د وجدان تمدن: د لوېدیځ د اخلاقي بحران په وړاندې بدیل/۴  

سرلوڅ مرادزی 

116

سره د دې چې په تېرو پېړیو کې لوېدیځ تمدن د علمي، اقتصادي او نظامي پرمختګونو په برخه کې د ځواک او اغیزمنتوب بېسارې بریاوې لري، خو د اخلاقو او انساني وجدان سره یې اړیکه ډېره کمزورې شوې. علم د ځواک، اقتصاد د ګټې او سیاست د تسلط او مطلقې واکمنۍ وسیله ګرځېدلې چې دا ټول په ګډه د لوېدیځ تمدن د داخلي تضاد یوه ستره نښه ده! 

د دې اخلاقي او وجداني تضاد په حل کې ښه دا ده چې موږ داسې فلسفي مکتبونو ته مراجعه وکړو چې د انساني روح د ودې، د ټولنیز عدالت د ساتنې او د اخلاقو د تقویت لپاره څرګندې لارښوونې لري. د ختیځ زردشتي، کنفیوسیوسي او بودایې فلسفي مکتوبونه همداسې ژورانساني ارزښتونه وړاندې کوي. د دې فلسفو مطالعه نه یوازې د اخلاقو د بیا احیا لپاره، بلکې د مدني ویښتوب او د نړیوالو اړیکو د بیا رغون لپاره هم مهمه ده. 

دلته به تر ټولو لومړی د زردشتي فلسفې د انساني روح: 

ښه فکر کول (Humata )، ښه وینا ( Hukhta) او ښه عمل(Hvarshta)، اصول راواخلو چې په رڼا کې یې د لوېدیځ د اخلاقي بحران  بدیل لېدلی شو او وروسته به بیا د کنیفویوس او بودایې فلسفو له نظره د لوېدیځ تمدن د تضاد تحلیل ته ستانه شو. 

زردشتي فلسفه، د لرغوني افغانستان (اریانا) په تاریخي ښار بلخ کې چې د ښارونو مور (ام البلاد) یادېږي، د هغه مهال د ستر فلسفي او روحي عالم، زردشت لخوا رامنځته شوې، تدریس شوې او تر موږ رارسېدلې ده. زردشت شاوخوا (۶۶۰ ق. م) کلونه پخوا د اریانا په پراخه ورشو کې تېر شوی. دا فلسفه د انساني روح د پالنې، د اخلاقو د ودې او د ټولنیز عدالت د بسیا له مخې، یوله لومړنیو فلسفي سیستمونو څخه ګڼل کېږي. 

زردشت وایې:«د نړۍ له پیله دوه روحونه شته، یو پر ښه او بل پر بده لار روان دی. ټول ژوند یوه باطني جګړه ده چې د شر د قوتونو پر ضد ادامه لري. په دې دایمې جګړه کې رڼا او تیاره، عقل او اهریمن یو له بل سره مقابل دی»(۱) 

زموږ د پېړۍ عمده لوری هم چې دلته یوخوا د پخوا پشان د رڼا او تیارې، عقل او اهریمن ترمنځ مقابله روانه ده، بلخوا د سولې او جګړې، د فقر او د شتمنۍ د غیر عادلانه ویش او انحصار، د ازادۍ او دیکتاورۍ ترمنځ ټکر جاری دی او بشریت تر پخوا زیات نن وجداني تسکین ته اړتیا محسوسوي!    

د زردشت د فلسفي درې اصول چې مخکې ورته اشاره وشوه د انساني روح، ټولنیز عدالت او تمدني اخلاقو ترمنځ ژورې اړیکې رامنځته کوي؛ د لوېدیځ د اخلاقي بحران په وړاندې یې یو غوره بدیل ګڼلی شو. 

۱ ــ ښه فکر کول (Humata): 

د انسان د فکر، نیت او داخلي شعور د پاکوالي بنسټ دی. زردشت په دې باور وو چې ټولې انساني کړنې د فکر له لارې اغیزمنېږي. 

