د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او د نظامي ــ سیاسي تیري ترمنځ تضاد /۱

66

د بشري تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو د ودې او زاوال تر ټولو ستره معما دا ده چې څنګه یوخوا انسان د پوهې، عقل او د وجدان د ویښتیا لوړو څوکو ته رسېږي خو بلخوا د زور، تاوتریخوالي او استثمار وسایل پیاوړي کوي. داسې تضاد په ځانګړې ډول د لوېدیځ د ننني تمدن په دننه کې څرګند دی چې د پوهې، فلسفي او تخنیکي بریاوو تر څنګ نظامي تیريو، سیاسي استثمار، نړیوالو جګړو او د ولسونو لوټ ته لاس اوږدوي! 

لوېدیځ تمدن د روشنیزم (رسانس) له دورې راوروسته د پوهې، ازاد فکر، د ښځو او په ټوله کې د انساني حقوقو د پیاوړتیا په برخه کې بېسارې بریاوې تر لاسه کړې. د ګالېلیو، نیوټن، کانت، تولستوی، روسو، هیوم او نورو فکري مکتبونو د عقلانیت او بشري کرامت بنسټونه ټینګ کړل. د روشنیزم مفکوره د عقل او ازاد انسان پر فلسفې بنسټ بنا شوه. دغه فلسفې وروسته د دیموکراسۍ، فردي ازادۍ او د قانون حاکمیت ته لار هواره کړه. علمي پرمختګونو، د پوهې ازاد جریان او د علم ــ صنعت همږغۍ د لوېدیځ تمدن مادي او تخنیکي ځواک ته وده ورکړه. خو د همدې تمدن په سیوري کې یو بل متضاد بهیر هم وده وکړه ــ د سیاسي قدرت، استعماري ګټو او د نظامي صنعت مافیایې جوړښت بهیر! 

د ۱۶ مې پېړۍ له استعماري سیالیو څخه تر شلمې پېړۍ، د نړیوالو جګړو او ترې راوروسته د نړیوالو پوځي تړونونو په اډانه کې، لوېدیځو ځواکونو د علم او تکنالوژۍ بریاوې د خپل واکمنۍ، کنترول او اقتصادي استثمارد وسیلو پتوګه وکارولې. د امریکا پخواني ولسمشر ایزنهاور دا وضعیت د «Military–Industrial Complex » په نوم یاد کړــ داسې یو خطرناک جوړښت چې د وسلو تولید، د جګړې سیاست او د اقتصادي ګټو یو مافیایې مثلث جوړوي. 

په دې تضاد کې د نوام چومسکي، ادوارد سعید، ایمانوئل والرستین او جوزف سټیګلیتز په څېر، مفکرانو دا پوښتنه مطرح کړه : ایا لوېدیځ تمدن نورکولای شي د علم او اخلاقو ترمنځ توازن وساتي، که تمدني پرمختګ خپله د سلطې سرچینه ګرځي؟ د دوی د څېړنو له مخې، لوېدیځ تمدن د علمي او اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ د بشر د ودې بنیاد کېښود؛ خو د سیاسي ــ اقتصادي جوړښتونو د انحصار له کبله یې خپل انساني ماهیت له لاسه ورکړ! 

نن د لوېدیځ د سیاسي ــ نظامي ځواک او د مدني ــ تمدني لاسته راوړنو ترمنځ یو داسې تضاد رامنځته شوی او مخ پر وده دی چې د نړۍ د ډېرو فکري شخړو بنسټ جوړوي. 

اوس دا پوښتنه رامنځته کېږي څنګه او ولې د لوېدیځ علمي ــ فرهنګي پرمختګ او د هغه د نظامي ــ سیاسي جوړښت ترمنځ تضاد راوټوکید او دا تضاد د راتلونکي تمدن لپاره څه معنا لري؟ 

