بسم الله الرحمن الرحيم
پرون، ما د “ندوة العلم والادب” غونډې په يو ناندريز بحث کې وويل: “په نړۍ کې هېڅ انسان نشته چې دا ثابته کړي چې خدای شتون لري، او نه هم څوک دا ثابتولی شي چې خدای شتون نه لري. که دا ممکنه وای، نو ټول فيلسوفان به د خدای په شتون قانع وای، په داسې حال کې چې فيلسوفان هغه کسان دي چې د خدای په شتون کې تر ټولو ډېر شکونه لري. په دې موضوع بحث تل هغه کسانو ته ګټه رسوي چې له خدای څخه انکار کوي يا په بله مانا د خدای منکرينو ته ګټه رسوي، او د شک او انکار ناروغي يې نوره هم زياتيږي.”
ځينو پوهانو د دې ليکنې د لا نور وضاحت غوښتنه وکړه، نو د دوی د غوښتنې په درناوي، زه لاندې څو کرښې ليکنې (مقالې) ته وړاندې کوم.
تر نن ورځې پورې د فکر په نړۍ کې داسې يو شخصيت نه دی راڅرګند شوی چې دا اوسپنيزه موضوع (قضيه) يوازې د دليل پر بنسټ رامينځته کړي چې د خدای شتون (وجود) د تجربوي يقينونو (باورونو) په څېر يو جوت (ثابت) حقيقت دی، په ورته ډول داسې هېڅ عقل نه دی راڅرګند شوی چې دا وروستۍ پرېکړه د پرېکنده (قاطع) لاسوندونو (شواهدو) په رڼا کې صادره کړي چې د نړۍ د وجود خالق او جوړونکی بلکل يعنې په هېڅ ډول شتون نه لري. که دا ستونزه پخپله داسې طبيعت وای چې د انسان عقل يې د فزيک په يقينونو او يا د رياضياتو د مدار (محورونو) په څېر ټاکلی وای، نو د فلسفې او حکمت ټوله نړۍ به په يوه لوري کې راټوله شوې وای، او ټول حکيمان، فيلسوفان او د الهيات پوهان به د تاييد له جلال يا د نفی له معيار لرونکو نه ډکه شوی وای.
خو د فلسفې ټول تاريخ داسې بريښي چې د عدالت د شاهد په توګه (څېر) اعلان کوي چې د خدای د وجود (شتون) پوښتنه د انساني عقل لپاره يو راز دی چې نه د پېړيو مبارزې حل کړې، او نه هم د زرګونو ذهنونو روزنه توانېدلې چې دا حل (خلاصه) کړي. کله چې يو فيلسوف له دې ستونزې سره مخامخيږي، چې هغه د احساساتو او مشاهدو له روښانه درو څخه يوې ابدي نړۍ ته ځي چېرې چې د عقل رڼا کمېدل پيليږي، او د تجريداتو پېچلې سلسله هغه په خپله ساحه (دايره) کې محدودوي. له همدې امله د فيلسوفانو په ليکو کې تر ټولو لويه اندېښنه، حيرانتيا او شک د دې ستونزې شاوخوا ګرځي. د دوی په وينا، دا پوښتنه نه يوازې ستونزمنه ده، بلکې دومره پراخه هم ده چې د عقل ساحه ورسره کميږي. يا په بله مانا عقل هېڅ کار ورته نه کوي.
حقيقت دا دی چې د خدای د شتون لاره يوازې د عقل سيده (مستقيمه) لويه لاره نه ده، بلکې هغه سفر دی چې عقل پکې يقينا ملګری دی/وي، مګر لومړی لارښود طبيعت، وجدان، بصيرت او داخلي تجربه ده. د عقل ساحه بشپړتيا نه ده، نه عقل رښتينې توضيحات. کولی شي چې په ذهن کې عمومي معنی رامينځته کړي، مګر دا په بهرنۍ نړۍ کې نه شي کولی چې د يو ځانګړي، مشخص او رښتيني فرد تاييد وکړي. د بېلګې (مثال) په توګه، په ټوله کې “هر جوړښت يو بنسټ اېښودونکی لري” يو عمومي مفهوم دی، چې بې شمېره نيوکې راپورته کېدی شي. ان تر دې که دا سم وګڼل شي، چې دا لاهم يو ذهني مفهوم دی. د تاج محل په څېر ودانۍ ته د دې عمومي مفهوم پلي کول يوازې يو عقلي تطبيق دی، نه د جزوي واقعيت مستقيم تاييد. د تاج محل بنسټ اېښودونکی شاه جهان وو، دا عقل نه دی، بلکې تاريخي لاسوندونه (شواهد) او د انسان لېږد او دود دی.
