دور بابا

ډاکټر محمد اکرم ندوي

144

په اسلام کې د دين او نړۍ يووالی له داسې فلسفي شاليد او انګله تشريح شوی چې دين او نړۍ د يو بل مخالف نه، بلکې د يو بل ضامن او ملاتړي دي

د ښځو/نجونو زده کړه نه يوازې يوه ټولنيزه اړتيا ده، بلکې يوه مذهبي او اخلاقي دنده هم ده. د افغانستان د پرمختګ، سولې او ثبات لپاره، دا اړينه ده چې حکومت، ټولنه او اکاډميک (علمي) کړۍ ټول دا وپېژني او په ګډه چټک عملي ګامونه پورته کړي

افغانستان له تاريخي، کلتوري او نظامي اړخه يو غني ملت وو او دی، خو له تعليمي اړخه ورته په کار ده چې د خپل تېر تاريخي، کلتوري ا و نظامي برياو او غښتلتياو ته په کتو په کار ده چې د وخت لومړيتوبونو او نزاکتونو په پام کې نيولو سره پخپلو کې سره جرګه او کښېني. يو بل وزغمي او ځانته يو غښتلی خپلواک او پرځان بسايا – عادلانه او رغنده ښوونيز سيستم رامينځته کړي چې عصري او اسلامي دواړه زده کړې سره په سمه توګه راخپلې کړي. د افغان ملت د نجات يوازېنۍ لار رغنده ښوونيز سيستم او دواړو زده کړو ته يو شان وده ورکول دي. هر هغه علم چې هغه د اسلام او د خلکو په ګټه وي هغه اړين دی.

بسم الله الرحمن الرحيم

د نړۍ تر ټولو لوی تعليمي ادارې، اکسفورډ پوهنتون، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د راټولېدو په موخه يوه ډېره مهمه (معنی لرونکې) غونډه جوړه کړه. د افغانستان د کډوالو جرګې ((د هيلې غږ)) “اميد کی آواز” تر سرليک لاندې يوه ورځنۍ غونډه جوړه کړه، چې پکې له ټولې نړۍ څخه افغان عالمان، روڼ اندي، څېړونکي او روڼ اندي راټول شوي وو. دا غونډه نګه رسمي غونډه نه وه، بلکې د وېښونې (بيدارۍ) يوه فکري او فرهنګي ځلونه يعنې څرګندونه وه، چې په کې د افغانستان راتلونکې، پوهنيزه/علمي ځانبساينه ، او فرهنګي پرمختګ روح په کې منعکس شوی وو.

له نېکه مرغه زه هم بختور وم چې دې په غونډه کې، مهمه (کليدي) وينا وکړم. زما په تجربو او مشاهدو کې، ما په روښانه توګه وويل چې، ((که يو ملت ښځې په خپل ټولنيز ځان پرمختګ او ښه والي کې شاملې نه کړي، نو ګويا دا داسې ده لکه يو چا چې د خپل بدن (وجود) يو لاس تړلی وي. که چېرته ښځې او نارينه د پوهنې له سرچينې خړوبه شی، نو ټولنه يو توازن او برابري پيدا کوي. که يو څوک ترې بې برخې شي، پرمختګ (تمدن) نيمګړی دی))، چې جزئيات يې په بله ليکنه کې په بشپړه توګه راغلي دي.

د غونډې په دوران کې د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې، يو له محترمو پوهانو نه پوښتنه وکړه چې په هند کې ځينې ديني مدارس د ښځو د زده کړې (تحصيل) مخالف (پرضد) دي، او ښايي ورته اغېز يې په افغانستان کې هم ريښه نيولې وي. ما ورته وويل چې، ((دا اند/نظر (مفهوم) يو توهم دی يعنې يوه ذهني تشه (کمزورتيا) ده او هېڅ حقيقت نه لري. په حقيقت کې نن په هند کې، د ښځو زده کړه (تحصيل)، هغه که عصري وي يا مذهبي، په ډېرې چټکۍ سره وده کوي. مسلمانې ښځې/نجونې په ښوونځيو، کالېجونو، پوهنتونونو او ان تر دې چې په بهر کې هم په تعليمي ادارو کې د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کوي، بلکې، د عالمانو خپلې لوڼې هم په ښوونځيو او پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي، او دوی له خپلو علمي څېړنو سره د دين په خدمت کې بوختې دي.)).

که په افغانستان کې ځينې کړۍ د ښځو د زده کړې په اړه د هند د ځينو مدارسو د نظر ملاتړ کوي، نو دا د کمزورۍ نښه ده. له دې ټولو سره سره چې تاسې، د افغانستان په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي چارو کې، د دې مدارسو کې پيروي (تقليد) نه کوئ، نو ولې يې د زده کړې يعنې تعليم په برخه کې دا انحصار کوئ؟

د هماغه هندي مدارسو له فتواو سره سره چې عکس حرام بولي، د افغانستان دولتي دفترونه، تعليمي ادارې او رسنۍ ټولې له عکسونو ډکې دي. په حقيقت کې، هماغه علماء چې له دې ديني مدرسو سره تړاو لري خپلو انځورونو ته وده ورکوي، نو څنګه دا توجيه کېدای شي چې د يوې محدودې نظريې پر بنسټ د نفوس نيمايي برخه له زده کړې نه بې برخې شي؟.

