منظور او د وزیرستان کوډګره سیمه

محمد اكبر كرگر

198

ځینې خاورې او ځینې سیمې هم اعجاز کوي. په تاریخ کې له ځانه او د خپل زوزاد له وجوده داسې څه پرېږدي چې که وروستیو نسلونو ورته فکر وکړي؛ نو حیرانېږي، خو له ژورو اثراتو یې انکار نه شي کېدای. هسې خبره دا اوسني پښتون تحفظ مومنټ په باب ده. دا له وزیرستان نه را پورته شو. وزیرستان د وزیرانو، مسیدو او دوړو د اوسېدلو سیمه ده. موږ یې له زرګونو کلونو له مخه پېښو نه خبر نه یو. خو کله چې په هند کې د پښتنو حاکمیت او اقتدار د مغلو په لاس ختم کړای شو، نو د هغه ځای د پښتنو په قومي لاشعور کې دا ستونزه پیدا شوه چې څنګه د خپل حیثیت اعاده وکړي. د همدې کار لپاره زمانې پیر روښان بايزید انصاري وزېږاوه. هغه د کاڼيګرام و، د وزیرستان. چې کله له پلار قاضي عبدالله سره راغی، نو یو دروني وسواس او اندیښنې او نارامۍ هغه دمې جوړولو ته پرېنښود. د خپل وخت د تقاضو مطابق یې سیر وسلوک ته پناه یوړه. هغه ته دا الهام وشو چې د ظلم او بربریت په وړاندې جنډه پورته کړي. بایزید د عبدالاکبرخان اکبر په وینا، د هغه سرفروشو او لېونیو پیروانو په مغلو سړه ځمکه سور تنور کړه. هغه ونیول شو، کابل ته بندي یوړل شو. محاکمه شو. د مغلو حاکم او قاضي خان غوښتل هغه تطمیع کړي. هغه ته یې وویل: «راځه له موږ سره شه! ته د دې بې سواده او جاهل قوم ته (پښتانه) څه لاره ښیې؟» خو هغه ورته وايي: «زه الله پاک د همدې جاهل قوم لارښوونې ته پیدا کړی یم. زه باید دوی ته سمه لاره وښیم. پیر روښان او د هغه پیروان د اوږدو کلونو لپاره د مغلو پر ضد مبارزه کوي؛ د هغوی د مبارزو اثر تر اوسه پورې شته. (دا کیسه په حالنامه کې په دقت لوستل شي.)
په شلمه پېړۍ کې یو بل عارف او صوفي پیدا شو؛ هغه هم د وزیرستان له خاورې راپورته شو. فقیر میرزاعلي خان یادوم. فقیر ایپي د لومړي وار لپاره د پښتونستان اواز او نوم اوچت کړ. په ګروي کې یې لویه جلسه راوبلله او د پښتونستان د خودمختارۍ اواز یې پورته کړ. پوهيږو چې فقیر ایپي (میرزاعلي خان) یو صوفي و. په خانقاه کې ناست و. لنگر یې درلود. هره ورځ ورته له لیرې ځایه مریدان او پیروان راتلل. خو د هغه تصوف کوم پاسیف او بېکاره تصوف نه و. کله چې هغه احساس کړه خانقاه یې وتړله، د انګریزانو پر ضد یې غزا پیل کړه. کله چې غزا پای ته ورسېده او انګریزۍ مور نوی حرامي وزېږاوه، هغه هم بیرته خانقاه ته ولاړ. هند ازادي واخیسته. چرچیل چې هغه مهال په وزیرستان کې یو افسر او ژورنالیست و، ډېرې یادونې د وزیرستان په باب لري.
خو یو ويشتمه پېړۍ نوی نسل راپورته کړ، د منظور پښتین نسل، د علي وزیر نسل، د ګيله من وزیر نسل، د لوڼي نسل. دوی هم په رڼا ورځ د ظالم او یهودي ډوله او چنگېزي ډوله پوځ کړنې د خپلو خلکو په وړاندې لیدلې؛ نو راپاڅېدل. د پښتونخوا په ویده اندامونو کې یې نوی ساه پوه کړله او دا وینه لا په جوش کې ده. دلته د یوې خبرې یادول اړین دي او هغه دا چې کله ناکله چې تاریخي ضرورت پیدا شي او په ټولنه کې یو درد محسوس شي، نو شخصیتونه زېږي. دا زېږون د ټولنې له قومي لاشعور څخه پيدا کېږي او هغه شخصیت دې ته اړ کوي، چې د تاریخ مطرح ستونزو ته مثبت ځواب ووايي: په همدې بنیاد موږ نن ګورو چې یوه بې وزلي خو صادق او رښتینی ځوان چې د پښتون ولس واقعی تمثیل کوي، د منظور پښتین په وجود کې راڅرګند شو.
