لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۴۵مه برخه

آصف بهاند

62

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۴۵مه برخه

پوزه دې چیته، خوله دې ویته

مور دې خوشحاله ده چې پېغله‌لور لرمه

 

پر زړه به غټه تیـږه کېـږدم

د غټې تیـږې وزن شته غلی به شینه

 

د غټوسترگو شاه‌مېرمنې

په رنځ اخته‌شې، زه دې زېـړزبېښلی کړمه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره، دا نوې لنډۍ راټولې شوې دي:

 

زړه مې دا ستا خبرو وخوړ

لکه اوبه د ویالې غاړه غاړه خورینه

 

بازار ته بیا ورپسې لاړشه

بنگړي مې سره غوښتي، تا شنه راوړي‌دینه

 

نه مې سکون، نه مې ارام شته

برباد شې غمه تاته چا په گوته کړمه

 

وطن به ستا له لاسه پرېـږدم

خلکو ته وایم د نیستۍ له‌لاسه ځمه

 

خلک تمامه شپه کې خوب کړي

زه په گولۍ ویشتلی زړه ټکورومه

 

پوزه دې چیته، خوله دې ویته

مور دې خوشحاله ده چې پېغله‌لور لرمه

 

پر زړه به غټه تیـږه کېـږدم

د غټې تیـږې وزن شته غلی به شینه

 

د غټوسترگو شاه‌مېرمنې

په رنځ اخته‌شې، زه دې زېـړزبېښلی کړمه

 

د بي وسۍ زوره اوبه شې

په ډکو سترگو د خندا تمثيل كومه

 

مسافري دې جواري شوه

نه کور ته راغلې، نه دې راوړل دولتونه

 

ربابه زیر او بم ته پام کړه

تر زیر و بم لاندې مې زړه دی، وبه‌چوینه

 

د چا له زړۀ نه څوک خبر دي؟
د تشې خولې خندا خو هر سړی کوينه

 

پر مېـږتون باندې مې شپه وای

یار راسره وای، زۀ بۀ تل خوشاله‌ومه

 

زما یې هرارمان زندۍ کړ

زه به د کوم ارمان په سر چیغې وهمه

 

غمونه مه‌کوه لالیه

غمونه زړه ته رنځوري پیدا کوینه

 

وخت راته هرارمان وژلی

زه وزرماته مرغۍ گوښې ناسته یمه

 

که دیوالگی وای، ما به ړنگ وای

لـه یــار د اوسـپـنـې کــلاوې تــاوې‌دیـنــه

 

بخت او قسمت نه مې زړۀ بد دی

نورو ته گـل، زما لــه پـاره اغــزي شـیـنـه

 

تبۍ راواخلئ مخ راتور کړئ

د باچا لور وم پر سوالگر مينه شومه

 

هلک لړم چیچلی ژاړي

جنۍ ښامار چیچلې شنه له خندا ځینه

 

په اعتکاف کې لالی ناست دی

د ملا دم بانه کوم، جومات ته ځمه

 

په تش‌ديـدن نه قانع‌کېـږم

ترڅو چي ستا له غاړې تاو نه کړم لاسونه

 

په مازديگر کې ديدن رواړه

د مازديگر ديـــدن عـمـرونه زياتـوينـه

 

 

یاري دې ټوله د ټگۍ وه

ښه‌شو چی ژر دې په مطلب ورسیدمه

 

کتاب ته ناسته ده زنگیـږي

خیال کې یې څوک دي، پاڼې دوه دوه اړوېنه

 

د ځان دښمنه په قلار شه

زما خندا به دې له کاره وباسینه

 

د چا په خیال خاطر کې نه یې

یوازې زه لیونۍ زړه درپـســـې خـورمه

 

کور مې د خپلې مینې وران دی

د چا چې ورانې مېنې وینم، وژاړمه

 

زه دې پر دوو سترگو مین یم

که خلک نور گمان کوي، ړانده دې شینه

 

پوه‌نه‌شوم ولې داسې وشول

تر دروازې راغلی یار مې بېرته ځینه

نوربیا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.