د پاکستان پر وړاندې لویې ننګونې

سیرت ځدراڼ

88

د پاکستان پر وړاندې لویې ننګونې:

له کورنيو پاڅونونو تر سيمه‌ييز سیالیو او د افغان طالبانو پيچلې معما!

پاکستان، يو اټومي ځواک چې په جيوپولټيکي لحاظ په يوه حساسه سيمه کې پروت دی، په اوسني پړاو کې د بې ساري کورنيو او بهرنيو ننګونو سره مخ دی. روان بحران د پاکستان سياسي ثبات، اقتصاد، او ملي امنيت ته جدي ننګونو سره مخ کړی دی!پاکستان تل پخپله خاوره کښې فراطي او مذهبي تندلار روزلي، یادو افراطي ډلو ته یې مالي او پوځي تجهیزات برابر کړی او بیا یې په افغانستان او سیمه کښې د خپلو ساسي اهدافو د لاسته راوړلو په پاره کارولي دي! مګر د پاکستان د شمو کړنو ترڅنګ مو کله هم فکر کړی چې پاکستان پخپله د کومو کورنیو او سیمه ییزو ننګونو سره دم ګړې لاس او ګریوان دی؟پدې مقاله ما هغه ټول اړخونه په تفصيل سره څیړل چې پاکستان ته یې دمګړۍ ستر سرخوږی جوړ کړی او پاکستان یې په داسي یو ناورین کښې راګیر کړی چې د ځان د خلاصون لاره ترې ورکه ده!
په پاکستان کښې روان اقتصادي ناورین
د بې ساري ګرانیۍ، بې روزګارۍ، د اسعارو بې ارزښتۍ او د بهرنیو پورونو پاکستان دم ګړۍ سترو اقتصادي ننګونو سره مخ کړی دي. پورته اقتصادي ننګونو د یاد هېواد ملي امنیت او ثبات د جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د اقتصادي فشارونو زیاتېدو د ولس د ژوند کیفیت په بې ساري توګه ټیټ کړی، چې د خوراکي توکو، انرژۍ او نورو بنسټیزو اړتیاوو پوره کول یې له لویو ستونزو سره مخ کړي دي. دا وضعیت په ټولنه کې د نا امیدۍ، غوسې او بې باورۍ احساس پیاوړی کړی دی، چې په پایله کې یې د ټولنیزو ناکراریو، لاریونونو او مدني سرغړونو ګواښونه مخ پر ډېرېدو دي. لکه څنګه چې تاریخ ښودلې، اقتصادي محرومیت او بې روزګاري د افراطي ډلو او جرمي فعالیتونو لپاره یو حاصلخیزه مځکه چمتو کوي، ځکه چې مایوسه ځوانان او بې وزله خلک د مالي ګټو او یا د بې عدالتیو په وړاندې د غبرګون په توګه په اسانۍ سره د افراطي ډلو په دام کې راګیر کېدای شي. سیاسي بې ثباتي او د حکومت پر وړتیا او مشروعیت باندې بې باوري هم د دې ناورین له مهمو پایلو څخه ده. ضعیف اقتصادي بنسټونه د دولت په وړتیا کښې چې بنسټیز خدمات وړاندې کړي، قانون پلي کړي او د خپلو اتباعو ساتنه وکړي، خنډ رامنځته کړی دی، چې په پایله کې ددې هېواد حاکمیت او امنیت له خطر سره مخ کړی دی.د پاکستان اوسنی اقتصادي ناورین یوازې یو مالي بحران نه دی، بلکې یو څو اړخیزه ننګونه ده چې د ملي ثبات ټول بنسټیز اړخونه یې د ستر ګواښ سره مخ کړي دي!
د پاکستان د پوځ او ملکي سیاستوالو ترمنځ د سیاسي واک پر سر روان کړکیچ
د پاکستان په سیاسي منظر کې د پوځ او منتخب سیاستوالو ترمنځ د واک او نفوذ کشمکش یوه اوږده او پېچلې مسله ده چې د پاکستان له جوړښت راهیسې یې د یاد هېواد په کورنیو او بهرنیو چارو کې ژورې اغیزې پرېیښي دي. د پاکستان پوځ په پرله پسې توګه د هېواد په اساسي پریکړو کې مرکزي رول لوبولی، چې څو ځله یې پوځي جنرالان د پوځي کودتاوو له لیارې سیاسي هم برمته کړی او یا یې د منتخبو حکومتونو د کمزوري کولو په برخه کښې د پردې تر شا نفوذ کارولی دی. دا نفوذ یوازې په دفاعي او امنیتي پالیسیو پورې محدود نه دی، بلکې په بهرنیو اړیکو، اقتصاد، او حتی د قضایي او رسنیزو بنسټونو په چارو کښې هم څرګندیږي. د دغه عمل په پایله کې د