د هیواد اقتصادي وده، بودیجه ټاکنه او نړیوالی مرستی

لیکنه: مشعل سمسور

246

د یوهیواد نفوس، د تعلیم کڅه، جغرافیایی حالت، کورني تولیدات، صادرات، واردات او له داخلی تولیداتو څخه ګټی اخیستنه او د هیواد کلنی اقتصادی  ودي ته په کتو  بودیجه ورته ټاکل کیږی او دا کار د اقتصادی مبصرینو، پوهانو او څیړونکو کار دی چی دا ټول مشخصات په نظر کی ونیسی او بیا ورته لنډ مهاله او اوږد مهاله  پالیسی جوړه او په لاره واچول شی، هیره باید نشی چی دا کارڅومره چی آسان بریښی دومره آسانه او ساده ندی چی دا ټول اقتصادی او پراختیایی هدفونه په څو ورځو کې وټاکل شی،  د دی لپاره اقتصادی څیړنو اوږد مهاله ثبات او متوازنو پالیسیو ته اړتیا ده چی اول یی باید خاکه جوړه شی او بیا په بشپړه توګه د یو تکړه، پوه، تجربه کاره او کاری ډلې ته وسپارل شي چی دا خاکه په یو حقیقی اقتصادی بودجوی پلان تبدیله او بیا یی وروستۍ پړاو کی حکومت ته وړاندی  کړی تر څو که کمی او زیاتی په پکی وی اصلاح یی کړی او بیا په عملی بڼه تصویب شی، کله چی دا په لاره واچول شی دی  کار کی وروسته بیا حکومتی پالیسیو اغیزی لیدل کیږی که  چیری دا کار یو کاری ټیم تر سره کړی نو کمی او کاستی به پکی کمه وي او که چیرې بی تجروبی  خلک په دی ټیم کی شامل وي نو وروسته بیا له ډیرو ستونځو او کړاونو سره نه مخامخ کیږی.

د افغاستان نا خالص کورني تولیداتوGross Domestic Product   (GDP) ته په کتو سره او  د countryeconomy.com راپور له مخې  په ۲۰۲۳ میلادی کال کې افغانستان د ناخالص کورني تولید له مخې د ۱۹۶ هیوادونو په منځ کې ۱۳۵م ځای درلود، د دې ناخالص کورني تولید ۲۴۸,۱۷ ملیارد ډالر و، او د سړي سر ناخالص کورني تولید ۴۰۹ ډالر و. د پیرودلو د ځواک د برابرۍ چی په یو هیواد کی ډیر مهم ګڼل کیږی هغه د پیرودلو ځواک اوSelling Power او د اخیستلو یا رانیولو ځواک Buying Power Parity (BPP) له مخې، افغانستان په نړیواله کچه ۱۰۲مقام یا ځای لري.

د Worlddata.info کلنی راپور له مخې دا اندازه د نړۍ یو له کوچنیو اقتصاد لرونکو هیوادو څخه ګڼل کیږي او داسی هیوادونه بلعموم محتاجه، قرضداره، جنګ ځپلي، فقیر او د لږ تولیدات لری او تر ډیره حده په نورو هیوادونو او بهرنیو مرستو متکی وی، په داسی هیوادونو کی د علم کڅه تر ډیره حده ټیټه وی ځکه دوی له داسی ستونځو نه ځان نشی خلاصولی او هغه ځواکمنتیا او قابلیت نلیری چی د هیواد د ترقۍ لپاره کار وکړی نو ځکه وګړی یی د فقر د کرښی لاندی ژوند کوی، داسی هیوادنو کی د سرمایه لګول هم ګټه لری او هم  لوی تاوان، ګټه یی په کافی اندازه جګه وی خو تاوان یی بیا د هیواد له اقتصادی بحران، داخلی جګړو او سیاسی اختلافاتو سره ټړللی وی که چیری په داسی هیواد کی حالت د جګړی حالت ته ځی نو بیا ډیر زیان  موجود وی که چیری د هیواد حالت کنټرول او سیاسی کشمشکونه او جګړی نه وی نو داسی هیوادونه بیا ډیر ژر له خرابه اقتصادی حالت څخه ځان باسی او د ترقۍ قدمونه شماری خو داسی کړني باید تر سره شی چی د تعلیم مخه خلاصه، نړیوال بندیزونه ، بهرنۍ او بلخصوص د ګاونډی هیوادنو مداخلی کمی له نورو هیوادونو سره مو اړیکی ښی او د تګ راتک زمینه برابره وی داسی هیواد بیا هم د سکون او هم د کاروبار ځای وی.

