دکتور محمد اکرم ندوي: ايا د اجتهاد دروازه تړل شوې ده؟

ژباړه: سيد هاشمي

487

بسم الله الرحمن الرحيم

پوښتنه:

د افغانستان يو محترم عالم وپوښتل :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته..

محترم استاد،

زه يوه پوښتنه لرم. د پوهنتون ځېنو محصلينو پوښتنه وکړه چې ولې اجتهاد نشته، ولې يې دروازه تړلې ده؟

مهرباني وکړئ، زه په دې اړه يو معقول ځواب ته اړتيا لرم.

مفتي نور الرحمن عثماني، د افغانستان د خوست دارالعلوم د تعليم او تربيې رئيس.

ځواب:

زه ستاسې له پوښتنې څخه ډېر خوښ شوم. افغانستان، چې د خپل تاريخ له يوې نازکې مرحلې څخه تېريږي. د ښوونې او روزنې په برخه کې د ځان سم لوري بيولو ته ډېره زياته اړتيا لري. د ملتونو په ژوند کې ځينې پرېکړې خورا مهمې دي ان تر دې چې په دوی کې يوه وړه تېروتنه هم د يوې وحشتناکې پايلې لامل کيږي.

د پوښتنې اهميت ته په پام سره، هڅه به وشي چې د څو سرليکونو لاندې يې ځواب ووايو.

سريزه:

په اوسنيو شرايطو کې، دا د افغانستان د حکومت او ملت مسؤليت دی چې د تعليمي سيستم پالېسۍ د ټاکلو لپاره د اسلامي او غير اسلامي تعليمي مسلکي خلکو او متخصصينو سره سلا مشوره وکړي. د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو له تجربو څخه ګټه پورته کړي او يو متحد نصاب او نظام رامينځته کړي.

نظام /حکومت او ښوونيز نصاب

نظام (حکومت) او ښوونيز نصاب د دواړو ملتونو حق او د دواړو لپاره د ځان وژنې سره مترادف دي.

د پاکستان د بحران اصلي لامل د دوی د عالمانو تنګ نظري (لنډ انډي) ده. دوی دا غوره کړې چې ځانونه له سيکولر تعليمي سيستم څخه جلا کړي او ځانونه يې د مدرسو د زاړه نظام په حدودو کې را ايسار کړي دي. زه د دغسې يوې ګډوډۍ په حالت (مينځ) کې راګېر يم، چې په پايله کې يې د عصري او زړو طبقو ترمينځ، او د زړو طبقو د مختلفو مسلکونو ترمينځ شخړه شتون لري، چې په تلپاتې (دوامداره) توګه ملت په ټوټو وېشلو سره کمزوری کوي. په دې کې شک نشته چې د ملت بدبختي د هغو عالمانو له امله ده چې مسؤول دي، چې تاريخ به يې هېڅکله ونه بښي.

افغانستان بايد د پاکستان د قدمونو د تعقيب پر ځای يا په بله مانا افغانستان بايد د پاکستاني مدرسو د پيروئ پر ځای د ترکيې او نورو تعليمي پاليسي غوره کړي. د تعليم يو متحد سيستم او نصاب غوره کولو ته اړتيا ده چې د هېواد ټولې اړتياوې تضمين کړي او هېواد بايد د پرمختګ په لور روان کړي. . تعليمي ادارې د ساينس، تيکنالوژۍ، فلسفې، تاريخ، ادب او د دين ټولې برخې بايد پياوړې شي، او د خلکو د مذهبي اړتياوو د پوره کولو لپاره بايد د دوديزو مدرسو پر ځای په جوماتونو کې قرآن، حديث، فقه او روزنيزې حلقې جوړې شي.

ايا د اجتهاد دروازه تړل شوې ده؟

دا په دوديزو مدرسو او د هغوی د فارغينو په ژبه کې يو عام شوی دی چې “د اجتهاد دروازه تړل شوې ده.له بده مرغه، هرڅومره چې دا وينا په لوړ غږ ويل کيږي، هغومره بې اساسه، غلط او بېلارې کوونکی وي.