ملکي حکومتونو واک کمزوری شوی او د ډیموکراسۍ ریښې یې له کمزورتیا سره مخ کړې دي، چې سیاسي بې ثباتي، د پالیسیو پرله پسې بدلونونه، او د ولسي ارادې د بشپړې تمثیل نه شتون یې له عمده پایلو څخه دي. که څه هم وخت په وخت ملکي مشرانو، لکه عمران خان او نورو هڅه کړې چې خپل واک ټینګ او د پوځ له نفوذ راکم کړي، خو دا هڅې اکثراً له لویو خنډونو او مقاومت سره مخ شوي دي. دا وضعیت نه یوازې د یاد هېواد په پرمختګ او ثبات منفي اغېزه کړې دي، بلکې د یو ریښتیني ډیموکراتیک نظام د رامنځته کېدو لپاره هم یوه جدي ننګونه ده. خپله د پاکستان پوځ ددې هیواد د کورنی، امنیت، دیموکراسۍ، او اقتصادي ثبات په پاره یوه ستره ننګونه ده!
بلوڅ بیلتونپال خوځښتونه
بي ايل اې (BLA) او نور بلوڅ بيالتونپال خوځښتونه لکه بلوڅ لېبرېشن فرنټ (BLF) د پاکستان د پوځ او دولت لپاره يو له سترو او پېچلو امنيتي ننګونو څخه دي. دا خوځښتونه، چې ريښې يې د بلوچستان د تاريخي مظالمو سيمو سرچینه اخلې، د ملتپالنې په احساس د بلوچستان د خپلواکۍ په پاره د پاکستان د فوځ او جابر نظام پر وړاندې وسله‌وال مبارزه کا. دوي په بلوچستان کښې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو، دولتي تاسيساتو، چينايي ګټو او د سي پي ای سي (CPEC) پر پروژو په منظم ډول بريدونه، بمي چاودنې، او هدفي وژنې ترسره کوي، چې دا کړنې نه يوازې د پاکستان داخلي ثبات ګواښي، بلکې د دې هيواد پر اقتصاد او نړیوال انځور هم منفي اغېزه ګړي دي. د پاکستان پوځ په کراتو په بلوچستان پراخ پوځي عمليات ترسره کړي دی، مګر بيا هم د دې بيالتونپالو خوځښتونو په بشپړ له منځه وړلو کښې پاتې راغلی دی، چې لامل يې د بلوچستان سخته جغرافیه، یادو ازادی غوښتونکي څخه ځايي ولس ملاتړ، او د چريکي جګړې تاکتيکونه دي. په لنډه توګه، د بلوچ بيالتونپالو ننګونه يوه پېچلې سياسي، اقتصادي او امنيتي مسله ده چې ژورې ريښې لري او د پاکستان لپاره يې سمدستي او اسانه حل لاره نه ښکاري.
TTP ټي ټي پي
ټي ټي پي د پاکستان لپاره یو له سترو ګواښونو بلل کیږي، چې د پاکستان د پوځ، داخلي ثبات، اقتصادي پرمختګ او داخلي امنیت یې په جدي توګه ګواښلی دی. دغه ډله د یوې بنسټپالې ایډیالوژۍ پر بنسټ په پاکستان کښې د اسلامي شریعت په بشپړه توګه تطبیقول غواړي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالي او د پاکستان پر پوځي اهدافو وسله والو بریدونو کوي. ټي ټي پي وسله وال، د پاکستاني پوځي چوڼیو، پوځي کاروانونو او پوځي چارواکو بریدونه ترسره کوي. د ټي ټي پي په روانو بریدونو او جګړو کښې پاکستاني سرتېرو ته ستره درنې مرګ ژوبلې اوښتې. د ټي ټي پي روانو بریدونو د پاکستان د پوځ مورال کمزوری کړی او د یاد هیواد دفاعي وړتیا یې د لوي ناورین سره مخ کړې ده. ټي ټي پي د پاکستان، سیاسي او اقتصادي ثبات پر وړاندی یو ستر ګواښ دی او د پاکستان پوځ او امنیتي چارواکي د ټي ټي پي په له منځه وړلو کښې پاتي راغلي دي!
د هند سره سیمه ایزه سیالې او جګړه