د هیواد اقتصاد پوهانو او څیړنو دا په ډاګه ګړی ده چی هر هغه هیواد ترقی کولی شی په کوم کی چی کار اهل دی کار ته وسپارل شی د هیواد اقتصاد، تجارت، زارعت او سیاست ته په ځیرکو سترګو او تیزو ماغزو وکتل شی تر څو هغه ستونځی چی په هیواد کی په سترګو ګیږی د حل لاره ورته پیدا شی، د پایداره اقتصاد له مخی باید له ټولو هیوادونو سره مو  ښی دوستانه اړیکی وی خصوصاٌ له ګاونډی هیوادونو سره ځکه چی دوی تل لپاره ستا  د اول لاس اخیستونکی او پلورنکی دی اوس زمانه د اقتصاد، سیاست، بین المللی تجارت، ټرانزیټ، انټرنټ، ترانسپورټ هغه که ځمکنی او که هوایی، بحری او که د وسپنی پټلی له لاری وی  لوی تجارتی لاریو سړکونه مو باید ښه وی هغه کڅه وزن چی د بار او سفر په کولو چی مقرر شوی احترام یی وشی، اوس که راشو اوګورو خپل ګاونډ کی پاکستان په څلویښتم رده بندۍ کی شامله ده هند بیا د دنیا په بهترینه هیوادو کی اقتصادی ځای لری چین، روسیه بیا په ۱۰ بهترینه اقتصاد لرونکی هیوادونه دی، له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۹ پوری افغانستان هم په یوه ښه رده بندۍ که روان وه او له ډیرو هیوادنو نه مخکی شوی وه پاسپورټ مو قابل د احترام وه.

خو بد بختانه د امریکا له وتلو سره سم د افغانستان ټوله شتمنی ګنګل او نوره چی میلیاردونه ډالر کیږی له ځان سره یوړ او هاغه چی د خلکو پانګه ده وتړل شوه، په افغانستان باندی اقتصادی، سیاسی، تجارتی او سفارتی بندیزونه د نړیوالی ټولنی لخوا وتپل شول په هیواد دننه عام وګړی له ستونځو او کړانو سره مخ شول، د افغانستان اقتصادی، بانکی، مالی او سیاسی سیسټمونه تر دوه کاله پوره له ستونځو سره مخ شول، نظامی قوه،  الوتکی، وسلي، د راډار سیسټم، ګمرکات مو له مینځ نه لاړل او یا له ستونځو سره مخ شول،  بهرنی پانګونه او پانګوال له ملک څخه ولاړل او هر څه مو په صفر کی ضرب شول، هیواد مو بیا له ستونځو سره مخ شو د افغانستان ملی شمنی وتړل شوه افغانستان بیا منځوی حالت ته ورګذار شو چی دا ټول د خرابه بی ثباته اقتصادی ودې لاملونه  دی (۱) امریکایی ډالر تر ۱۲۵ افغانی ته وخوت د افغانستان اقتصاد یی سخت زیانمن کړ چی بیرته په راښتکه کیدو کی وخت ولګید، افغانستان سره بهرنی مرستۍ بندی شوی ډیرو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل بیروزګاری زیاته شوه، ځوانان مو له ستونځو سره مخامخ شول ډیر ځوانان او کدرونه له ملک څخه بهر ته ولاړل یوازنی لامل یی د کار نشتون له تعلیم سره مخه ښه او په اوګه دروند اقتصادی حالت دی. داقتصاد پوهانو له نظره افغانستان کولی شی چی بیرته خپل مقام خپل کړی چی اول یی د افغانستان ملی شتمنۍ  ده او زیاتره یی د عام خلکو د ملی پانګوالو او دافغانستان ملی سرمایه ده خلاصه او بندیز تری لری شی افغانانو ته دی د پخوا په شان اجازه ورکړی چی له نورو هیوادونو سره خپلی سیاسی، اقتصادی، بانکی،مالی او ټرانزیټی  اړیکی ښی کړی تر څو د افغانستان اقتصاد وده وکړی، د ناخالص کورني تولید له پلوه افغانستان له ځینو افریقایی هیوادونو، اسیایی هیوادنو او د مینځی آسیا هیوادو نه دی اوس مهال افغانستان له مینځی آسیاهیوادو سره، پاکستان، ایران، چین،هند، عربی او اروپایی هیوادنو سره راکړه ورکړه لری که چیری افغانستان نه سیاسی او اقتصادی بندیزونه لری او اجازه ده تګ راتګ ورکړل شی افغانستان به په نږدی راتلونکی کی وګوری چی (۱۰۰) مقام یی نیولی ده.

