په تېر کال کې مې له پوهنتون نه بهر څو درسي حلقې جوړې کړې؛ له ټولګیو نه استقبال ښه وو؛ هدف مې د هغو کسانو شمېر دی چې نوم لیکنه یې کړې وه، خو نه هغوی چې په ټولګیو کې به حاضرېدل.
اړینه ده، چې لږه یې نوره هم تشریح کړم:
د ټولګیو د تشکیل په هماغو لومړیو کې مې پام شو، چې له داخله اخیستونکو نه یې خورا ډېر نه دي راغلي؛ دغه کیسه په دویمه او درېیمه جلسه کې هم وشوه، کجنکاوي واخیستم، له ځانه سره مې ووېل:
چې که چېرته زما د تدریس کیفیت ښه نه وي، بیا هم باید لږ تر لږه لومړنۍ غونډې ته راغلي وای؛ دا خو نو هغه نه شوه چې:
آب دیده، موزه کشیده.
جالبه دا وه، چې غیرحاضرینو به د تدریس ثبت شوې بڼه اورېدلې وه، په ټولنیزو رسنیو کې به یې پیغامونه رالېږل او د ځینو موضوعاتو د ډېرې تشریح غوښتنه به یې کوله.
موده وروسته فرصت برابر شو او له څو تنو سره مې خبرې اترې وکړې؛ له دوی نه مې ټولګي ته د نه راتګ لامل وپوښت، ویې ویل:
تاسو په ټولګي کې ډېر ورو غږېږئ!
لږ حیران شوم، ومې ویل:
زما په فکر زه به نه ډېر ورو او نه ډېر چټک یم.
له دوی نه یې یوه وویل:
زموږ د نسل لپاره تاسو ورو خبرې کوئ او دا څه ناڅه ستړې کوونکې دي!
دا راته جالبه وه، دوی زیاته کړه:
زموږ خوښېږي، د تدریس ثبت شوي فایل ته غوږ کښېږدو؛ ځکه څرنګه چې مو زړه وي، هماغسې یې سرعت تنظیمولای شو یعني ځینې ځایونه د ودرېدنې تڼۍ کښېکاږو، ځینې ځایونه د سرعت او کله نا کله د ورو والي.
دوی د فکر کولو یو بل ټکی هم ووایه:
کله چې ثبت شوي فایل ته لاسرسی لرو، هر وخت چې یې زغم راسره وي، ترې استفاده کولای شو؛ مثلاً: نیمه شپه، سهار وختي او یا کوم بل مناسب وخت.
زیاته یې کړه:
پر دې سربېره موږ کولای شو، ستاسو غږ د اکولایزرونو پر مټ صفا او شفافه کړو او یا هاغسې بل ډول چمتو کړلی شي، چې په ټولګي کې یې هیڅ امکان نشته.
پوه شوم چې هغوی غواړي زده کړه ایزه محتوا، شخصي کړي یعني دوی د هغې د بدلون او پکښې د لاسوهنې داسې امکان ولري، چې محتوا د دوی په چوپړ کې وي، نه دوی د محتوا په چوپړ کې.
دغسې خلک محتوا ته د یوه رسنیز محصول او یا یوې انځوریزې کڅوړې په سترګه ګوري؛ دلته د ښوونکي اهمیت او رول تر هغه پورې دی، چې په یوه غږیز یا انځوریز فایل د بدلېدلو امکان ولري، تر څو د فرد د شخصي انتخاب او ارادې تابع وګرځي.
زړه مې شو، له تاسو سره یوه بله تجربه هم شریکه کړم:
د کتابونو د ګرانۍ له امله مې تصمیم ونیو، چې تر یوه څه وخته له برېښنایي کتابونو نه ګټه واخلم؛ خورا جالبه تجربه وه؛ دلته هم هماغسې یوه پېښه وشوه، چې څه ناڅه یې په اندېښنه کې واچولم:
له دغې تجربې وروسته چې به مې کله کاغذي کتاب راواخیست، د ستړیا حس به راسره پیدا شو؛ زړه به مې وو، چې د کتاب فونټ شخصي کړم، د کاغذ رڼا واړوم؛ خوښېده مې، د کتاب پاڼه تل نه وي تړلې او یوازې په لمسولو سره دې بلې پاڼې ته لاړ شم…؛ چې فکر مې وکړ، زما د برېښنایي کتاب لوستلو تجربې زما د کاغذي کتاب لوستلو په هغې اغېز کړی وو؛ کله چې مې یې ځله پرتلنه وکړه، ومې موندل چې په الکترونیکي کتابونو کې د شخصي کولو امکان خورا ډېر دی.
که څه هم ما په دغه وړه لیکنه کې له خپلو تجربو نه څو ساده مثالونه بیان کړل، خو که وکتل شي نو په ښوونه او روزنه کې د یوه پراخ بدلون نخښې تر سترګو کېږي؛ ګرځنده ټلیفونونو لږ تر لږه ـ ټینګار کوم چې ـ لږ.تر لږه دوه مهم تاثیرات درلودلي:
لومړی: د محتوا د شخصي کولو لوړ امکان او دویم:
تصویري غور او تفکر.
نوی نسل مصور فکر کوي؛ د یوې وینا یا ټولګي غږیز فایل په واقعیت کې هغه فکر دی، چې تجسم یې موندلی او مصور شوی دی؛ غږیز فایل ته په لاسرسي لرلو ګویا په نوي نسل کې له فردي حالاتو سره د محتوا د جوړېدلو، د ځان په خدمت کې راوستلو، په اړه یې د تصمیم نیولو، د هغې د بدلون کولو او پرې د اغېز لرلو حسونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
څه موده وړاندې مې یوه ورځپاڼه کې ولوستل، چې د هېواد د ګڼو ښوونځیو او آن پوهنتونونو د زده کوونکو او محصلانو د نمراتو په فېصدي کې د پام وړ ټیټوالی راغلی؛ ددغه خبر په لوستلو سره مې سمدستي له ځان نه وپوښتل چې:
زموږ ښوونیز او روزنیز نظام څومره لاندني ټکي پام کې نیولي:
زده کوونکي/ محصلین تر کومې کچې پورې مصورې محتوا ته اړتیا لري؟
فکر کې ور ګرځي چې محتوا به په یوه فردي او رسنیز محصول واوړي او دوی به پخپل زړه او مناسب وخت کې ترې استفاده وکړلای شي؟ او… .
څېړنې ښیي چې دنیا په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا په ودې سره په خورا شدت د بدلون په حال کې ده؛ نو که چېرته زموږ د زده کړې لارې چارې ورسره بدلون ونه کړي، د ټولګیو د غائبینو شمېر به د اوس په پرتله نور هم ډېر او فېصدۍ به یې بیا څو چنده نورې هم ټیټېږي.
معاصرې ټکنالوژي، د شخصي کولو او فردي کېدلو پروسې ته چټکتیا ور بخښلې؛ که ښه ده او که بده؛ خو دادی، نوی نسل په دې ډول ورسره عادت شوی دی!
دوه زړې ټولنې
![]()
Comments are closed.