پاکستان د هند سره په هیڅ صورت سیالي نه شي کولی. د هند سره د هر ډول جګړه به پاکستان د لا نورو کورنیو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګوونو سره مخ کړی. د هند ستر نړیوال نفوذ او د هغې د ستراتیژیکو ملګرتیاو له امله، پاکستان به د نړیوالو اړیکو په برخه کې زیاته ستونزه وګوري. همدارنګه د جګړې په حالت کې، د پاکستان حکومت به د خپلو اتباعو د ساتنې او د هیواد د اقتصادي ثبات تضمینولو لپاره له سترو فشارونو سره مخ شي. دا به د واکمنۍ په چارو کې پاکستان ته نورې ننګونه رامنځته کړي. د هند سره په هره جګړه کښې پاکستان تل ماتې خوړلې او د هند سره به په هره احتمالې جګړه کښې پاکستان د ستره ماتې سره مخ شي. همدارنګه، پاکستان پدې ښه پوهیږي چې، د هند سره د احتمالې جګړه به پاکستان کښې د کورنی تاوتریخوالی، تروریزم، مذهبي افراطیت، د ټي ټي پي، او بلڅو بیلتونپالو ګواښونه نور هم زیات کړي!
د طالب سره جګړه
دا یو روڼ حقیقت دی طالبان په پاکستان کښې پالل شوي او روزل شوي دي! د پاکستان پوځ او څارګرو شبکو په مرسته د طالب جنګیالیو پر وړاندې د پاکستان دیني مدرسو دروازې تل پرانیستې وې! پاکستان تل د افغانستان خاوره د خپلو سیمه ییزو موخو په پاره د افراطیت په جګړو بدله کړې ده او تل په افغانستان د جګړو اور ته لمن وهي. که څه هم د طالبانو ډېری مشران مسلکي زده کړې نه لري، خو د چریکې جګړو پوځي مهارتونه یې د پامه غورځولو نه دي پکار. طالبان د پاکستان د پوځ لخوا په ټولو چریکې او افراطي مهارتونو په برخو کښې روزل شوي ، چې د پاکستان د پوځي تاسیساتو لخوا د یوې پراکسي قوې په توګه په ستراتیژیک بصیرت او تاکتیکي مهارت سره فعالیت په سیمه کښې فعالیتوکا. د پاکستان په پاره اوسنۍ لوی تناقض او ننګونه په دې کې ده چې د پاکستان پوځ له داسې یوې ډلې سره مخامخ دی چې پخپله یې په دقت سره روزلې ده. د طالبانو د پاکستاني پوځي اصولو، ارتباطي پروتوکولونو، زیانونو، او عملیاتي میتودولوژیو په اړه ژوره پوهې، د پاکستان د پوځي ستراتیژیکو څیړونکو په پاره یو بې ساري ستراتیژیک چیلنج رامنځته کړی. د پاکستان او د دې هېواد د پوځ لپاره، له داسې یوه ډېر نږدې آشنا، خو دښمنانه بنسټ سره په جګړه کې ښکیلتیا یوازې د سرحدونو شخړه نه ده؛ بلکې دا یو خورا ژور داخلي امنیتي ګواښ دی چې د دې هېواد د پوځي ستراتیژۍ او ملي ثبات اساسات له سترو ننګونو سره مخ کړي دي!
پاکستان دمګړۍ، د لويو ننګونو سره مخ دی! پاکستان د یو سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی، چې د انفلاسیون، بې روزګارۍ، او بهرنیو پورونو له امله د خلکو ژوند لا پسې سخت شوی دی. همدارنګه، د پاکستان د پوځ او ملکي سیاستوالو ترمنځ د سیاسي واک پر سر روانه جګړه او بې باوري د هېواد سیاسي لیدلوری لا مبهم او بې ثباته کړی دی. په بلوچستان کې د بیلتونپالو ډلو لخوا بریدونه او وسله وال مقاومت د سیمې امنیت ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي. تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو ځل بیا په یاد هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي، چې په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان ځواکونو ته لوي ځاني او مالي تلفات اړولي دي! له هند سره د کشمیر پر سر روانه اوږده جګړه او سیمه ایزه سیالي د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ اړیکې ترينګلې ساتلې، چې د سیمې امنیت هم ورسره اغیزمن شوی دی. د افغانستان د طالبانو حکومت سره د ډیورنډ کرښې پر سر لانجې، د پاکستان په خاوره کې د TTP پټنځایونو او بریدونو په اړه د نظر اختلاف، او د سرحدي تاوتریخوالي پېښه هم د پاکستان لپاره یوه بله ستره ننګونه بلل کیږي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.