په نږدی ګاونډ کی به زه د هند مثال خامخا ورکړم چی د GDP له مخې د نړۍ پنځم لوی اقتصادی هیواد دی، پداسې حال کې چې هند د نړۍ ترټولو بې وزله خلک هم لري ممبۍ چې د لوړو ودانیو ښار دی، د نړۍ ترټولو لویه بې وزله سیمه لري. چیرې چې خلک د ژوند لومړني اسانتیاوو ته هم لاسرسی نلري.

که چیرې یوازې ناخالص کورني تولید (GDP) د معیار په توګه واخیستل شي، بیا راځو پاکستان ته چی د نړی په کڅه په ۴۰ نمبر باندی دی، په داسې وخت کې دې مرحلې ته رسیدلی چې هیواد یې له سیاسي لحاظه ډیره ګډوډ دی خو تجارتی، اقتصادی، بانکی او ټرانزیټی اړیکی یی ډیری پیاوړی دی او پاسپورټ یی ډیر د قدر وړ ګڼل کیږی. په اخر که به راشو افغانستان ته که څه هم افغانستان سیاسی حالت ډیر خراب دی نړیواله ټولنه، ګاونډی هیوادونه یی په رسمیت نه پیژنی او بلی خوا د اقلیم بدلون د هیواد کرنې مالدارۍ او صادراتو ته سخت زیان اړولی دی، د هیواد له ۷۰ سلنې څخه ډیر اقتصاد یی اوس په زراعت ولاړ دی او په کرښه کی اکثره وخت نښتی او تاوتریخوالی را مینځ ته کیږی او کله نا کله دا ستونځه خپل اوج ته هم رسیږی اوس پوښتنه دلته راپورته کیږي که چیرې د افغانستان خلک او همدی سخت شرایطو کی سخت فعالیت وکړی او ځان دی ته اړباسی چی بهرنی هیوادونه یی په رسمیت وپیژنی او هغه لویه ملی شتمنی را خلاصه شی نو څه حالت به رامینځ شی،  دلته اوس هوښیارتیا او سخت زیار ته اړتیا لیدل کیږی چی افغانان یی تر سره کړی ځکه نړی په دی خبره ده چی افغانان ډیر محنتی، تکړه او نه تسلیمدونکی خلک دی او په دی برخه کی ځان ته یو مقام او نوم لری، په میلمه پالني او زیار کی تر ډیرو تکړه هیواد دی څنګه کولی شی چی نوره نړی افغانستان ته را اړباسی تر څو دلته پانګونه وکړی، د ټوریزم سکتور باید ډیر ښه شی له دی ډیری پیسی لاس ته راځی که چیری افغانستان د تاجیکستان، ازیکستان، پاکستان، هند، او ځینی اروپایی هیوادونه چی په سیاحت) ټوریزیم( کی نوم لری او ډیر خلک تری لیدنه کوی څومره لوی عاید او ښه نوم به ور په برخه شی، افغانستان باید په خپل کانی زیرمو، سیاحت، ټرانسپورت، زراعت، مالدارۍ، تجارت، او بانکی نظام باندی ډیر کار وکړی تر څو افغانستان په خپل ځان بسیا هیواد شی، د یو هیواد د پرمختګ د کچې په ټاکلو کې ډیر احصایوی او سکتوروی  ډولونه او اړخونه په پام کې نیول کیږی په شمول د بهرنیو اسعارو زیرمې، صادرات، واردات، پور، او د  کلنی اوسني حساب بیلانس، مګر اساسي اندازه GDP ده ناخالص کورني تولیدات دی،  دا د یو هیواد د ټول اقتصادي تولیداتو اندازه ده چې د ټولو وروستي توکو او خدماتو د پولي ارزښت استازیتوب کوي چې د یوې ځانګړې مودې په اوږدو کې، معمولا یو کال کې د هغې په هیواد دننه کې تولید کیږي.

