د لوراند او بښاند څښتن په نامه
د هيلې غږ
په بهر کې د افغان کډوالو جرګه
د “هيلې غږ” پر موضوع باندې يا تر سرليک لاندې يو ورځنی کنفرانس نن د افغان کډوالو جرګې له لورې دلته په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی وو. دا ډول غونډې موږ ته د افغانستان د ټولنيز ژوند او پرمختګ پر بنسټيزې ستنې، يعنې د نجونو/ښځو د زده کړې په اړه د سوچ (فکر) کولو لپاره يو تاريخي فرصت برابروي. دا غونډه د شنبې پر ورځ، د ۲۰۲۵ اکتوبر پر ۲۵ مه په ريولري هال کې ترسره شوه، چې پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه افغان روڼ اندو، څېړونکو او پوهانو ګډون کړی وو.
په دې موقع، زه هم بختور وم چې د خپلې کليدي وينا په وړاندې کولو سره خپل فکري او علمي تجربې او مشاهدات له اورېدونکو او ليدونکو سره شريک کړم.
د افغان کډوالو جرګه يو فعال او خوځنده جوړښت يا متحرک پليټ فارم دی چې د سولې، تعليم او ملي يووالي د ودې لپاره هڅه کوي. دا جرګه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه افغان مشران، عالمان او ټولنيز شخصيتونه سره راټولوي ترڅو دوی د ګډې پوهې (بصيرت) او ګډې ستراتېژۍ له لارې د خپل ګران هېواد د روښانه راتلونکې، باثباته او دوامداره کولو کې رول ولوبوي.
د جرګې بنسټيز فکر (سوچ) د ښځو او بې برخې قشرونو (محرومو طبقو) لپاره د برابر (مساوي) او ټولشموله زده کړې ارزښت (اهميت) دی، ځکه چې دا باور لري چې د يو ملت رښتينی پرمختګ له پوهې، مساوات (برابرۍ) او عدالت پرته ناشونی دی. افغان جرګه نه يوازې د خبرو اترو، همغږۍ او همکارۍ ته وده ورکوي، بلکې د افغان کډوالو او وطن ترمينځ د يو قوي پول رول هم لوبوي، هغه چې علمي او فکري انرژي له عملي اقداماتو سره نښلوي.
ما خپله وينا د شيخ سعدي شيرازي د شعرونو سره پيل کړه، هغه چې د انساني ورورګلوۍ، ډله ييز مسؤليت او مساوات ژوروالی بيانوي:
بنی آدم اعضایِ يکديگرند
که در آفرينش ز يک گوهرند
چو عضوی به درد آورد روزگار
دگر عضوها را نماند قرار
تو کز محنتِ ديگران بیغمی
نشايد که نامت نهند آدمی
انسانان د يو بل د بدن غړي دي
چې له يو جوهر څخه پيدا شوي دي
کله چې د بدن يو غړی خوږ شي.
نو نور غړي هم ورسره نه اراميږي
که ته د نورو له کړاوه (رنځه) غمژن نه شې
دوی به هم تا له انسانيت ليرې (نا انسانه) ونه بولي
دا شعرونه موږ ته يادونه کوي چې د هر ملت پرمختګ يوازې هغه وخت شونی (ممکن) دی کله چې د هغې ټول غړي، نارينه او ښځينه، قوي او کمزوري (ضعيف)، د يو بل درد او رنځ احساس کړي او د ډله ييزې ښېګڼې لپاره هڅه وکړي.
د افغان ملت تاريخ يو ځلېدونکی مثال دی، چې د ځان ساتنې، عزت، کلتور او پوهې ژوروالي سره سينګار شوی دی. دا ملت نه يوازې په نظامي يا مادي لحاظ پياوړی وو، بلکې تل په کلتوري او علمي لحاظ هم ځانګړی شوی دی. افغان عالمانو په فقه، حديث او نورو علومو کې ارزښتناکه خدمتونه کړي دي، او د دوی هڅې لا هم د پوهې او فضل په هېنداره کې روښانه دي. افغان ملت، سره له دې چې توپيرونه لري، د متقابلې همکارۍ او ټولنيزې همغږۍ غوښتنه کوي، او دا توپيرونه د هغه د ژوند د ښکلا او پراخوالي لامل دي.
ما په خپله وينا کې هم ټينګار وکړ چې، ((افغان نارينه او ښځينه د يو بدن د بېلابېلو يعنې مختلفو برخو په شان (څېر) دي؛ د هر يو رول، سخت کار او فکر/سوچ د هېواد د جوړولو او پرمختګ لپاره اړين دي. د هېڅ پرمختللي ملت لپاره دا شونې (ممکنه) نه ده چې د ښځو/نجونو تعليم او د دوی ټولنيز ګډون له پامه وغورځوي. په اسلام کې د دين او نړۍ يووالي د داسې فلسفي نظر څخه تشريح شوی چې دين او نړۍ د يو بل مخالف نه دي، بلکې د يو بل ضامن او ملاتړي دي.)) قرآن او سنت موږ ته د ښځو/نجونو د تعليم، عزت او مقام په اړه روښانه لارښوونې راکوي. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم تل د ښځو په اکاډميک (علمي) روزنه ټينګار کړی، او د تاريخ په هر پړاو کې، ښځو د ساينس، هنرونو او څېړنو په برخو کې غوره چوپړونه (خدمات) وړاندې کړي دي، لکه څنګه چې زما په کتاب “الوفاء بِاسماء النساء” کې د ډېرو بېلګو (مثالونو) له لورې جوت (ثابت) شوي.
د کنفرانس ګډونوال، نارينه او ښځينه دواړه، چې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي وو، زما له وينا څخه ډېر متاثره شول. وروسته، يو نچوړ final بحث ترسره شو، چې ما يې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ټينګار مې وکړ چې، ((د ښځو/نجونو زده کړه نه يوازې يوه ټولنيزه اړتيا ده، بلکې يوه مذهبي او اخلاقي دنده هم ده. د افغانستان د پرمختګ، سولې او ثبات لپاره، دا اړينه ده چې حکومت، ټولنه او اکاډميک (علمي) کړۍ (حلقې) ټول په ګډه دا وپېژني او عملي ګامونه پورته کړي.)).
ما خپله وينا د علامه اقبال په دې شعر سره پای ته ورسوله، چې د افغان ملت فکري جوهر منعکسوي (ځلوي):
زه دوعا کوم چې ستاسې هيله پوره شي
زه دوعا کوم چې ستاسو هيله بدله شي
دا شعر يوه دوعا او هيله ده چې د افغانستان د ښځو/نجونو د زده کړې او پرمختګ لپاره هيلې او غوښتنې ژر تر ژره واقعيت شي، او د هېواد په پرمختګ او شرافت کې خپل مهم رول ولوبوي. د افغانستان د کډوالو جرګه په دوامداره توګه د دې فکر او موخې (هدف) لاندې فعاله ده، او هيله ده چې د هغې هڅې به ډېر ژر د ښه راغلاست بدلون په بڼه روښانه شي.
په درنښت
ژباړه: سيد حسين هاشمي
شنبه، د ۲۰۲۵ ز کال د اکتوبر ۲۵
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.