د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او نظامي ــ سیاسي تجاوز ترمنځ تضاد /۲

227

دوهمه برخه 

د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ د سمندرۍ اکتشافاتو دور، د لوېدیځ د تمدني او اقتصادي پراختیا پیل وو؛ خو هممهاله یې د استعماري سلطې بنسټ هم کېښود. د اسپانیې، پرتګال، هالنډ، فرانسې او انګلستان استعماري سیالیو د« تمدن د خپرولو» تر پوچ شعار لاندې د اسیا، افریقا او لاتین امریکا ولسونه د طبیعي زیرمو، کاري ځواک او عقیدې له پلوه وتروړل! 

د تمدن د خپرولو او رسولو « Civilizing Mission»، مفکوره د لوېدیځ د اخلاقي بر ترۍ او له نورو څخه د وحشت پر بنسټ ولاړه وه. دا هغه فکري منطق وو چې ادوارد سعید په ۱۹۷۸ م کې په خپل مشهور اثر« Orientalism»،کې روښانه کړ. 

لوېدیځ استعمار د علم، فلسفې او اخلاقو ژبه کاروله، خو موخه یې واک، شتمني او سلطه وه! په دې توګه علم، جغرافیه، تاریخ او انسان پوهنه د قدرت د خدمت وسېلې وګرځېدلې. پوهه له وجدان جلا شوه او تمدن د اخلاقو پرځای، د ګټې او تسلط بنسټ جوړشو. 

په شلمه پېړۍ کې د لوېدیځ د نظامي ځواک جوړښت له استعماري حاکمیت څخه د نړیوالو سیسټمونو بڼې ته واوښت. د لته د نظامي ــ اقتصادي کمپلس(Military–Industrial Complex)، مفکوره رامنځته شوه. 

دا کمپلکس د پوځ، وسلو شرکتونو او سیاسي پالیسۍ ترمنځ یو اقتصادي – سیاسي مثلث دی. د وسلو تولید، د جګړو دوام، او د نړیوالې ویرې اقتصاد، د دې مثلث د ګټو سرچینه جوړوي.د نوام چومسکي او جوزف سټیګلیتز څېړنې ښيي چې د امریکا نظامي بودیجه نه یوازې د دفاع لپاره نه ده، بلکې د نړیوال نفوذ د تثبیت یوه ستراتیژي ده. 

په همدې بنسټ، جګړه د لوېدیځ اقتصاد یوه «کارېدونکې وسیله» شوه. د عراق، افغانستان، ویتنام او اوس د منځني ختیځ شخړې د همدې جوړښت پایلې دي. دا وخت نظامي عملیات د بشري حقونو، امنیت او ترهګرۍ ضد شعارونو تر سیوري لاندې پر مخ ځي، خو موخې یې اقتصادي او جیوپوليټيکي دي! 

په فلسفي لحاظ، دا پدیده د عقل او قدرت د اړیکې له بحران څخه سرچینه اخلي. د میشل فوکو په وینا، «پوهه او قدرت یو له بله جلا نه دي». هره پوهه یو ډول سلطه زېږوي او هر قدرت د پوهې مشروعیت ته اړتیا لري. 

همدا منطق د لوېدیځ د سیاستونو فکري بنسټ شوعلمي پرمختګ د نظامي او فرهنګي برترۍ د سیاسي مشروعیت لپاره وکارول شو. د فوکو په اصطلاح دا د« Bio-power  »او Disciplinary Power  هغه سیستماتیک جوړښتونه دي چې د انسان د بدن، اقتصاد او ذهن ترمنځ تسلط رامنځته کوي. 

د هابرماس له نظره، دا د «ارتباطي عقل» زوال دی — کله چې عقل د تفاهم او انساني اړیکو پر ځای د کنټرول وسیله شي. د همدې زوال پایله دا شوه چې د تمدن د اخلاقو ژبه د سیاست د ګټې وسیله شوه. 

په معاصر لوېدیځ کې جګړه یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې یو اقتصادي سیستم دی. د وسلو تولید، د پوځي تړونونو پانګه، او د امنیتي تکنالوژۍ بازار د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري. 

په همدې حال کې د لوېدیځ د عامو وګړو د وجدان او مدني غږ ځواک د رسنیو، سیاسي تبلیغاتو او مصرفي فرهنګ له لارې بې ‌اغېزې شوی. د جان ګرې او زګمونډ بومن په وینا، د معاصر انسان د اخلاقو او سیاست ترمنځ واټن دومره پراخ شوی چې د تمدن د اخلاقي روح بېرته راژوندي کول یو له سترو اخلاقي چلینجونو څخه ګرځېدلی. 

نو دا پړاو د لوېدیځ تمدن د دوو متضادو څېرو څرګندونه کوي: 

یو خوا علم، هنر، او بشري وجدان؛ 

بلخوا سیاسي کنټرول، اقتصادي استثمار او نظامي مافیا. 

