د کتاب نړیواله ورځ تېره شوه، موږ ډېر پرې خبر نه شو. امریکایان تر ټولو ډېر او افغانان تر ټولو کم مطالعهکوونکي خلک وګڼل شول. ونهشرمېدو.
موږ افغانان، په تېره پښتانه کتاب نهلولو. پلمې ډېرې دي. غریب یو او د کتاب پیسې نهلرو. ښه کتابونه نهشته. هغوی چې کتابونه لولي، څه ګټه یې کړې، چې موږ یې به یې وکړو؟ وخت نهشته. چا یې په ګټو نهیو خبر کړي او…
زموږ افغانانو لویه ستونزه دا ده، چې د خپلې هرې نیمګړتیا لپاره له ځانه بهر یو ملامت لټوو. کله چې لاس ژوبل کړو، چاړه ملامتوو.
د نهلوستلو لپاره هم پلمې له ځانه بهر لټوو. څومیاشتې مخکې یوه، عجیبه سروې خپره شوه، د افغانستان په مارکېټ کې د یوه کال په ترڅ کې د ژاولو مارکېټ شپږ میلیونه ډالر او د کتابونو مارکېټ دوه میلیونه ډالر حساب شوی و. موږ شاوخوا څلويښت میلیونه خلک یو، ښايي د مطالعې وړ مو لس میلیونه شاوخوا وي. درې ځلې مو تر کتابونو پر ژاولو ډېرې پیسې ورکړي دي. که دا پیسې مو په ډوډۍ یا درملو ورکړې وای، بیا یې منطق درلود. ډوډۍ او درمل د ژوندي پاتېدا لپاره ضروري لومړیتوبونه دي، خو ژاولې؟
که وایو چې غریب یو او د کتاب پیسې نهلرو، نو ژاولو ته یې ولې لرو؟ سینګار ته یې ولې لرو؟ فیشن ته یې ولې لرو؟ په ټوله بډایه اروپا کې د نرینه و ښځينهوو لپاره د فېشن او ځانسینګارولو دومره تلوسه نهشته، لکه په بېوزلیو افغانانو کې چې شته.
ایران له امریکا سره جګړه کوي. ښايي د ځواک نورې سرچینې به هم لري. تېل لري، زېربنا لري، خو باور لرم، چې یو لوی عامل یې دا دی، چې ایرانیان کتاب او مطالعه داسې لومړیتوب ګڼي، لکه اوبه، درمل، خواړه او اکسیجن. ټولنه د وګړیو ټولګه ده، که وګړي لوست کوي، نو روښانه کیږي. د روښانه انسانانو ټولګه روښانه ټولنه وي. د هوښیارو انسانانو حکومتونه مسئول، خدمتګار او پیاوړي وي. لوستي خلک خپل نظامونه خدمتګارۍ ته مجبوروي. د لوستیو وګړیو ټولنې له اقتصادي پلوه مختګ کوي او خدمات پهکې ښه وي. لنډه یې دا چې کتاب لوستل فردي او ټولنیز ژوند ښه کوي.
په هیندوستان کې څو ځلې د هیندوستاني پوهانو او لیکوالو کورونو ته مېلمه شوم. د کور لوښي یې ډېر کم، ساده او ارزانبیه وو، خو ټولو په کورونو کې بډای کتابتونونه لرل. په اروپا کې چې ژوند کمپیوټري شوی دی، کتابتونونه تر پخوا لاپسې مهم شوي دي. په هر ښوونځي کې کتابتونونه شته، خو بیا هم اونۍ کې یوه ورځ ماشومان عامه کتابتونونو ته بیايي، هیڅوک دا پلمه نهکوي، چې په ټولنیزو جالپاڼو کې بوخت یو او فیزیکي کتاب ته وخت نهلرو.
زه پوهیږم، چې د همدې لیکنې په وړاندې به افغانان ډول ډول استدلال کوي، چې ولې کتاب نهلولي. د عواملو شاربل، دلایل موندل او استدلال کول حللاره نه ده.
ملګری مې بېوزلی و، موږ دواړه بېوزلي وو، تر ځوانۍ مو په مړه ګېډه ډوډۍ ونهموندله. سخت فیزیکي کارونه مو هم وکړل، خو ملګري مې د ژوند تر ټولو ډېره مطالعه هماغه د سختۍ په کلونوکې وکړه، ده باور نهدرلود، چې مطالعه به یې مادي ژوند ښه کړي، خو مطالعه یې د پوهېدو لپاره کوله. د کتاب پیسې یې نهلرلې، خو کتابونه یې لرل.
