د لوېدیځ تمدن د علمي، فلسفي او تخنیکي پرمختګونو اوږد بهیر، د بشر د تاریخ یوه ستره لاسته راوړنه ده. خو دغه لاسته راوړنه له انساني روح او اخلاقي فلسفې څخه هغه وخت جلا شوه چې علم د قدرت او ګټې د وسایلو په توګه استعمال شو. قدرت او ګټه د محدودو کسانو په لاس کې انحصار شوه او اکثریت ولسونه د قدرت او ګټې په غیرعادلانه ویش کې بې برخې پاتې شول!
د علم او اخلاقو دا جلاوالی، د تمدن د بنسټونو داخلي تضاد وزیږاوه او هغه داسې چې:
ــ عقل د ازادۍ الهام وو، خو د کنترول منطق شو،
ــ عقل د انسان د د خلاصون وسیله وه، خو د تسلط اله وګرځېده،
ــ تمدن د اخلاقو له روح بېل شو او وجدان ضعیف شو.
همدا تضاد د لوېدیځ د معاصر فکري بحران بنسټ شو. د تمدن مادي ځواک د وجدان د ضعف په مقابل کې بې تعادله شو او دا بې تعادلي د بشري نظم د ګډوډۍ لامل شوه. د ادوارډ سعید، نوام چومسکي او جوزف سټیګلیتز په وینا که تمدن د اخلاقو، عدالت او انساني همکارۍ له روحه نه خړوبېږي، نو علم به د انسان د بندګۍ سربېره، د هغه د تباهۍ وسیله وګرځي!
په فلسفي لحاظ د تمدن د بقا لپاره د «عقل او اخلاق» یووالی اړین دی. دا هغه اصل دی چې د کانت د«اخلاقي قانون» او د هایبر ماس د«ارتباطي عقل»په تیوریو کې څرګند دی.
ــ علم باید د انسان د کرامت خدمت وکړي، نه د دولت د قدرت.
ــ تخنیک باید د اخلاقو تابع وي، نه د ګټې تابع.
ــ او د پوهې تولید باید د شفافیت، عدالت او د ګډ انساني مسوولیت پر بنسټ ولاړ وی.
په همدې منطق، د علم او تمدن ریښتینی موخه دا نه ده چې طبیعت تر واک لاندې راولي، بلکې دا ده چې وجدان بیدار کړي، عدالت ټینګ کړي او د انسان د ګډ برخلیک احساس پیاوړی او ژوندی وساتي.
بلخوا د تمدن د توازن بیا ټینګول یوازې د یوې جغرافیې او یو هېواد کار نه دی، بلکې نړیوال فکري تحول غواړي. د لوېدیځ، ختیځ او د جنوبي تمدنونو ترمنځ د فکري تبادلې، علمي عدالت او بشري وجدان ګډو مفاهیمو ته اړتیا ده او دا په دې معنا چې د تمدن راتلونکي به د جګړې، سیالۍ او انحصار پرخای؛ د علمي همکارۍ، اخلاقي تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ ټاکل کېږي.
نو ځکه نړۍ نن په یو قطبي نظام کې نه ځایېږي او باید څو قطبي نظام ته پورېوځي.
که لوېدیځ تمدن تر خپل علمي ځواک تر څنګ د وجدان ژوره بیداري هم ترلاسه کړي، نو دا تضاد د یوې نوې تمدنې مرحلې پیل کېدای شي. خو که تمدن لاهم یوازې وسایلو او تخنیک ته تسلیم شي نو علم به د انسان پر ضد خپل ځان وکاروي. لکه څنګه چې د اقلیمي بحران، مصنوعي هوښ او نظامي تکنالوژیو په بڼه نن ځان څرګندوي!
بلاخره ویلای شو چې د بشري تمدن راتلونکې باید «د انسان محور عقلانیت» پر بنسټ نوې او تر بیا کتنې لاندې راشي. یعنې:
ــ علم د انسان د کرامت ساتنې وسیله وي،
ــ اقتصاد د ټولنیز عدالت د تامین زمینه وي،
ــ او سیاست د وجدان د تمثیل بڼه وي.
د تمدن ریښتینی پرمختګ هغه وخت معنا پیداکوي چې وجدان د علم لارښود شی او اخلاق د ځواک د حد ټاکونکی وي. د تمدن راتلونکې نه د تکنالوژۍ او وسایلو په زیاتوالي پورې اړه لري، بلکې د انسان د وجدان د بیدارۍ او ویښتوب سره تړلې.
تمدن هغه وخت د انسان تمدن دی چې علم یې د اخلاقو، ځواک یې د عدالت او عقل یې د وجدان سره یوځای وي!
دا چې د لوېدیځ تمدن علم ته وده ورکړه خو اخلاق یې کمزوري کړل، ځواک لري خو عدالت پکې نشته او عقل یې له وجدان څخه پردی کړ، دا پوښتنه رامخته کوي چې د لوېدیځ د تمدن د داسې بحران په وړاندې څه کول پکار دي؟
د لیکنې بله برخه د دې پوښتنې ځواب ته ځانګړې شوې ده.
يادوونه: دې لیکنه کې زما د یاددښتو تر څنګ د انټرنیټ له زیرمو هم ګټه اخیستل شوې
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۳۱ مه
د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او نظامي ــ سیاسي تجاوز ترمنځ تضاد /۲
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.