بلخ او سمنګان کې د زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپیانو ۶۷۰ ته ورسېد

41

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): مسوولې سرچینې وايي چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، څه باندې ۶۷۰ نور ټپیان شوي او سلګونه کورونه بشپړ یا یو څه ویجاړ شوي دي.

تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶،۳ زلزله وشوه چې مرکز یې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې و او کابل، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونه یې هم ولړزول.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس صمیم جوینده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې پېښې په ټپیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي چې ډېرو ته د خونو چتونو لوېدو له امله زیان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، روغتیايي ټیمونو له نورو مرستندویو بنسټونو سره په پوره همغږۍ ټپیانو ته د درمنلې بېړني خدمات برابر کړي دي. د هغه په خبره: «امبولانسونه، درمل، تجهیرات او طبي پرسونل د اړتیا وړ مرکزونو ته رسېدلي او زیانمنو کسانو ته د رسېدنه لړۍ روانه ده.

دغه‌راز، د بلخ ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ولایت تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجه د ريښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې شاهد و چې مالي او ځاني زیانونه یې واړول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې زلزلې له امله تر اوسه شاوخوا ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۴۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره، د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې ټولې ټیمونه د ټپیانو د بېړني لېږد لپاره کار کوي.

سرچینې زیاته کړه چې د یادې زلزلې له امله په مزارشریف ښار، په ځانګړې توګه د روضې شریفې په شاوخوا او د بلخ په بېلابېلو ولسوالیو کې ډېر شمېر کورونه په بشپړ او نیمګړي ډول ویجاړ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.