دا یو مهم ټکی دی چې د یو هیواد د اقتصاد روغتیا او فعالیت ارزولو لپاره کارول کیږي او له همدی اصول سره د یو هیواد د بهتری او برتری اقتصادی، تجارتی او مالی نظام ارزونه کیږی د پورته ملحوظاتو په اساس بیا بودیجه ټاکل کیږی کومه چی د هیواد دوی سبب ګرځی.د افغانستان خلک په آزاد کاروبارکې په نړۍ کې ښه مقام لری زمونږ د هیواد داسی ډیر ملی پانګوال هم شته چی د نړی په ګوټ ګوټ کی یی خپله پانګونه کړی ده خصوصا په دی تیر ۲۰ کاله کی افغانانو ډیري پیسی پیدا کړی او دا لړی تر اوسه دوام لری هغه هیواد چی ټول وران ویجاړ وه  اوس له دی ستونځو سره سره یی خپل ځان او د پیسو ارزښت یی په نړیوال بازار کی ساتلی دی او پوروړی ندی اصلی لامل یی دلته د افغانانو خپل فکر دی چی له جګړی څخه یی لاس اخیستی او نور نه غواړی چی خپل هیواد بیا له بربادۍ سره مخ کړی اوس زمونږ په خلکو کی سیاسی انګیزه پیدا شوی دی نارینه، ښیځینه ځوانان او سپینږیری مو په دی پوه شی چی خاوره، وطن، ملت، آزادی او په کور دننه عزت او راحت ډیره برتری لری.

اکثره ځوانان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي  په مختلفو هیوادونو کی ډیر زحمت باسی او په نتیجه کی کافی پیسی لاس ته راوړی چی یوه برخه د اقتصاد دا جوړوی بل په دی تیر ۲۰ کالو کی افغان ځوانانو له خپلو کورونو څخه بهرنیانو ته حیرانونکي خدمات وړاندې کړی دی چی په نتیجه کی  ملیونونو ډالر افغانستان ته ګټلی او هم یی رالیږلی دی، افغانستان  په تیرو ۲۵ کالو کی د معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کی ډیر څه زده کړی او خپل هیوادوالو ته وړاندی کړی دی چی دا یوه لویه پانګونه بلل کیږی  افغانستان په هر کال کی په دی سکتور کی په میلیونونه  ډالر ګټلی او له دی لاری ډیر خلک په دی برخه کی بوخت دی او تر ټولو لوړ عاید تر لاسه کوی په داسی حالاتو کی چی په کور دننه ټولې د کار دروازی تړللی دی خو معلوماتی ټکنالوژۍ صادراتو تر ټولو لوړ عاید تر لاسه کوی په زرګونه شرکتونه دی چی په زرګونه ځوانان پکی کار کوی چی یو لویه لاس ته راوړنه ده.