هغه په لږه موده کې یو مسیحایي روح په پښتون ولس کې پوه کړ. اوس همدا روح دی چې د پښتون په وجود کې هم د ملت ترانه غږوي او هم د یووالي او هم د خبرتیا. هغه تیت پرک پښتون قوم چې د استعماري ځواکونو له خوا ټوټه ټوټه ویشل شوی، نن د هغه ولس ځوان نسل ټول او اکثریت د منظور خبره کوي. وايي، کله چې یو فکر په یوه ولس کې نفوذ وکړي، په یو مادي قوت بدلېږي. د دې فرضې او د دې حکم مصداق موږ د منظور په حرکت کې په روښانه توگه لیدلی شو. په همدې بنیاد منظور نن ورځ واقعی کاریزماتیک شخصیت په توګه ځلېږي؛ خو لږ به تم شو چې د دې ګړنې مفهوم باندې پوه شو.
منظور او د پښتون کاریزماتېک مشرتوب
کاریزما هم یوه یوناني کلمه ده. نږدې درې زره کاله دمخه هم دا کلمه په یوناني فرهنګ کې کارول شوې ده او بیا په نورو اروپایي ژبو لکه انګلیسي، فرانسوي او نورو کې کارول شوې ده. کاریزما مانا لکه موهبت، لکه هدیه او یا د خیر کار په مانا هم کارول شوې ده. په اسطوري عبارت سره کاریزما يعنې د خدایانو سوغات او د هغوی د وس په مانا هم کارول شوې ده. د څو زرو کلونو له تېریدو وروسته هغه داستانونه او کیسې له یاده وتلې، خو کلمه او مفهوم ژوندي پاتې شو. کلمه دا غږ لري او دا اوس هم لري چې جذابیت، عظمت، معنویت او د قدرت مفاهیم لېږدوي. د کلمې همدا پراختیا د دې سبب شوه چې کله جان انتوناکیس په نوم یو د فڪر خاوند چې د کاریزما یو مطرح یا یاد څېړونکی و، همکارانو یې د کاریزما په باب هغه مقالې د موهبت مفهوم یې لېږدولې خپرې کړې. څیړونکو او د پوهې خاوندانو په بېلابېلو ډولونو کاریزما تعریف کړې ده او د هغوی هر یو په نظر کاریزما جلا تعریف لري. رانالډ ریګو په نوم یو څیړونکی وايي: «کاریزما یوه ځانګړې ځانګړنه ده چې د هغه لرونکی کسان کولی شي چې د دې ځانګړنو له مخې د نورو سره اړیکې ټینګې کړي، پر هغو نفوذ ولري او هغوی ته د الهام سرچینه وګرځي. دا الهام او دا اغېز کوم منطقي بنسټ نه لري خو د عاطفي له مخې په ژوره سطحه کې هم وي.»
کاریزماتیک انسانان د نورو کسانو په نظر ډېر زیات جذاب برېښي. د تاریخ په اوږدو کې د کاریزما لپاره ثابت مینه‌وال نه وي. په هره دوره کې بېلابېلې ډلې د دې مفهوم په باب ځانګړي تفسیرونه لري. په ټولنپوهنه او سیاست پوهنه کې د کاریزما ګړنه زیات استعمالېږي؛ دلته داسې کسان هم کله ناکله په زور ځانته خلک رااړوي یا اړوي چې د هغوی کاریزما ومني. خو دې هڅې هېڅ سر ونه نیوه. په ختیځ کې ګاندي یو هغه کس و چې دا کاریزماتيکې ځانګړنې یې په ټوله مانا درلودې. نېلسن منډیلا یو له هغو و. پاچاخان چې د سرتور ملنګ په نوم هم یاد شوی او عمرونه یې په زندانونو کې تېر کړي، په پښتني ټولنه کې یو هغه کاریزماتیک شخصیت و، چې پښتون ولس ته د نه هیرېدو وړ دی.