ما دا هم وويل چې، ((د افغانستان هويت، د هغې علمي خپلواکي، او د هغې اسلامي شعور د بل هېواد د ښوونځي يا ادارې پور نه دی. دا هغه ځمکه ده چې په هند کې يې اسلام معرفي کړ.)) غرونو يې د ساينس او د جهاد غږونه اورېدلي دي، د هغې ځمکې علماوو او مجاهدينو امت ته روښانه کړې ده، نو بيا ولې دا هېواد د بل چا د تعليمي پاليسۍ تقليد کوي؟

تاسې پوهان، مفسرين، د حديث عالمان او مفکرين لرئ چې کولی شي د قرآن او سنت پر بنسټ يوه تعليمي پاليسي جوړه کړي چې د افغانستان د مزاج، تاريخ او اړتياو سره مطابقت ولري.

ما د قرآن او سنتو/حديثو په رڼا کې د ښځو/نجونو زده کړه او د تعليم حق د پوهې او اړتيا له مخې په ګوته کړ. ما ورته وويل چې رسول الله ﷺ د ښځو لپاره د ځانګړو زده کړو فرصتونه برابر کړي دي. د مؤمنانو ميندې د پوهې (علم) ښوونکې وې، او د هغوی شاګردانو هم د امت په علمي خزانو کې ارزښتناکه ونډه لرله. نو، که نن يو څوک/خلک يا يو ملت که  ښځې/نجونې له پوهې څخه بې برخې کړي، نو هغه/هغوی په حقيقت کې د پېغمبر (ص) له زده کړې (تعليم) او له پوهې سره دښمني کوي.

ښاغلي ندوي دېته ته هم اشاره وکړه چې، ((واذا الموءودة سئلت ؛ بأي ذنبٍ قتلت)) نجونې او ښځې له زده کړو منعه کول دا د دوی د استعدادونو او فکري ودې وژنه ده چې دا هغه وژنې ته ورته ده چې له اسلام مخکې د جهالت په دور کې وه او دا جهالت او سرتنبه ګي په هر چا کې شته. دا وژنه له هغې مخکې سره توپير لري هغه فزيکي ژوندۍ ښخونه وه، خو دا په ژوندون د هغوی د استعدادونو او فکري ودې وژنه ده چې دا له هغې سخته ده.

ښاغلي ندوي زياته کړه او د حاکم النسابوري (رح) خبره يې راوخېسته او ويې ويل، د دين څلورمه برخه يوازې موږ ته له ښځو رارسېدلې چې زموږ ټول زياتره فقهي مسايل د هغوی له لورې موږ ته روښانه شوي دي او پاتې په دريو برخو کې هم له موږ سره شريکې دي.

په ورته (عين) حال کې، يو افغان عالم (پوه) يوه ډېره عبرتناکه يعنې له پنده ډکه پېښه بيان کړه. هغه وويل چې له جلال آباد نه ليرې، هلته په يوې غرنۍ سيمه کې يو زيارت دی، چې خلک يې “دور بابا” بولي. خلک د خپلو هيلو او اړتياوو د لاسته راوړلو لپاره هلته ځي. يوه ورځ په جلال آباد کې، په يوه جومات کې له لمانځه وروسته، يو کس له چا وپوښتل، حضرت! دور بابا چېرته دی؟

يو چا ترې وپوښتل چې هلته څه کوې يعنې ولې هلته ځې؟

هغه ورته وويل، “زه غواړم چې هغه ته لاړ شم ترڅو خپله هيله پوره کړم.”

د دې خبرې په اورېدو سره، يو نېک (صالح) او عالم (پوه/هوښيار) کس ، په ډېر حکمت او کمال (هنر) سره ورته وويل،

ته د الله په کور کې يې، او الله تا ته له وريد [رګ] څخه نژدې دی، نو ولې غواړې چې خپل  “نژدې رب” پرېږدې او هلته ليرې “دور بابا” ته لاړ شې؟

ما اورېدونکيو ته وويل: دا پېښه زموږ فکري او رواني ناروغي را په ګوته کوي. موږ خپل رب “نژدې” وموند، مګر زموږ د خپل غفلت له امله، موږ هغه “ليرې” کړ. موږ واټنونه رامينځته کړل، او بيا مو د هغو واټنونو شاوخوا د عقيدې کلاګانې جوړې کړې چې دا زموږ د زوال لامل دی. موږ خپل رب هېر کړ، هغه چې زموږ له رګونو [وريدونو] موږ ته را نژدې دی، او د هغه پر ځای، موږ “دور بابا” ځانته رانژدې کړی دی.

ما وپوښتل او ورته مې وويل که تاسې غواړئ چې افغانستان خپل تاريخي او معنوي برم (عظمت) بيرته را ژوندی کړي، نو تاسې بايد له هر څه مخکې د “دور بابا” له خيالي (وهمي) تصوراتو ځانونه راوباسئ او خپل “نژدې رب” ته بيرته راشئ. خدای تعالی د پوهې سرچينه ده، هغه څوک دی چې ملتونو ته عزت ورکوي، هغه څوک دی چې د نارينه وو او ښځو دواړو لپاره يې د پوهې او لارښوونې دروازې تل پرانېستې دي.

اوس د افغانستان لپاره د دې وخت (شاڼس) رارسېدلی دی چې خپل تېر تاريخي او کلتوري وياړ بېرته راژوندی کړي، د خپلو پوهانو (عالمانو) او مفکرينو پر هڅو (هلوځلو) باور وکړي، او د قرآن و سنت پر بنسټ يو ښه عادلانه ښوونيز (تعليمي) سيستم رامينځته کړي چې د جوړښت له مخې د ايمان او عقل، تمدن او پرمختګ، ساينس، عمل او حکمت پر بنسټ ولاړ وي.

کله چې يو ملت له خپل خدای سره نژدې اړيکې ولري، نو په نړۍ کې هېېڅوک قوت يعنې زبرځواک نشي کولی چې هغوی د ځان غلامان کړي.

په درنښت

ژباړه: سيد هاشمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.