په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او کندوز ولایتونو کی په زرګونه شرکتونه کار کوی چی  د یوټیوب، فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو سرچینو څخه عاید هم په معلوماتي ټکنالوژۍ کې شامل دی. په اوسنی حالت کی د افغانستان د کانونو نه په میلونونه ډالر هر میاشت تر لاسه کیږی چی دا هم د افغانستان په اقتصاد کی خپل لوی کردار لوبوی او ډیر خلک پکی په کار بوخت دی که چیری د افغانستان کانونه په صحیح او عصری ټکنالوژۍ استخراج شی د دی لاری نه کومی پیسی چی د افغانستان خزانی ته راځی هغه به څو چنده زیاتی وی او ضایعات به هم کم وی. تاسو دا هم معلوم دی چی افغانستان یو کرنیز هیواد دی مالداری فارمونو، زراعتی فارمونو د ودي په حال کی دی ټرانسپورت او سړکونه یی د پراخیږی شنه باغونه وچی میوی او له دی را ټوله شوی میوی د صادراتو په حال کی دی هر کال تر ۶۵۰ میلیونه افغانی عاید افغانستان ته راځی زمونږ د هیواد سابه، ترکاری لکه پیاز کچالو رومی بانجان او نوری سبزیانی په داسی حال کی د ملک دننه اړتیا پوره کوی نوره یی بهر ته صادریږی چی له دی زراعتی څانګی نه هم افغاسنتان ته تر ۴۵۰ میلیونه افغانی لاس ته راوړی،  خو ځینی وخت لیدل شوی دی چی افغانستان په داسی حالاتو کی ګاوڼډیان له خوګ ګوتي نیسی او د سیاسی فشار توګه تری ګټه اخلی په پوله خرابه حالات را مینځ ته کوی چی اکثره وخت تجار او بزګر ته ډیر تاوان رسیږی باید داسی حالتو ته جدی پاملرنه وشی،  که چیری په پوله حالت ښه وی او افغانستان ته اجازه ورکړل شی چی د واګي بندر له لاری هند  بنګال ته پیاز، رومیان ، کچالو او نور ډول ډول سبزیجات او میوی ولیګدوی له امله به یی په لویه پیمانه پیسی به د افغانستان،  پاکستان او هند  تجار او بزګر لاس ته ورشی.

افغانستان باید له نړیوال بانګ The World Bank ، آسیایی بانګ Asian Bank، آی ایم ایف (IMF) International Monetary Fund نه داسی مرستی تر لاسه کړی چی په هغو مرستو سود او قرض نه وی دا یوازی بشری مرستی وی چی پر هغو مرستو مونږ کولی شو بیلا بیلی پروژی پر لار واچوو خو دا کارونه هله تر سره کیدی شی چی افغانستان نړی په رسمیت وپیژنی او هغه ټولی تړللی دروازی خلاصی کړی کومی چی تر اوسه پوری له دواړو اړخه بندی دی نړیوال خپل شرطونه او ملحوظات لری او مونږ خپل دا هله حقیقت مومی کله چی دوه اړخیزه ډیلوګ یا ناسته ترسره شی. د افغانستان سرپرست نظام ته پکار دی چی هغه ټول تجارتی، اقتصادی، سیاسی، او اجتماعی نړیوال نورمونه، قوانین او سټنډرډونه په نظر کی ونیسی په کوم چی نوره نړی خپل کاروبار او معاملات ترسره کوی افغانستان خپله کلنۍ بودیجه تصویب کړه په دی بودیجی کی باید کافی اندازه زیاتوالی راغلی وایی خو ستونځی د دی لامل شوی چی مونږ نشو کولی په کافی اندازه خپله بودیجه نوری نړی ته ور وښایو تر څو له هغوی نه په دی کی پراختیایي مرستی تر لاسه کړو، زمونږ د پراختیایی پروژو اکثره کارونه په فنډونو یا مرستو باندی ولاړ دی البته لیدل کیږی چی د افغانستان ټول عواید چی اوس تر لاسه کیږی له هغوی نه هم کافی اندازه بودیجه جوړیږی، پراختیایی بودیجه باید زمونږ زیاته وی ځکه چی مونږ اوس له نظامی او جنګی حالت نه وتلی یو زمونږ مصارف په نظامی او جنګی برخه کی د نشت برابر دی د نظامی بودیجی پیسی باید په پراختیایی، تعلیمی، تجارتی او ټرانزیټی لاره ولګول شی تر څو هیواد د ترقۍ پر لار روان شی. داسی ښکاری چی زمونږ پراختیایی کارونه او بودیجه تر ۶۰۰ میلونه ډالرو زیاته وی ځکه چی هری خواته د سړکونو، بندونو، د اوبو مهارولو کارونه، پلونه، کانالونه، او نهرونه ویستل کیږی چی دا هم ډیر مصارفات لری.  حالاتو په کتو سره حکومت تر اوسه د حکومتی کارکونکو په برطرفۍ ، تنقیض او منفکی باندی اکتفا کړی ده. د حکومت داخلی یا شاهی مصارفات باید تر ډیر حده کم شی او کارکونکی باید زیات وی زمینه د کار باید ډیره وی تر څو له حکومت سره خلک همکاره اوسی او د خپل ژوند ترره کولو سره میاشتنی معاشات تر لاسه کړی.

