍ یو مناسب او څرګند مثال دی. 

بودایې فلسفه انساني روح ته د ځان پېژندنې او پوهاوي او د داخلي وجدان بیدارۍ ته زیات اهمیت ورکوي. د هر فرد داخلي شعور باید د اخلاقو، مهربانۍ او عدالت پر اصولو سمبال وي، ځکه چې بیروني ځواکونه یا سیاست د داخلي وجدان ځای نه شي نېولای. په عملي ژوند کې د داخلي وجدان پالنه د ټولنیز نظم، مدني اخلاقو او علمي مسوولیت لپاره لازمي ده. لکه چې په پیل کې مو وویل لوېدیځ تمدن د علم، تخنیک او ځواک په تېره بیا د سیاسي او پوځي ځواک له امله د اخلاقو او وجدان له نظره کمزوری شوی، نو بودایې فلسفه د داخلي بیدارۍ، اخلاقو او وجدان د پالنې په مټ د تمدن د تضاد حل لارې وړاندې کوي. د ذهن پاکوالی، مدیتیشن او د اخلاقو عملي پلیتابه کولای شي د لوېدیځ د علمي او اقتصادي ځواک د تسلط پر ضد انسان محور تمدن رامنځته کړي. 

د ختیځ درېواړه فلسفې: 

زردشتي فلسفه: د ښه فکر، ښې وینا او ښه عمل په لارښوونه؛ 

د کنفیوسیوس فلسفه، د فضلیتونو او ټولنیزمسوولیت(Ren )، په مټ؛ 

بودایې فلسفه: د ذهن د پاکوالي، مدیتیشن او داخلي وجدان په وسیله؛ 

د انساني روح د ودې، اخلاقو او ټولنیز عدالت لپاره لارښوونې لري او د لوېدیځ تمدن د علم، اقتصاد او سیاست تضاد سره د متوازن انساني تمدن جوړولو او بسیا لپاره عملي چوکاټ وړاندې کوي. 

د لوېدیځ په واکمن معاصر تمدن کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې تمدن اخلاقي بحران لازیاتېږي. مصنوعي هوښ چې دعلم او تخنیک وروستۍ بریا ده د اخلاقي بحران په چاپیریال کې دا بحران نور هم ژورولای شي. د اتومي وسلو نا کنترول شوې سیالي او پراختیا یوخوا او د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادو په لمسونو د هېوادونو د نظامي بودیجو زیاتوالی بلخوا دا اخلاقي بحران لا ژوروي! 

په داسې بحراني چاپیریال کې که د زردشتي، کنفیوسیوس او بودایې فلسفو انساني روح ته ژوره پاملرنه وشي او د هغو په رڼا کې علم، اقتصاد او سیاست د اخلاقو، وجدان او عدالت چوکاټ ته راستون شي؛ نو نړۍ کولای شي یو داسې تمدن رامنځته کړي چې پکې علم ځواک نه وي، اقتصاد عدالت ته خدمت وکړي او سیاست د وجدان او کرامت استازیتوب وکړي. 

پای 

د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۴ مه 

د وجدان تمدن: د لوېدیځ د اخلاقي بحران په وړاندې بدیل/۴  

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.