ایا نوې مارشلا پنجاب ژغورلی شي؟ /۱

سرلوڅ مرادزی 

146

په پاکستان کې د اساسي قانون ۲۷ تعدیل(Amendment )، د پوځي واکمن حکومت (مارشلا) لپاره لاره هواره کړه او په پاکستان دننه، ګاونډ او بهر کې یې لویه اندیښنه رامنځته کړه! 

ښه به دا وي چې لومړی د پاکستان په اساسي قانون کې تر ۲۷ تعدیل مخکې چې نوې پنجابي مارشلا ته یې زمینه مساعده کړه، ۲۶ تعدیل ته ورستون شو. 

په ۲۶ تعدیل کې لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د دې قانون په ۵۱ ماده کې د پارلمان د غړو په شمېر کې بدلون راووستل شو او هم یې په ۱۰۶ ماده کې د صوبایې اسامبلې جوړښت بدل کړ. دا دواړه تعدیلونه په ۲۰۲۴ کال کې پېښ شول. 

د دغه تعدیلونو موخه دا وه چې FATA (Federally Administered Tribal Areas) په پښتونخوا ایالت کې ورګډه کړي او د دې کار لپاره یې لا مخکې د ۲۰۱۸ کال د مۍ په ۳۱ مه، د پاکستان په اساسي قانون کې ۲۴۷ ماده، د افغانستان له اجازې پرته پخپلسر تعدیل کړي وه چې هغې کې نیمه خپلواکو قبایلو،FATA ته ځانګړي قانوني حقوق تسجیل شوي ول. دا حقوق د برتانوی هند او د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم تر ۲۰۱۸ کال پورې خوندي ول. 

د پنجاب لخوا، پخپلسرد FATA د له منځه وړلو په مهال، د افغانستان حکومت چوپه خوله پاتې شو او هغه وخت چې د امریکا په سرخېلۍ په اصطلاح نیمه نړۍ په کابل کې وه، د افغان ملت په برخلیک کې دا ستره پېښه هغوی سره یاده او شریکه نه شوه او د حکومت لخوا هیڅ منفي غبرګون ونه لېدل شو! 

د همدې ادلون بدلون په بهیر کې د امریکا په ځانګړې سپارښتنه، امریکا او انګریز پنجاب ته پیسې ومنلې چې پر ډیورند استعماري کرښه اغزن تار وغځوي او کنترولي دروازې(Chick Point) جوړې کړي. که څه هم تر دې مخکې د قبایلو په دې سیمه د ناټو او پنجاب ګډ هوایې بریدونه کېدل، خو کله چې د  FATA سیمه، د اساسي قانون د ۲۶ تعدیل وروسته د پاکستان رسمي خاوره شوه، پنجاب په بېغمه زړه په دې سیمه پوځي تالاشۍ پیل کړي او په مذهبي نومونواو قراني ایتونو یې لکه ضرب غضب، ردالفساد، المرصاد، عظم استحکام او داسې نورو شعارونو یې پوځي عملیات روان وساتل. عجیبه او خندنۍ دا وه چې د پنجاب تاریخي دښمن هند سره په پوله، د پوځي ځواکونو او ملیشو دومره غوبل نه وو جوړ، څونه چې د پاکستان په تازه ګټل شوې خاوره، د قبایلو په سیمه د پوځ ناتار جاري وو. شاوخوا ۸۰ زره پوځ د قبایلو په خاوره واچول شو.هغه مهال که څه هم په رسمي توګه مارشلا نه وه، خو په پښتونخوا او بلوچستان مارشلا جاري وه! پر پښتونخوا او بلوچستان خو د پاکستان تر جوړېدو راوروسته په تېرو ۷۸ کلونو کې هم مارشلا وه!  

د پاکستان په اساسي قانون کې بیا دوهم ځل ۲۶ تعدیل په ۲۰۲۴ ــ ۲۰۲۵ کال کې پېښ شو. دلته موخه دا وه چې قضاییه قوه کې پراخ بدلونونه راوړي. پلمه دا وه چې د قضاییه قوې واک، تر پارلمان او اجراییه قوې زیات دی او ترمنځ یې انډول نشته، د قاضیانو واکونه باید محدود شي! دا تعدیل په چټکۍ او په اصطلاح یوه شپه کې تصویب شو او د عامو خلکو او مدني ټولنو مشورو ته هیڅ پاملرنه ونه شوه! 

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو او په ۲۰۲۵ کال کې، لومړی په پارلمان او وروسته په قضاییه قوه کې په چټکۍ او بېړه سره بدلون، د دې لپاره وشو چې په اجراییه قوه کې هم د کودتا لپاره لار هواره شي. د اساسي قانون په ۲۷ تعدیل سره په اجراییه قوه هم کودتا ترسره شوه او واک د دولت په ټولو برخو کې د نظامیانو لاس ته ورغی. 

د پاکستان د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۱۲ نیټې، د پارلمان کړچار چې د هېواد د نیمژواندې دیموکراسۍ او د ملکي حکومت(هغه هم په پنجاب او سند کې) پر تابوت یې وروستي میخونه ورټک وهل، د پاکستان خونړي تاریخ یې نور هم خونړی کړ. دې چلند پوځ او د هغه په سر کې جنرال عاصم منیر د مطلق العنان دیکتاتور مقام ته پورته کړ. پوځي دیکتاتور د خلکو، پارلمان او نورو بنسټونو په وړاندې جوابګوی نه دی. اساسي قانون په پاکستان کې نور د چلند او اعتبار وړ نه دی. واک به د زور، ویرې، سانسور او د مخالفینو د ځپلو په وسیله ساتل کېږي. 

بلخوا په پاکستان کې مارشلا په حقیقت کې د پښتونخوا او بلوچستان د کنترول لپاره په کار لوېيږيمارشلا اصلآ د پنجاب او سند لپاره نه وي. د دې ځل مارشلا توپیر د پخوانیو مارشلاوو سره دا دی چې دا په رسمي توګه نظامي حکومت(مارشلا) اعلان نه شو، بلکې مارشلا د پوځي کودتا پرځای، پر قانون د کودتا له لارې پلې شوه. بل لوی توپیر یې دا دی چې دا د پنجاب ولایت او پوځ دواړو شریکه کودتا ده. پخوا یوازې پوځ کودتا کوله، خو اوس ورسره پنجاب ایالت هم شریک شو. 

پوځ به تر ټولو لومړی هغه چلند چې اسراییلو په غزه کې ترسره کړ، په پښتونخوا او بلوچستان کې پلی کړي. 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۱۷ مه 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.