د منفکی، تنقیض او برطرفۍ سره د حکومتی کارونکو معاشات تر  ۴۰ ٪ کم شوی دی اکثره د کار د نشتون له امله ښیځنه کارکونکو ته کم معاشات په کور کی ورکول کیږی. کوم کسان چی د کار عمر موده یی پوره شوی ده او تقاعد شوی دی دهغوی کلنۍ د تقاعد پیسی باید بیرته ورکړل شی ځکه هغوی خپل خدمت ترسره کړی او د تقاعد پیسی له معاش څخه ګرځول شوی او دایی حق دی. دغه پیسی بیرته چرخش کی لویږی او د هیواد اقتصاد ته ګټه رسوی او خلک هوسا ژوند کوی. سرپرست نظام باید د متقاعدینو د تقاعد پیسی، د معاش لرونکو کارکونکو وګړو باید مالیه کمه او هم معاف شی تر څو دوی وکولی شی په دی پیسو خپل ورځنی ژوند تر سره کړی که چیری حکومت نشی کولی بین المللی ټولنه، نړیوال بانګ، اسیاسی بانګ، ملل متحد څخه نقدی مرسته تر لاسه کړی تر څو د خپل وګړو د هوساینی لپاره مرستی را ټولی او په هیواد کی آرامی،  سوکالی، ترقی،  آبادی رامینځه شی.  حکومت خپل کلنی پلان لري چې د مالیې اساس پر خلکو او شرکتونو او نور تجارت  را کم کړی ځکه چی په هیواد دننه کار کم،  پروژی کمی، عایدات کم او ګټی کمی دی دلته باید د زیان مخه ونیول شی تر څو په هیواد کی خلک پاتی شی او نورو هیوادونه د کار لپاره ګډوالۍ ته مجبوره نشی دی ټولو په کتو سره داسی ښکاری چی  نړیوال  له مونږ سره ښه اړیکه نه لری همدا وجه ده چی دوی خپلی مختلفی پروژی بندی کړی ډی . د تولیدی فابریکو په کور دننه د پرچون پلورونکو، دوکاندارونو او سوداګرو څخه د مالیاتو په راټولولو کی کمی را مینځ شی ځکه چی افغانستان ټوله سرمایه بنده ده او خلک نشی کولی خپل کاروبار په ښه توګه تر سره کړی د پیسو نړیوال صندوق، بین المللی ټولنه، آسیایی بانګ او نوری کلنۍ بهرنی مرستی چی تر۲ ملیارده ډالرو په پام کی ونیول شی او هغه شرطو په پام کی نیولو سره افغانستان په داخل کی به اقتصادی فشار ډیر کم شی. بد بختانه زمونږ هیڅ  لاس نیوی په دی ۴ کالو کی هیچا نده کړی او نه هم مونږ کوم وړاندیز تر سره شوی دی. په هیواد کی ځینو برخو کی پرمختګ روان دی لا نور پرمختګونو ته ډیره اړتیا لیدل کیږی چی باید زمونږ کلنی بودیجه زیاته او هوسا ژوند را مینځ شی د آباد، سوکاله، پرمختللی، آزاد او لوی افغانستان په هیله.

۷ جوزا ۱۴۰۴

د لمر وړانګې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.