وله یې مولوي صیب!
چې په تنګ شي، نو په جنګ شي.
د پنجاب د جنګ وزیر خواجه اصف او نور لوړپوړي پوځي مشران ښکاره وایې چې کابل دي د پنجاب د امنیت تضمین وکړي، یعني د پاکستان امنیت دې ونیسي چې د دوی له واکه پوره نه دی. د پوځ مشرانو ته چې اتومي وسله لري، د غاښونو پورې وسلوال دی او ځان د نړۍ شپږم پوځ بولي، د داسې طرحې وړاندې کول که یوخوا سپينسترګي او بېشرمي ښۍ، بلخوا د یو پرېوتي او لوېدلي مورال او دریځ استازولي کوي!
موږ چې کوچنیان وو، اورېدل به مو چې پنجابیان خورا ډارن او بېغیرته دي.
کله چې کابل، د پنجاب امنیت ونیسي نو د پنجاب په ګډون ټول خدایداد پاکستان د کابل تر واک لاندې شو. نو بیا خو، ښه دا ده اسلام اباد ووایې چې دوی د پاکستان په نوم د خاورې امنیت نه شي خوندي کولی او داوطالبانه دې خپله خاوره کابل ته حواله کړي. د پنجاب خو د توغندیو نومونه هم ابدالي، غوري او غزنوي دي او زموږ تاریخي ملکیت دی.
حقیقت دا دی، پاکستان د کوزو پښتنو په مټ جوړ شوی. په برتانوي هند کې د انګریزانو په وړاندې په مبارزه او جګړو کې کوم پنجابي مشر برخه نه ده اخیستې، کوم یو یې په زندان کې شپه نه ده تېره کړې! د کوم پنجابي په لاس او پښو کې د انګریزانو اتکړۍ او زولنې لېدل شوي نه دي. د انګریز سره په جګړو کې کوم یو غټ پنجابی شهید شوی او د هغه قبر او مزار هیچیرې نشته!
ایا د پاکستان تش په نوم موسس محمد علي جناح کومه شپه د انګریز په زندان کې تېره کړې؟ هغه خو لکه ناوې په توره ډولۍ کې انګریزانو له لندن څخه هند ته راوست او د پښتنو او هندیانو په مټ د ګټل شوي هندوستان په یوه برخه يې پخپل لاس د جوړ کړي پاکستان، پر تخت کښېناوه!
د انګریزانو او وروسته د پنجاب زندانونه، د پښتنو مشرانو فخر افغان پاچاخان، عبدالولیخان، صمد خان او د بلوچو مشرانو څخه ډک تېر شوي. په زنداندنو کې یې چپه مېچنې په پاچاخان ګرځولي!
پاکستاني کشمېر، ګلګت او بلتستان د پښتنو په مټ او وینو د پاکستان برخه ګرځېدلې!
د خواجه اصف موخه که دا وي چې د پاکستان امنیت دې پښتنو ته بیرته حواله شي، دا په یو منطق صدق لري، ځکه ډېره برخه یې د افغانستان خاوره ده؛ خو که هدف یې د کابل سره د نوې شخړې او جګړې په موخه وي، چې ښای موخه یې همداسې وي، افغانان او پښتانه د پنجابي ډارن او زبون پوځ څخه ډار نه لري او لکه زمري پرې وردانګي!
بلخوا که د اسلام اباد واکمنان په دې اند وي چې افغانان، طالب سره اختلافات لري، د پنجاب په وړاندې به په واحد سنګر کې ونه جنګيږي، دا خوب دې اوبو ته ووايي. که افغانان په کور دننه زړه بدي او د نظر اختلاف هم لري، د پنجاب په وړاندې لکه سوک یو موټی او متحد دی. د اسلام اباد پوځي او استخباراتي واکمنان، د افغانانو دښمنان وو او دي!
د اسلام اباد پوځي واکمنان په داسې حال کې چې په کور دننه داعش ساتې، په وسلو یې سمبالوي او بیا یې په کوزه پښتونخوا او د ډیورند د استعماري کرښې په بره غاړه، د ویجاړۍ لپاره استوي، خو پر افغانستان دعوه لري چې کابل ځیني تخریبي ډلې هغه هم د هندوستان په لمسون، پاکستان ته لېږي.
ټول پوهېږي، د پاکستان له خاورې امریکايې ډرونونه او الوتکې د افغاستان په حریم پرله پسې ګرځي او دا پر افغان حریم ښکاره تیری دی. دا هرڅه د اسلام اباد په اجازه او ملاتړ ترسره کېږي.
د اسلام اباد پوځ، د بګیرش که نګریت! دوه مخې پالیسې د افغانستان په وړاندې له څو لسیزو راهیسې چلوي.
په داسې حال کې چې اسلام اباد، د ISI د مشر عاصم مالک په مشرۍ یو پلاوی کابل سره د سولې د خبرو لپاره استامبول ته استولي، په ورته وخت یې د نظار شورا احمد مسعود د ایران له مشهد څخه د متحده اماراتو ابوظبۍ ته بللی چې هلته د اسلام اباد د بل پوځي پلاوي سره چې پکې تورنجنرال شهاب اعظم ایوبي، برید جنرال راشد او ډګرمن پادشا ګډون لري، وویني. په دې لېدنو کتنو کې احمد مسعود ته ویل شوي چې د مصطفی مستور(د عبدالله عبدالله خورایې) او فوزیه کوفي سره چې د ډبل عبدالله استازي دي، د طالب پر ضد ګډه جبهه جوړه کړي او پنجابی پوځ له دې جبهې هراړخیز ملاتړ کوي.
دوی یوخوا په استامبول کې د طالب سره د سولې خبرې کوي او بلخوا غواړي په همدې ښار کې د دوی په ضد دا جبهه هم جوړه کړي.
د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۳ مه، د پنجابي پوځ الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په یوه سیمه بمبار وکړ چې ۲۶ تنه ملکي افغانان يي ووژل. دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان لپاره د اسلام اباد استازی محمد صدق خان د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پر ډیورنډ کرښه د امنیت لپاره کابل کې په خبرو بوخت وو.
د اړیکو په تړاو پاکستان کې دوه ډوله نظرونه دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د «خیبر نیوز» تلویزیون سره په مرکه کې وايي« د پاکستان ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره اړیکي ورغوي، خو په وینا یې پاکستانی پوځ د اړیکو ښه کولو دا هڅې بېرته له منځه وړي.»
نوموړي په قطر او ترکیې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرو سره هممهاله د پاکستان دفاع وزیر توندو څرګندونو ته په اشارې وایې«د خبرو په جریان کې داسې کول، که له بل چا سره په مذاکراتو کې ګټه وکړي او که نه، خو له افغانانو سره چې څوک خبرو ته ناست وي او بیا له شا تهدید پسې کوي، دا د خبرو پر فضا ډېر بد اغېز کوي.»
د استانبول د خبرو د ماتې وروسته، مجاهد په ښکاره وویل، د پاکستان په پوځ کې ټاکلې کړۍ غواړي د امریکا لپاره د باګرام اډې د ترلاسه کولو په موخه، فضا خړپړه کړي!
وله یې مولوي صیب!
دا هغه شعار دی چې د اکتوبر په ۹ ورځنۍ جګړه کې، طالب جنګیالیو د ډیورند کرښې په سپین بولدک کې د پنجابي پوځیانو سره په نښته کې کاروه. ویل شوی چې په دې جګړه کې پنجابي پوځیانو ته سخت ځاني تلفات رسېدلي!
پای
د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.