د ډيورنډ خط يا د افغانستان دتاريخ خونړى ټپ

محمد اکبر کرګر

275

ديو باارزښته ،مستند اوتلپاتي تاريخي اثر په باب يوه لنډه شننه .
ياد اثر په دي وروسستيو وختونو كي له چاپه را وتلي .ليكوال اوڅيړونكي ښاغلي اوقدرمن ياسين بيدار چې دهيواد دمخكښو اوباخبرو روښان فكرانو اوسياست پوهانو څخه دي ،په قلم كښل شوى دى . هغه زيات كلونه په همدې ډگر كې كار كړى له مهمو تاريخي اسنادو سره اشنا او لاسرسي يې درلود . په ټوله كاري موده كې يې دمهمو شخصيتونو سره دناستي اودهغو سره په غونډو كي دگډون له لاري اوپه بيلا بيلو ډولونو دمختلفو كسانو دنظرياتو جاج اخيستى دي . د”خط ديورند “ كتاب يې بشپړ كړى او اوس دلوستلو جوگه دى .
دغه اثر په عمده توگه په دوه برخو كې څيړنه شوې ده .
لومړۍ برخه يي دتېر دوران ،دكابل كنوانسيون (د ديورند پيژندنه ) افغانستان او د ديورند خط (واكمنان ) هندوستان اود ديورند خط ،پاكستان اود ديورند خط ، دامريكا متحده ايالات اود ديورند خط دشوروي روسي دريځ د ديورند دخط په باب ، د خط د دواړو خواو داولسونو غبرگونونه دسترو شخصيتونو نظريات ،نړيواله ټولنه اود ديورند خط ، اونور عناوين راغلي اوڅيړل شوي دي .
داثر په دويمه برخه كې دهيواد دوتلو يا ايليت كسانو نظريات چې اوله ډله يي هغه كسان چې له قيدو شرط پرته ديورند دنړيوال سرحد په توگه دپيژندلو ليوال دي .
دويمه ډله چې د دويم وار له پاره دافغانستان سره د لري پښتونخوا يو ځاى كول غواړي . څلورمه ډله چې فكر كوي د ديورند خط دسيمو دجلا والي سره سيده رابطه نه لري اوپنځمه ډله هغه كسان دي چې د ديورند خط يوه پاې ته رسيدلي ستونزه بولي . دكتاب پاى د پايلامې اوضمايمو برخه هم لري له معتبرو منابعو اوماخذونو څخه په كي كار اخيستل شوى دى . .
***
ددې اثر اهميت اوارزښت اوس له هر وخته زيات څرگند اوروښانه دي . اثر ديو داسې اولس دبرخليك سره تړاو لري چې په تقريبي احصايي سره څلويښت مليونه پښتانه له ليكي اخوا اوشل مليونه دي خوا پراته دي د دې ليكي په نومولو سره چې دامير عبدالرحمان خان په وخت كې وشوه . اسناد جوتوي چې په اسنادو كي دامير عبدالرحمان خان هيڅ لاسليك نشته . استاد حسن كاكړ چې زما مستقيم استاد وو ما خپله تري څو واري اوريدلي اودهغه اثار اوس هم له ما سره شته په دې باب يې مفصله څيړنه كړي ده . دكلكتي ،لندن او دافغانستان ارشيفونه يې كتلي دي هيڅ داسي سند يې نه دى پيدا كړي چې په دي باب كوم لاسليك وي . كه داسې لاس ليك وايي نن به دپاكستان چارواكو ترې سختي درامي جوړي كړي واى . له بلي خوا په هماغه وخت كي د ليكي دواړو خواو پښتنو قيامونه كړي اوددي خط په تش په نامه قرارداد يې نيوكي كړي اومنلي يې نه دى چې مشروعيت يې ور ختم كړى دى .دپاكستان چارواكو ته دا دانگريز يو ميراث دي هغوي په دې قضيه كي اصلن په حساب كې نه دي بلكي دلوي هند او په تيره بريتانيا ده . دافغانستان ټولو حكومتونو ددې ليكي دنه منلو خبره را پورته كړي اوكله خو په دقيق ډول وكله هم مصنوعي وه . خو اوس حالات بدل دي . په دې مانا چې په كوزه پښتونخوا كي چې داولسي قيامونو ټاټوبي دي په مليونونو خلكو د خيبر په جرگه كې وښوده چې لر اوبر يو افغان ناره يې پورته كړه . دا ناره پخپل ذات كې يو حقيقت روښانه كوي اوهغه د ديورند په كرښه دبطلان خط كاږي . نن دافغانستان بيرغ دهغه ځاې ملت پالو پښتنو خپل سمبول گرزولي دي . او كه څوك يې مني كه نه يې مني د كوزي پښتونخوا مليوني وگړي يې نه مني .
په هر صورت كتاب ډير زيات تاريخي حقايق لري او اوسني نسل ته يې لوستل ډير اړين دي او كه دا اثر له فارسي نه په پښتو وژباړل شي لابه غوره كار وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.