د ټولنپوهنې په رڼا کې یو الماني فیلسوف ماکس وبر د کاریزما په باب مشخص نظر لري. ماکس وبر یوه وینا وکړه چې بیا وروسته د رسالي په توګه چاپ او خپره شوه. هغه په نورو کې د اغېز لپاره د شخصیت درې سرچینو ته اشاره کوي:
یو، د سنت او دود پر بنسټ، په دې برخه کې موږ په پښتني ټولنه کې ژوندي مثالونه لرو چې د لویو قومي مشرانو په وجود د کی رابرسېره کېږي. اكبر اس احمد د میلینیم او کایزما په نوم کتاب کښلی دي. یاد کتاب په واقعیت کې د سوات په پښتنو کې سیاسي مشرتوب په اثر چې د فرید ریک بارت څیړنه ده. د اكبر اس احمد نقد هم په دې برخه کې د پام وړ دی. بل د قانون له لارې لاسبري او اقتدار حاصلول دي، د قانون له لارې هغو مشرانو او شخصیتونو چې په قانوني اساس را منځته شوي او د خپل ولس لپاره د مثبتو ښېګنو لامل ګرځېدلي وي، ژوندي بېلګي یې شته. خو د کاریزما له لارې اقتدار او لاسبري لاسته راوړل جلا څه دي. د کاریزما له لارې معنوي نفوذ حاصلول — موږ په اوسني ځوان منظور کې وینو. زموږ حاضر نسل دا درې عناصر له هر نسل نه زیات پېژني. زمونږ په قبايلي او نیمه قبايلي ټولنه کې د هر قوم او قبایلي او سیمې مشر د سنت له مخې اقتدار لري، خو دا اقتدار د سنت او ارزښتونو په وسیله دی چې هغه ترلاسه کړي دي. د قانون له لارې هم اقتدار خاوند پېژنو، چې هغه د خلکو په خوښه، رایو او رامخته شوي وي؛ قانون هغه ته دا اقتدار ورکوي. خو کاریزماتیک اقتدار بیا د ماکس وبر په وینا بل شی دی. د کاریزما له لارې د واک څښتن کېدونکی په واقعیت کې قهرمان دی — هغه چې په خپل نفس اعتماد لري. هغه له هر چا زیات ځواکمن او د ځانګړي استعداد خاوند وي چې د ټولنې د عرف نه پورته وي. په هغه کې بیا داسې موهبت وي چې په هر چا کې نه وي؛ نو د هغه خبره د خبرتیا، واګې ټاکنې په بنسټ منل کېږي. اوس راځو د نوي نسل په ذهن کې د منظور پښتین د منظور شويو کړنو کې کاریزماتيک ځانګړنې ګورو. کېدای شي په دې څیړنه کې دغه کاریزماتیکي ځانګړنې ټولې ونه څېړل شي ځکه چې هغه یو کتاب خبرې دي او ډېري څېړنې او مطالعې ته اړتیا لري؛ خو یو څو بېلګې یې کولی شو په ډاګه کړو:
• منظور د جنگ ځپلي پښتون افغان ولس ژبه ده؛ له دې ژبې هېڅکله د اور او جنگ کلیمات نه دي رابرسېره شوي؛ بلکه تل د حق، د انسانی حق او د بشریت درناوي او د پښتون ولس د حق او د هغه لپاره د امن خبره شوې ده او کړې یې ده.
• منظور په خپل لږ عمر کې اسطوره ماتوونکی او تابوشکن انسان دی. د پاکستان هغه ظالم پوځ چې د بنګال په پېښه کې یې د کمي او کثرت غوټه (عقده) پیدا کړه، هغه غوټه په پښتون ولس جبیره کول غواړي. په دې دومره اوږده موده کې هېڅ چا ونه شول کولی چې دغه ظالم یا په اصطلاح دویم اسرایلي-پاکستاني پوځ په باب یوه انتقادي خبره وکړي. ان تر دې چې انتقادي خبره «تابو» یا حرامه ګڼل کېده؛ خو منظور د ټول پښتون ځوان نسل په غوږونو کې دا خبره پوه کړه چې دا د مالوچو ځمري باید بربنډ شي او د هغه کارنامې خلکو ته بربنډې شي او دا کار یې ښه په ځغرده وکړ.
• د منظور یوه ستره مبارزه په دې کې وه او د دې لپاره وه چې تیت پرک پښتون ولس سره راټول او په یو مرکز را غونډ کړي. هغه دا کار د اکتوبر ۱۱ جرګه کې وښود. دا چې دا جرګه څومره بریالۍ وه، د دې پایلې وروسته معلومېږي او هغو چې په دې لار کې خنډونه ایجاد کړل، طبیعي ده چې تاریخ هغوی نه بخښي.
• منظور وتوانېد په خلکو کې یو فکر او یو روح وغځوي، هغه روح چې نن ورځ په لږه موده کې په یوه مادي ځواک بدل شو. دا مادي ځواک په پښتون ځوان نسل کې لیدل کېږي. دا د تاریخ یو لوی کرامت او لویه معجزه هم ده، چې یو داسې ولس چې هم په سیاسي او هم په اقتصادي او هم په فرهنګي لحاظ ټوټه ټوټه ساتل شوی و — چې اوس هم ټوټه دی — خو د یووالي روح یې ارګانیزم کې لار پرانیستې ده او په دغه ارګانیزم کې کله ناکله په اور او شغلو هم بدلېږي. د خوشحال بابا خبره ده:
ننګیالي چې یو وار مخ کا په کوم لوري
بیا نو نه ګوري، کوهی دي که ګړنګ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.