په اوسني لوېدیځ تمدن کې «عقل» د ټولو علمي، فلسفي او تخنیکي لاسته ‌راوړنو بنسټ ګڼل کېږي. خو فلسفي بحث دا دی چې همدغه عقل څنګه کولای شي هم د آزادۍ او هم د سلطې دواړو سرچینه وي؟ 

د مکس وېبراوهابرماس د نظریو له مخې، لوېدیځ تمدن د عقل د دوو بڼو ترمنځ ویشل شوی: 

ــ ارزښتي عقل « Value Rationality»، هغه عقل چې موخه یې حقیقت، اخلاق او انسانیت وي. 

ــ وسیله محور عقل « Instrumental Rationality»، هغه عقل چې موخه یې موثریت، ګټه او کنترول دی. 

په منځنیو پېړیو کې عقل د اخلاقو او دین تر اغېز لاندې وو، خو د صنعتي انقلاب او علمي پرمختګ له دورې وروسته، عقل له اخلاقو څخه بېل شو. دا جلاوالی د تمدن د داخلي بحران سرچینه شوه. له همدې ځایه د علمي پرمختګ لوری، د وجدان له محور څخه د ګټې او تسلط محور ته واوښت. 

د میشل فوکو د «قدرت د میکانیزمونو» تیوري هم دا څرګندوي، هر علمي نظم (Episteme) د کنټرول یوه بڼه لري او د پوهې هر سیسټم د واک د مشروعیت یوه وسیله ګرځي. نو که تمدن یوازې د عقل د موثریت پر بنسټ بنا شي، بې له دې چې اخلاقي حدود ولري، پایله یې د وسایلو تمدن دی، نه د انسان تمدن! 

بلخوا د لوېدیځ تمدن په فلسفي تاریخ کې یو بنسټیز تضاد دا دی چې اخلاق د فردي وجدان برخه بلل شوې، خو قدرت د ټولنیز سیستم برخه ګرځېدلې. 

د کانت له نظره، اخلاق باید «خپلواکه»وي؛ یعنې انسان باید د خپل وجدان د قانون تابع وي، نه د بهرني زور. خو د سیاسي واقعیتونو له مخې دولتونه د امنیت، ګټې او نفوذ په نوم له همدې اخلاقو سرغړونه کوي. 

د همدې تضاد یوه ژوره بڼه د شلمې پېړۍ په فلسفه کې راڅرګنده شوه. د هانا ارنت په وینا، د مدرن نظامونو تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې خلک د سیستم په دننه کې «اخلاقي بې‌مسوولیته کارکوونکي» ګرځي. د فوکو په تعبیر، انسان د «سیسټم د ماشین پر پرزه» بدلېږي. 

نو د تمدن د پرمختګ تر شا دا پوښتنه ولاړه ده: 

ایا هغه انسان چې د ټکنالوژۍ له لارې د فضا، جین او انرژۍ واک لري، لا هم د اخلاقو تابع دی که د ځواک غلام شوی؟ 

په ټولنیزه کچه، د لوېدیځ ولسونه د خپل تمدن له سیاسي او نظامي ماشین سره په یوه پټه شخړه او جګړه کې دي. عام وګړي د بشري حقونو، ازادۍ او عدالت غوښتونکي دي؛ خو د دولتي – صنعتي جوړښت له لارې د جګړې، مصرف، او سلطې په سیاستونو کې ښکېل دي! 

د زګمونډ بومن په وینا، دا د«مايع مدرنیزم» پدیده ده: داسې ټولنه چې هلته اخلاق، ارزښتونه او وجدان د بازار او مصرف له منطق سره یو ځای له منځه ځي. 

په دې توګه د تمدن اخلاقي روح، د مادي رفاه او تخنیکي اسانتیاوو تر سیوري لاندې پټ شوی. د علم، اقتصاد، او سیاست ترمنځ اړیکې د انسان له وجدان نه جلا شوې. دا بېلتون د تمدن د دروني زوال نښه ده. 

په فلسفي تعبیر، د معاصر تمدن تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې سیسټم د انسان پر ځای، هدف شوی.د تکنالوژۍ، اقتصاد، او سیاست ماشین د انساني ارزښتونو ځای نیولی. 

هربرټ مارکوز دا وضعیت د یو اړخیز انسان، (One-Dimensional Man) په نوم تشریح کوي: داسې انسان چې فکر، اړتیاوې او احساسات یې ټول د سیستم له منطق سره سم عیار شوي دي. 

نو تمدن که هر څومره پرمختللی شي؛ خو که د اخلاقو، هنر او وجدان له ځواکه خالي وي، نو په باطن کې د زوال په لور روان دی. 

علم بې له اخلاقه، تمدن بې له انسانه او عقل بې له وجدانه یوازې خطرناک نه، بلکې ځان تباکوونکي واقع کېږي! 

تمدن د عقل او اخلاقو د یووالي په نوم وزېږېد؛ خو د قدرت، ګټې او سلطې له امله د همدې یووالي له منځه تلو ته روان شو! 

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۹ مه 

پاتې لري 

سرلوڅ مرادزی 

د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او د نظامي ــ سیاسي تیري ترمنځ تضاد /۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.