اجتهاد د هر ملت د علمي او عملي ژوند روح دی. په دې دين کې، پخپله، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا تاييد کړی دی. کله چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم  غوښتل چې معاذ يمن ته واستوي، هغه ته يې وويل :

که تاسې ته څه ستونزه پېښه شي، ته به څنګه پرېکړه کوې؟

هغه وويل :

زه به د الله د کتاب له مخې پرېکړه کوم.

 بيا ورته پېغمبر صلى الله عليه وسلم وويل :

که په هغې کې نه وه، نو بيا به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو له مخې به پرېکړه کوم.

بيا يې ورته وويل که هغه کې هم نه وه، نو بيا؟

معاذ ورته وويل بيا به پخپله رايه (خوښه) پرېکړه کوم، نو پېغمبر صلی الله عليه وسلم خپل لاس مبارک خپلې سينې مبارکې ته رانژدې کړ، خوشاله شو او د الله تعالی شکر يې اداء کړ چې د ده استازی د الله له استازي سره يو شانته برابر راغی چې زه پرې خوښ وم.

سُنن ابوداود : کتاب الأقضية، باب اجتهاد الرأی في القضاء).

له عمرو بن العاص نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دی: کله چې قاضي يو حکم کوي، نو هغه بايد خپله هڅه (اجتهاد) وکړي. که هغه سمه وه، نو الله به هغه ته دوه اجره ورکړي، او که سمه نه وه او تېروتنه يې پکې وکړه، نو الله به ورته يو اجر ورکړي.” (صحيح مسلم او نور)

په عام ډول مسلمانانو نژدې شاوخوا څلور سوه کاله اجتهاد کاوه يعنې هڅه يې کوله او په راتلونکو پېړيو کې مجتهدين راڅرګند شول، لکه امام ابن تيميه او شاه ولی الله دهلوي چې خدای دې پری رحم وکړي.

  • آيا څوک کولی شي هغه حکم باطل کړي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا صادر شوی وي، چې د تېرو غوره خلکو له خوا يې پيروي شوې وي، او د وروستيو وختونو علماوو او څېړونکو له خوا تصويب شوی وي؟
  • آيا دا ممکنه ده چې يو عالم د رسول الله صلی الله عليه وسلم تعليمات لغوه کړي؟

دا دومره بې پروايي ده چې ستاسې بدن لړزوي.

بالاخره، د اجتهاد دروازه چا تړلې ده؟

که هغه څوک چې دا بندوي، کټ مټ به کاپي وي، د هغه د بيان اعتبار څه دی؟ هغه بايد د خپل امام نظر وړاندې کړي، او هغه هېڅکله دا کار نشي کولی، ځکه چې ټول امامان د اجتهاد په حکم متفق دي.

او که هغه څوک چې دا بندوي مجتهد وي، نو دا څنګه ممکنه ده چې هغه دروازه چې هغه د ځان لپاره پرانېستې ده، هغه د نورو لپاره وتړي؟

دا د خپګان خبره ده چې اجتهاد (هڅې) او څېړنې پرېښوول شي او د نن ورځې د زده کړو د پيروۍ خوښي مسلمانان له علومو او هنرونو له پرمختګ څخه لېرې کړي دي. د تېرې پېړۍ تر ټولو لوی تعليم پوه، علامه شبلي نعماني، په ډېر درد سره ليکلي دي:

((دا معلومه نه ده چې د مسلمانانو په مينځ کې د دريو ښو ساعتونو څخه کوم يو تر ټولو برکتناک دی.))

د تقليد بنسټ زما په وجود کې کېښودل شو، او ان د هغه وخت د سلګونو زرو انقلابونو سره سره، د هغې اړيکې تر نن ورځې پورې کمزورې شوې نه دي. (مقالات شبلي ۳/۱۵۲). مولانا رومي د تقليد په اړه نور هم په زغرده وويل :

د خلکو تقليد د هغوی شهرت خراب کړ.