ــ مثبت فکرونه د انساني روح ځواک پیاوړی کوي او د ټولنې په هوساینه کې مرسته کوي 

ــ منفي فکرونه لکه حسد، حرص او غوسه د انسان داخلي توازن ګډوډوي او د ټولنیز عدالت مخه نیسي. 

ــ ښه فکرکول انسان ته د خپل شعور د مسوولیت درس ورکوي او ذهن د نیکې، عدالت او حقیقت پر لور متمرکز ساتي. په عملي توګه د (ښه فکر کول) رعایت، د اخلاقو په ریښتینو پرېکړو کې د انسان د داخلي انرژۍ د مثبتولو او د ټولنې د هوساینې په پیاوړتیا کې مرسته کوي. 

۲ ــ ښه وینا (Hukhta): 

د انسان د خبرو او اړیکو ارزښت څرګندوي. وینا د روح یوه ښکاره څېره ده. 

صدقانه، مهربانه او مسوولانه خبرې د ټولیز اعتماد، انصاف او همکارۍ فضا رامنځته کوي. 

درواغ، کرکه او یا اندیښنه د ټولنې د ګډوډۍ او د انسان د داخلي فساد لامل ګرځي. د (ښه وینا) فلسفه وایې چې وینا باید د خیر او عدالت لپاره وکارول شي، نه د شخصي ګټو یا تاوتریخوالې لپاره. (ښه وینا) د ټولنیز نظم او اخلاقو د خپرولو یوه قوي وسیله ده. 

۳ ــ ښه عمل((Hvarshta: 

ښه عمل، د انساني روح وروستۍ مرحله ده چې دلته فکر او وینا په عمل کې پلې کېږي. 

ریښتینی انسان هغه دی چې خپل نیک فکرونه او مهربانۍ په واقعي عمل بدلوي. 

ښه عمل، د ټولنې د عدالت ، شفافیت او د بشري کرامت ساتنې بنسټ جوړوي. عمل د داخلي وجدان او د ټولنیز نظم ترمنځ اړیکه ټینګوي او د انسان اخلاق په واقعیت کې څرګندوي. 

نیک او ښه عمل د ټولنې د ګډ ژوند او د انساني همکارۍ لپاره محور دی. 

د ښه فکر، ښه وینا او ښه عمل درې ګوني اصول یو له بله جلا نه دي. 

ــ ښه فکر، د داخلي ځواک بنسټ دی. 

ــ ښه وینا، د فکر څرګندونه ده. 

ــ ښه عمل، د فکر او وینا په عملي کولو سره د انساني روح او ټولنې عدالت ساتي. 

 که یو له دې درې برخو پاتې شي، انساني روح بشپړ نه دی او ټولنیز نظم زیانمنېږي! 

دا فلسفه د انساني روح پالنې او د تمدن د اخلاقو د بیا احیا لپاره غښتلی فکري چوکاټ وړاندې کوي. نو ویلای شو د زردشتي فلسفې درې اصول نن هم د معاصر تمدن لپاره عملي درسونه وړاندې کوي: 

ــ د علمي پرمختګ لپاره اخلاق: علم یوازې د انسان د خدمت لپاره وکارول شي، نه د ځواک او استثمار د وسایلو په حیث. 

ــ اقتصادي عدالت لپاره وجدان: اقتصاد باید د ټولنې د هوساینې، مساوات او بشري کرامت لپاره کار وکړي. 

ــ د سیاسي او مدني نظم لپاره مسوولیت: سیاست باید د اخلاقو، صداقت او شفافیت په چوکاټ کې ترسره شی. 

په دې توګه د ښه فکر، ښې وینا او ښه عمل فلسفه د معاصر تمدن د تضادونو د حل لپاره قوي فکري چوکاټ جوړوي. 

پاتې لري. 

یادوونه: 

(۱ )  د افغانستان لنډ تاریځ ۲۱ مخ، د علامه حبیبي لیکنه 

(۲ ) زما د یادښتونو ترڅنګ، د انټرنیټ له زیرمو ګټه 

د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او نظامي ــ سیاسي تجاوز ترمنځ تضاد/۳ 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.