په دې شرايطو کې، يوازې (محضې) عقل کولی شي چې له خپلو زرګونو هڅو سره دې پايلې ته ورسيږي چې د دې نړۍ د رنګونو او بويونو يو خالق بايد وي؛ مګر عقل نشي کولی دا معلومه کړي چې آيا دا خالق يو دی يا ډېر، يا داهمدا ورته وجود دی چې مسلمانان پر هغه باور لري. د يو ځانګړي او رښتيني وجود تاييد د عقل په حدودو کې ممکن نه دی؛ د هغې دروازې د طبيعت له غوښتنې، د زړه په ګواهۍ، د وجدان په نغمو او د ايمان په رڼا خلاصيږي. ما دا موضوع په خپلو نورو ليکنو (مقالو) کې په تفصيل سره تشريح کړې ده.
مګر د بحثونو په ګډوډۍ کې، عقل يوازې پرېښودل کيږي، او د طبيعت او وجدان ټول داخلي لاسوندونه (شواهد) په قصدي ډول يو طرف ته اچول کيږي. په پايله کې، د خدای منکرين يوازې د بحثونو، ژبني لوبو او د ظاهري استدلال له ځلا څخه ګټه پورته کوي؛ او په دې توګه، د شک د اور د مړ کولو پر ځای، دا نور هم زياتيږي.
بحث، په خپل ذات کې، د افکارو د شخړو او د نظرونو د ټکر ډګر دی، چېرې چې د حقيقت لټون د کلمو د تسلط، د خبرو د برلاسۍ او د وينا کولو د تسلط له لورې (له خوا) بدليږي. د لاسوندونو (شواهدو) اصلي ارزښت کميږي او د هغې څرګندېدل ډېر مهم کيږي. په دې توګه، په زړونو کې دمخه شته (موجود) شکونه ژوريږي، او د يقين رڼا په ختمېدو ده. په دې توګه، د حقيقت غوښتونکی، د پوهې په لور د حرکت کولو پر ځای، د شک په څپو کې ژور ډوبيږي.
ځينو د بصيرت څښتنانو (پوهانو) تل ويلي چې د حقيقت د شتون پوهه د عقل له قلم څخه نه، بلکې د زړه له رڼا او د طبيعت له مشاهدې (کتلو) څخه ترلاسه کيږي. يقينا عقل حد ته رسوي، مګر له دې حد څخه آ خوا، لاره يوازې د يقين په ګامونو او د ايمان د ليدو له لارې هواريږي. هغه څوک چې يوازې د عقل د څراغ سره لامحدود حقيقت ته د رسېدو هيله لري ډېری وختونه د حيرانتيا په تياره کې ورکيږي.
نو دا سمه ده چې ووايو چې د دې مسألې په اړه بحث تل د انکار اور ته لمن وهي او د ايمان په نړۍ کې پرېشاني (اضطراب) رامينځته کوي. هغه دننه (داخلي) نازک ځان، د زړه چوپتيا او داخلي تمرکز چې حقيقت ته د رسېدو لپاره اړين دي د بحثونو په ګډوډۍ، بحث او مبارزه کې نشي ترلاسه کېدی. او دا هغه ځای دی چېرې چې د عقل سرحدونه پای ته رسيږي او د الهي پوهې د جلال او ښکلا دره پيليږي.
اکسفورډ
۳۰/۱۱-۲۰۲۵
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.