د لوراند او بښاند څښتن په نامه
کله چې د اسلام کلمه په اسلامي چارواکو، اسلامي تاريخ او د عالمانو په ليکنو او ويناوو کې کارول کيږي، تل په يوه معنی/مفهوم نه کارول کيږي. هغه عام خلک چې له دې حقيقت څخه خبر نه دي د ګډوډۍ بلهاري کيږي، او له همدې امله ناسم پوهاوی او ډېرې غلط فهمۍ رامينځته کيږي. چېرې چې يو ډول بيان شوی، دوی د بل ډول ځانګړتياوې لټوي، او چېرې چې دوهم ډول ذکر شوی، دوی د لومړي ډول احکام صادرول پيل کوي.
له دې لنډې سريزې وروسته، دا وړاندې کيږي چې په اصل کې دوه ډوله اسلام شتون لري:
لومړی ډول:
لومړی ډول رښتينی اسلام دی، دا هغه اسلام دی چې خدای پاک له خپلو بندګانو نه/څخه غوښتنه کړې ده، چې په اړه يې په قرآن کريم کې ويل شوي: “په حقيقت کې، له الله پاک سره دين د اسلام دی.” رښتينی اسلام او ايمان يو له بله نه جلا کېدونکي دي. ايمان د ((پوهې)) او ((عقل)) سره تړاو لري. له هغې وروسته، ((ايمان)) زړه ته ننوځي، چې په پايله کې ((زړه)) د خدای په وړاندې سر ټيټوي. د زړه دې رکوع ته ((اسلام)) ويل کيږي. کله چې زړه مسلمان شي، نو ټولو ارګانونو ته د خدای د ((عبادت)) او ((اطاعت)) امر کوي. له دې اسلام څخه، ټولې پنځه ستنې/ارکان راپورته کيږي: دوه شهادتونه په ژبه ويل کيږي، لمونځونه کيږي، زکات ورکول کيږي، روژه نيول کيږي او حج کيږي. او که ايمان نه وي، نو د پنځو ستنو/رکنونو عمل به رښتينی اسلام نه ګڼل کيږي.
رښتينی اسلام د جنت او خدای ته د نژدېوالي ژمنه کوي. د هغې درجې بې شمېره دي. لوړه رتبه/مرتبه د پېغمبرانو ده. دا هغه اسلام دی چې حضرت ابراهيم عليه السلام خپلو اولادونو ته وصيت کړی وو.
د اسلام دا ډول يوازې خدای ته پېژندل کيږي، ځکه چې هغه د ذهن او زړه له حالت څخه خبر دی. د دې د ازموينې معيار بندګانو ته نه دی ورکړل شوی. د قيامت پر ورځ به، له هر شخص سره په فردي ډول حساب (قضاوت) شي. ډلو/فرقو ته منسوبول به هلته هېڅ ګټه ونه لري. په هغو کسانو کې چې دا اسلام به په بشپړه توګه ومني، ځينې به حنفي وي، ځينې به مالکي وي، ځينې به اهل حديث وي، ځينې به سلفي وي، ځينې به بريلوي وي، او ځينې به د کومې بلې ډلې (فرقې) وي. په هره توګه، د دې ډلو (فرقو) يوه لويه ډله به دا اسلام په بشپړه توګه ونه مني. دا چې، رښتينی اسلام يوې ډلې يا فرقې ته منسوب نه دی.
دوهم ډول:
دوهم ډول ظاهري اسلام دی، په دې نړۍ کې مسلمانان او غير مسلمانان دواړه څنګ په څنګ ژوند کوي، د مسلمانانو او غير مسلمانانو ترمينځ د تعامل ډولونه توپير لري. موږ څنګه پوهېږو چې څوک مسلمان دی او څوک مسلمان نه دی؟
رښتينی اسلام معيار نشي کېدی، ځکه چې دا د ((ذهن)) او ((زړه)) سره تړاو لري، او يوازې الله تعالی د ذهن او زړه پر شرايطو پوهيږي. له همدې امله ظاهري شيان د اسلام سمبول ګرځېدلي دي، دا سمبولونه د دنيوي تعامل لپاره دي. دا اړينه نه ده هغه څوک چې موږ ورسره په دې نړۍ کې معامله کوو په آخرت کې مسلمان وي، ډېری خلک چې ظاهري مسلمانان دي منافق کېدی هم شي.