موږ شکایت کوو، چې کتابونه نهشته، یا یې وخت نهلرو، یا یې پيسې نهلرو، یا ګټه نهلري. ناشران او کتابپلورونکي شکایت کوي، چې کتابونه شته، خو څوک یې نهاخلي. لیکوال، څېړونکي او مولفان وايي: د کتاب لیکلو انګیزه نهلري، مایوسه دي، کتابونه یې نهخپریږي او دوی وږي دي.
که فیزیکي کتابونه نهوي، نو بريښنايي pdf کتابونو ته مو زړه تنګیږي، په ډېر کبر او غرور وایو، دا نو څوک لولي، ځینې په ډېره کلانکارۍ وايي: دومره اوږدې لیکنې او پنډ کتاب نو څوک لولي؟ لکه د نړۍ تر ټولو لوی میلیونران چې د ژوند هره شېبه یې میلیونونه ډالر ګټي! موږ خوار کبرجن یو. په ټولنیزو رسنیو کې بېادبه، ښکنځلمار، بېتربیته او سپکژبي یو، ټولنیز اخلاق نهپېژنو، که یې نهمنئ د افغانانو فیسبوکونو، X ، ټویټرپاڼې یا ټیکټاک ته سرورښکاره کړئ، خوا به مو راوګرځي. موږ په ټولیزه توګه بېادبه یو، ځکه ادب او اخلاق تر کورنۍ روسته له کتابونو زده کیږي او موږ کتاب نهلولو. ځینې به وايي چې په نورو ټولنو کې هم بېادبه او بداخلاق وګړي شته، په نورو کې دومره نهشته او که وي، هغوی ماړه او هوسا دي، بېادبي له مستۍ او مړښته کوي. وږې، بېوزله او بحرانوهلي افغانان د بېادبۍ او بداخلاقۍ حق نهلري، ډېر بد ښکاري.
ټولنه به غریبه وي، خو هغوی چې ډېرې پیسې لري هم مطالعه نهکوي. یوشمېر افغان نرینه دوه یا درې ښځې لري، تر لسو یې بچیان زیات وي، خو په کورونو کې د لسو کتابونو د لرلو په اهمیت و ارزښت خبر نهدي. که د ژاولو مصرف درې ځله تر کتابونو زیات وي، نو د سېګرېټو او نصوارو به څو وارې زیات وي؟
په افغانستان کې د مصرفېدونکو نصوارو لګښت، ترې راپېښې ناروغۍ، چاپېریال ته اوښتی تاوان او ناولتیا محاسبه کړئ، باور لرم چې سلګونهزره کتابونه پرې خپریدای اولوست ته چمتو کېدای شي. زه باورلرم، چې په افغانستان کې تر کتابونو توکاڼی (تفدانۍ) ډېرې خرڅيږي. سلګونه داسې کورنۍ شته، چې پهکې شل کتابونه نهشته، خو یوه یا ډېرې توکاڼي (تفدانۍ) لري.
ښايي د دې په وړاندې استدلال وشي، چې مخدرات او منشیات خو په هره ټولنه کې شته، خو په نورو ټولنو کې کتابونه هم شته، لوست هم شته. موږ بېکتابه او بېلوسته یو، بېوزلي او روستهپاتې هم یو.
موږ که وږي یو، که بېوزله یو، که تر استبداد لاندې محروم یو، که په جګړو کې یو، که بېاتفاقه او په تربورګلویو کې ډوب یو، نو یو لوی لامل یې دا دی، چې موږ نهپوهیږو او ځکه نهپوهیږو، چې کتابونه نهلولو. نور عوامل به یې هم وي، خو بنسټي او لومړنی عامل یې زموږ ټولیزه ناپوهي ده.
موږ خپلو ماشومانو ته تر کتابونو زیات د لوبو وسایل اخلو، پلاستیکي تومانچې او ټوپک ورته اخلو، خو د ماشومانو د کیسو او انځورونو کتابونه نهاخلو. موږ هغه ملت یو، چې د میندو په للو للو او د ماشومانو په ترانو پورې ریشخند وهو، پرې خاندو، مسخره کوو یې او د معصومو ماشومانو په لوبو پورې په ټوکو او مسخرو کولو زرګونه ډالره د انترنت لګښت کوو.
موږ هرډول کتاب ته اړ یو د ماشومانو له لوبو، ترانو، ادبیاتو نیولې ترتخصصي او علمي کتابونو، معلوماتي کتابونو، ذوقي کتابونو او اطلاعاتي کتابونو پورې. تر هغو چې ژوند په کتاب او کتاب په ژوند پورې ونهتړو، دغه شته بدمرغي به مو پای ونهلري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.