او، دوه سوه لعنتونه، بد تقليد!

له بده مرغه، هغه تقليد چې مولانا رومي پرې دوه سوه لعنتونه ويلي وو، هغه نن سبا د کمزورو او سستو خلکو عادت او عمل ګرځېدلی دی.

د اجتهاد ارزښت (اهميت) :

پوهه له تقليد، رکود او مرګ څخه پاکه ده، او هغه څه چې پوهه ترې پاکه ده د اوږدې مودې لپاره په مسلمانو ټولنو کې نفوذ لري. تقليد، رکود او مرګ مسلمانان له ډېرې مودې راهيسې شاته ساتلي دي، او دا رکود او زوال نه يوازې په مادي مسايلو او دنياوي علومو او هنرونو کې، بلکې په مذهبي مسايلو او ديني علومو او هنرونو کې هم راپاتې دی. افسوس، د وزير مقام داسې دی چې د عالمانو ټيټ ارمانونو دوی په تقليد او په وروسته والي (رکود) بسنه (قناعت) کړی دی.

په حقيقت کې، ځينې عالمان شته چې د تقليد لپاره په خپل شوق وياړي، او دود ته متوجه کېدل يو مهارت ګڼي. هغه څه چې ډېر ځورونکي دي هغه دا دي کله چې يو څوک پوهه او ځيرکتيا (بصيرت) ولري راڅرګند شي او په داسې ډول فکر وکړي چې له تقليد او رکود عام عمل، تنګ نظره (لنډ اندي) د هغه مخالفت کوي. دوی هغه خپل دښمن بولي، او پرته له زړورتيا، دوی تر ټولو بزدلانه هڅې کوي چې هغه خپلې کچې ته راټيټ (راکښته) کړي.

د نړۍ ملتونو ته وګورئ، د دوی زيار او ښه ښوونيز سيستم دوی چېرته رسولي دي. موږ مسلمانان، سره له دې چې دومره لوی شمېر لرو، دومره پراخې سيمې لرو او دومره سرچينې لرو، بيا هم په نورو پورې تړلي يو، او د پرمختګ په هره برخه کې موږ لا هم مبارزه کوو. زه مجبور يم چې له نورو څخه سوال وکړم.

چين د لويديځ د برترۍ په برخو کې مبارزه کړې، او نن ورځ له امريکا او اروپا سره نژدې کيږي. په حقيقت کې، په دې وروستيو کې، چين د مصنوعي استخباراتو په برخه کې په خورا لږ (کم) لګښت تيکنالوژي رامينځته کړې چې لويديځ يې راوېښ کړی دی. په حقيقت کې، پرمختګ هند په خپل ګاونډ افغانستان او پاکستان کې داسې څه کړي دي چې زموږ سترګې ړندې کوي.

که تاسې د خپل هېواد او خپلو خلکو د راتلونکي په اړه فکر کوئ، نو يو ښه ښوونيز سيستم پلان کړئ چې پکې د پلټنې او مبارزې آزادي وي، عقل او فکر ته خواړه يعنې وده ورکړل شي، او نه ستړې کېدنکې هلې ځلې (هڅې) وشي او خلک وهڅول شي. هغه ورځ لرې نه ده، بلکې يوه ورځ به موږ وکولی شو چې له نورو سره سيالي وکړو، او موږ به وکولی شو چې له دوی نه مخکې شو، ځکه چې زموږ د خلکو ذهني (فکري) وړتياوې له بل هېڅ ملت څخه کمې نه دي، او نه هم موږ په سرچينو کې له هېچا څخه وروسته پاتې يو.

خدای دې وکړي چې دا خبرې مو په زړونو کې ځای ونيسي.

په درنښت

ژباړه : سيد هاشمي

د محمد اکرم ندوي له تلېګرام څخه

https://alsalam.ac.uk/articles

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.