!ګرو شوي انسانان

عبدالواحد تابع

227
د انسان له پیداېښت څخه ترننه پورې د څو ګوتو په شمار کسانو له لوري ورته د ژوند کولو تګلارې ټاکل کېږي او پکې انسانان خپل ژوند مخ ته وړي.په ټوله کې که چېرته د انسانانو تاریخ ته په بېلابېلو سیمو او وختونو کې د دوی ژوند تر څېړنو لاندې راولوو ګورو چې یوه کس په یوه ډول ،باور او یا هم د خپلۍ پوهۍ له وجۍ توانېدلی تر څو یوه ټولنه تر خپل کنترول لاندې راولي او رهبري یۍ وکړي.ډېري وخت یادو کسانو کوښښ کړی تر څو خلک یو موټی او د کورني نظام په درلودلو سره وهڅوي تر څو سره یو ځای واوسېږي.
کله چې انسانان سره یو ځای اوسېږي نو یو بل ته په درنه سترګه ګوري د مشر او کشر درناوی پرځای او یوه سالمه ټولنه رامنځ ته کېږي او کله چې ټولنه سالمه وي نو خامخا اغېزه یې مثبته شي.
سره له دې چې پخوانیو انسانانو هم یو د بل وینې تویې کړي ،یو پر بل یې تیری کړی خو بیا هم کورني او ټولنیز جاپېریال کې یې مینه او درنښت حاکم وو.همدا کورني او ټولنیز نظم یې واکدارانو ته حکمراني اسانه کوله او واکمنانو به هم کوښښ همدا وو چې د ادب کچه یې تر عامو وګړو پورته وي.د وخت واکمنانو به هېڅکله ځان له یوه عام کس څخه اوچت نه باله.
تل کوښښ دا کېدو تر څو اخلاقي برخه تر هر څه پورته وي او همدا اخلاقیات د دین برخه هم ګرځېدلي وو.
د انسانانو په ډېرېدو سره ټولنو کې بېلابېل باورونه رامنځ ته شول او د هر باور خلکو ځان تر نورو اوچت او د نورو باورونو ته یې په سپکه کتل چې همدا سپکه په کینه بدله او لامل د دې وګرځېد تر څو یو د بل وینې تویې کړي او دا وښي چې د خپل باور پاسداري یې تر سره کړې ده.کله چې د انسانانو منځ کې د کینو او بدبینیو سیالیو جال خپور کړ نو حاکم قشر د اخلاقیاتو لاره پرېښودله او حکمرانان هم سرې سترګي شول.نور نو هر حاکم کوښښ دا کاوو چې څه ډول د نورو وینې تویې کړي تر څو یې خپل ولس ژغورلی وي.
د هرې سیمې خلکو به یو پر بل بریدونه کول او هره ډله به چې زور شوه نو بیا یې ځمکې،مالونه او څاروي خپله برخه بلل.
دا انساني ژوند چې تر ننه مونږ ته راپه برخه شوی او مونږ یې برخه یو د بې ګناه انسانانو د وینو تویولو په بیه تر مونږ را رسېدلی دی.
د تاریخ زړه ته چې ور دننه شو نو وبه وینو چې زمونږ مشرانو خپلې وسې ته په کتو سره یې ډېر داسې ناوړه تر سره کړي چې پر ولد یې شرمنده شو.خو له بده مرغه دا د ژوند برخه ده .
د وخت تیری کوونکو او ظالمانو به چې په یوه غریبه،بې وسه او بې کسه ټولنه باندې برلاسي شول نو تر ټولو دمخه یې د دوی تاریخ ورته له منځه وړ.دوی به کتابونه ورته وسوځول،تاریخي ابدات او سیمیزه هستي به یې ورته ړنګه کړله تر څو یې راتلونکی نسل پوه نه وي چې دوی څوک وو .کله چې انسان ظالم شو نو د نورو د ورکې او یا هم د دوی د تابع کولو لپاره یې داسې لارې وموندلې چې هېڅ پر ځان پوه نه وي او د دوی ملاتړی اوسي.ننی ځوان نسل د مشرانو درناوی نه کوي او پر داسې څیزونو باوري دي چې راتلونکی یې د نباهۍ کنده ده.نن سبا مونږ د تکنالوژۍ دوران کې ژوند کوو او هر څه د انترنیت له لارې د ګوګل،چت جي بي تي،اۍ ای او ورته فلتفورمونو له لارې تر لاسه کوو او پرۍ باوري یو.ننی ځوان نسل نور په تاریخ او کتاب باور نکوي او هرڅه دوی ته یاد شوي فلتفورمونه دي چې د یوې ډلې له خوا مخ ته وړل کېږي او نړۍ یې ښکار ګرزولې ده.اوس چې تکنالوژي د ژوند برخه ده نو مونږ هم اړ یو تر څو خپل نسل وژغورو او څه چې لرو ویې سپارو تکنالوژۍ ته تر څو مو خپل نسل ژغورلی وي.نن ګورو چې ځوانان هغه مني چې تکنالوژۍ کې پراته دي او حال دا چې دا یوه داسې کرکجنه او کینه یزه لوبه ده که ځان پکې پیدا او جوړ نکړو هرڅه به مو له صفر سره ضرب شي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=175327

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.