دا ظاهري نښې د وخت او ځای سره بدليږي، مګر ځينې نښې تلپاتې دي، لکه لمونځ، اذان، د کلمې لوستل، د حلالو خوړو خوړل، د نارينه وو لپاره سنت کول، د پېغمبرانو درناوی او داسې نور.
د دې ظاهري نښو د هرې نښې پلټنه کول اړين نه دي، مګر که څوک يو څو نښې ولري چې د هغه د مسلمان کېدو ښوونه کوي، نو له هغه سره بايد د مسلمان په توګه سلوک (رويه) وشي. د مثال په توګه، په هغه وخت کې چې ډېری مسلمانان لمونځ نه کوي، موږ لاهم د نورو نښو پر بنسټ دوی مسلمانان ګڼو، له دوی سره واده کوو، او د دوی ذبح شوي څاروي خورو، که څه هم لمونځ د اسلام تر ټولو لويه نښه ده، او په حقيقت کې، په ځينو احاديثو کې، لمونځ نه کول کفر اعلان شوی دی.
د لمانځه مثال دا روښانه کوي چې د هرې نښې پلټنه کول اړين نه دي، مګر ځينې نښې کافي دي، حتی که دا عام وي. کله چې د دې نښو څخه ځينې په يو چا کې وموندل شي، نو يو مسلمان به ورسره معامله وکړي، د هغه د جنازې لمونځ به وشي، د هغه لپاره به بښنه وغوښتل شي، هغه به له غيبت او زيان څخه خوندي شي، په بل عبارت، هغه به د مسلمانانو ټول حقوق ترلاسه کړي.
دا نښې، لکه د رښتيني اسلام، د اسلامي ټولنې او دود له حدودو څخه بهر ځي. پر موږ واجب/لازم ده چې مسلمانانو ته درناوی وکړو، پرته له دې چې دوی په کوم مذهب يا ټولنې پورې اړه ولري. د اسلامي ټولنې او دود يوازې د اداري چارو پورې اړه لري.
هېڅوک د رښتيني اسلام سند نه لري:
الله تعالی به د وحيې له لارې پېغمبرانو عليهم الصلام والسلام ته د ځينو خلکو په اړه جنت ته د ننوتلو په اړه خبر ورکاوه. له پېغمبرانو عليهم الصلاة والسلام وروسته، الله تعالی دا پوهه هېچا ته نه ده ورکړې. اوس، هېڅوک نشي کولی چې د چا په اړه ووايی چې هغه په جنت کې دی يا د الله تعالی په منل شوي دربار کې. تر ټولو ډېر څه چې موږ يې ويلای شو دا دي چې موږ پلانی کس داسې ګڼو. البته، علم يوازې د خدای پورې اړه لري.
د ځان په اړه د نفاق وېره:
د رښتيني اسلام معيار خورا لوړ دی. له همدې امله، هرڅومره چې يو څوک خدای ته نږدې وي، هومره به د ځان په اړه وېره ولري، ايا هغه منافق دی. دا وېره د سمې لارښوونې خليفه ګانو، پاکو مېرمنو او په عمومي توګه صالحانو له خوا احساس شوې وه. امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب “الجامع الصحيح“، کتاب الايمان کې د حضرت حسن بصري رحمه الله دا وينا نقل کړې ده:
((… ما خافه اِلَّا مؤمنٌ ولا أمنه اِلَّا منافقٌ)).
هېڅوک له نفاق – نه وېريږي، مګر مؤمن، او هېڅوک له نفاق نه خوندي / بچ نه دي، مګر منافق” يعني، يوازې مؤمن – له نفاق نه – وېريږي، او يوازې منافق – له نفاق نه – بچ/خوندي دی.
د نورو په اړه د پرېکنده پرېکړې کولو پر ځای، مؤمنان خپل ځانونه ملامتوي.
مؤمنان پر نورو د قاطع حکم يا په نورو ټکو د په زغرده حکم پرځای خپل ځانونه پړه بولي.
په درنښت
ژباړه : سيد هاشمي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.