د منځنیو پېړیو له اوږدې فکري تیارو وروسته، د اروپا د رسانس دورې(۱۴مه ــ ۱۶مه پېړۍ) د انسان د فکر او تخیل دروازې پرانیستې. د انسان په اړه د«مقدس او ګناهګار مخلوق»له تصور نه، د «خلاق، پوه او ازاد موجود» تصور ته بدلون راغی. د ګالېلیو، کوپرنیکس، ایراسموس او د نورو څېړنو د علم او دین د مطلق تضاد تصور کمزوری کړ او د تجربوي عقل بنسټ یې کېښود. رسانس د انسان د ځان پېژندنې، د طبیعت د پوهې او د وجدان د ازادۍ د مفکورې پیلامه وه. دا فکري بیداري وروسته د علمي انقلاب لپاره زمینه برابره کړه. داسې انقلاب چې د نیوټن، بیکن، ډیکارټ او کیپلر په څېر پوهانو د تجربې، عقل او طبیعي نظم پر بنسټ د علمي میتود فلسفه رامنځته کړه.دا د لوېدیځ تمدن د علمي بنسټ لومړۍ ستنه وه.« Knowledge as power, and power as responsibility» یعنې پوهه یوازې د تسلط وسیله نه ده، بلکې د انسان د وجدان د مسوولیت یوه بڼه ده. 

د ۱۷ او ۱۸ مې پېړۍ روشنیزم د لوېدیځ تمدن دوهم پړاو وو. دا یو فکري او اخلاقي خوځښت وو چې د عقل او بشري وجدان د مرکزیت نظریه یې وړاندې کړه. د ایمانویل کانت مشهوره جمله: 

« Sapere aude»جرائت وکړه چې فکر وکړي. د دې دورې شعار شو. 

کانت، روسو، جان لاک، او هیوم باور درلود چې د انسان کرامت له فطري عقل او اخلاقي ازادۍ سره تړلی دی. د هغوی د فکر بنسټ دا و چې ټولنیز نظم باید د اخلاق، قانون، او انساني وجدان پر بنسټ ولاړ وي، نه د سلطې او زور پر بنسټ. د دې مفکورې له امله د لوېدیځ په ټولنو کې د دموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت نظریې وده وکړهپه همدې دوره کې د جان سټوارټ مل او منتسکیو کارونو د ازادۍ، مسؤلیت او حکومتولۍ د فلسفې بنسټونه ټینګ کړل. دا د تمدن هغه مرحله وه چې علمي پوهه د انسان د خیر او نیکمرغۍ لپاره یو اخلاقي رسالت ګڼل کېده، نه د قدرت وسیله. 

د نولسمې او شلمې پېړۍ له علمي انقلاب سره، د صنعت، ټکنالوژۍ، او ساینس د ودې سرعت بې‌ساری شو. د بریښنا، فزیک، طب، او کیمیا د لاسته راوړنو له برکته د ژوند د معیارونو په ټولو برخو کې مثبت بدلون راغی.
په دې دوره کې علم د انسان د ژوند د کیفیت د ښوالي او د ټولنیز عدالت د رامنځته کولو وسیله وبلل شو. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (۱۹۴۸) او د ملګرو ملتونو د انساني پرمختګ بنسټونه، د همدې تمدني روح د څرګندونو څخه دي. 

خو د دې پرمختګ تر شا یو پټه اخلاقي اندېښنه هم شته: کله چې علمي ځواک د اقتصادي ګټو، سیاسي نفوذ او نظامي ستراتېژیو د خدمت وسیله شي، نو تمدن خپله انساني فلسفه له لاسه ورکوي. دا همغه تضاد دی چې د معاصر لوېدیځ تمدن په زړه کې یې ورو ورو وده وکړه. 

دلته په فلسفي لحاظ، د لوېدیځ تمدن د علمي پرمختګ اساس د «اخلاقو او عقل» د یووالي په تصور ولاړ وو. کانت دا د «اخلاقو سلطنت» وباله، چېرې چې انسان د هدف په توګه ارزښت لري، نه د وسیلې په توګه. خو وروسته د صنعتي انقلاب او اقتصادي سیالیو له امله دا فلسفي روح کمزوری شو.
په شلمه پېړۍ کې د ماکس وېبر او هابرماس نظریو وښودله چې د «عقلاني مدرنیزم» له پرمختګ سره یو ډول «وسیله‌ محور عقلانیت» هم پیدا شو – داسې عقل چې هدف یې نه حقیقت دی، نه اخلاق، بلکې موثریت، کنټرول، او ګټه ده! 

په دې اخلاقي او فلسفي کمزورتیا کې د لوېدیځ تمدن هغه سیاسي – نظامي جوړښتونه راپیدا شول چې علم یې د سلطې، اقتصاد یې د استثمار او سیاست یې د واک د دوام وسیله وګرځاوه! 

بله برخه لري. 

یادوونه: 

په لیکنه کې زما له یادښتونو او د انټرنیټ له زیرمو ګټه اخیستل شوې. 

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۸ مه 

پاکستان کې د پوځ واک: دایمي امنیت که سیاسي انحصار؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.