د کتاب د ورځې په مناسبت څو غزلونه، د غزلو یو شمېر بیتونه او ازاد نظمونه در ډالۍ کوم
هغه کتاب چې پکې شنې وې د خالونو کرښې
هغه کتاب د اور په منځ کې به سوځېږي څنګه؟
+++
هر چا د شمعې د رڼا د مخ کتاب لوستلو
خو چا و نه ویل چې شپې ولې رنا و نه کړه!؟
+++
څنګه به وچ شې، څنګه ترمې، ترمې باد به یې یوسي
د ژوند کتاب ته د رڼو اوښکو قایه لرمه
+++
دعشق دښمن په سل کتابه له دې خاورې نه ځي
تر څو چې پاڼې د قران پسې را وانه ړوو
+++
پرېږدې چې دنګو محلونو کې ډیوې بلې وي
رڼا ترې خامخا زمونږه کتابو ته راځي
+++
نوره په غاړه ګردنۍ زمانې نه شم وړلی
قلم کتاب راکړه له لاسه مې وسله دې واخله
+++
ده به نو چېرته وي کتلی په کې مخ د دنیا
ده چې کتاب پرانست یوازې د کتاب لپاره
+++
په لار کې تور په وینو سره ټکي راټول مې کړه ټول
هغه ماشوم به چېرته وي چې دا کتاب یې ور کړو!؟
+++
هر توری چې د زړه له هر یو ترنګ سره ساه اخلي
همدغه د سندرو ډک کتاب واخله ملا
+++
کتابونه
هغوی به په منګول کې ډیوې وړي د کتابونو
چې څوک تاخچې په کور کې جوړوي د کتابونو
خیر نن که دې د ټکو په لمنې اور بلېږي
په تا به یوه ورځ دور راځي د کتابونو
څراغ به یې د ژوند دباد په لاس کې هم بلېږي
دا څوک د شپې په ستورو چې نوم ږدي د کتابونو
له کوره د هغوی د رنګینیو رڼا وځي
وږمې چې په کاله کې دوی وېشي د کتابونو
د مینې ساه به اخلي د هغې ځمکې وګړي
خبرې چې تل یو بل ته کوي د کتابونو
د زلفو له تارونو او د سپینې سینې جنګ نه
په ګوتو کې نغمې به ترنګوي د کتابونو
که چا ورته ګوګل لکه رباب په لاس کې ورکړ
دا وخت پکې نغمې به غږوي د کتابونو
په دې ځمکه که تېرې قافلې شوې د میېنو
نو خلک به یې کیسې سره لیکي د کتابونو
په تا یې د شنه خال “افغانستانه” پېرزو نشته
تندي نه دې خورې وړانګې سېځي د کتابونو
د کلي هدیره کې د ازمون قبر همدا دی
چې سرته یې ولاړې شناختې دي د کتابونو
۲۰۲۴/ ۱۹/ ۳ مارګله ـ پښتونخوا
+++
شبنم به څه خوري؟!
د ګل په مخ باندې که ګرد نه وي شبنم به څه خوري؟
وایه بهاره! که ته نه یې کلی چم به څه خوري؟
په دې خبره اندېښنې راشي په مخه مې کړي
که مې وجود که وینه وچه شي نو غم به څه خوري؟
موږ د یو بل په مینه ژوند کړو د ښکلا په غېږ کې
سترګې که نوي، نو انځور ددې صنم به څه خوري؟
ته به د زړه وینې پرې خامخا زړګیه څښې خو
که دا خبرې د زړه نه وي نو قلم به څه خوري؟
زما وجود مرګیه واخله خو درد پرېږده را ته
که شړېدلی دېوال پرېوځي نو بیا نم به څه خوري؟
ته به د زړه وینې پرې خامخا زړګیه وڅښې
که دا خړ ټکي نه وي وایه، نو قلم به څه خوري!؟
د خپل رنځور وطن په حال باندې مې وژاړمه
وایم کتاب که نه وي، دغه رنځ و دم به څه خوري!؟
ازمونه خدای مکړه که دا کاڼي ګلونه نه وي
په دې بېدیا کې سرګردان د باد قدم به څه خوري!؟
۲۰۲۲/۳/۳ زمان خان کلا ـ کابل
+++
کتاب
ما د مینې کتاب پرانیست
دا لومړی توری یې ته وې
او دویم او درېیم هم دا ستا د نوم وو
کتاب لولم بل څه نشته
همدا ته یې
چې د هرې کرښې شا ته
را ته موسکه موسکه کېږې
ستا د مینې سیوری
هر توري کې وینم
د هر توري تر شا غږ
ستا د وجود د شنه کېدو
او د قامت سیوري ته دمه راځي
په دې کتاب کې همدا ته یې
ځکه یې لولم په خوند او په رنګ
کتاب مې ټول تمام کړ
ستا له تصویره مې بله څه
سترګو کې نه شوله شنه
زړګي مې وپوښتلم
په دې کتاب کې وایه څه راغلي؟
ما ور ته ستا نوم واخیست
نو ټول کتاب په همدې یو نوم
تمام شوی و، که بل څه هم وو؟
ما وې خبره همدې یو نوم کې ده
ما سر تر پایه همدې نوم سره خبرې وکړې
ځکه خو هم مې دا کتاب تمام کړ
ویل یې خاورې به ملا شې یاره
په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه ۲۰۲۰/ ۴/ ۸زمان خان کلا ــ کابل
+++
ولولې ته!
(نثري نظم)
زما د زړه کترې، خوږې لورې ولولې!
زړه ته نږدې له سترګو لرې
سلام مې واخله
زه پوهېږم چې ته به اوس هم زما په یاد له کتابتونه ګردونه څنډې.
لورې!
ما دې نه کالیزه ونمانځله
نه مې ته له ګوتې ونیولې
چې د کوم ځای په ننداره دې ستومانه ذهن ومینځم.
لورې!
در ته ښه ملامت یم،
خو څه وکړم؟
زموږ پر ګلونو زهر ووري او په هر قدم را ته د مرګي دام غوړېدلی.
لورې!
همدا زه ښه یم چې د دې حالاتو قرباني یم
ستا د ښکلي وجود ټوټې بیا نشم را ټولولی.
زاره به مې وچوي.
کتابونه لوله،
لویه خزانه ده.
ستا پلار که تا ته نوره مینه در نه کړه، نو دا خو ومنه چې لوی کتابتون یې در ته کور کې پرېښود.
زه دلته له نورو معنوي اولادونو، وروڼو او خویندو سره د تورو ټکو په زده کړه بوخت یم.
یوه شېبه هم له دوی نه جدایي خوند نه را کوي.
لورې!
پر کومه ځمکه چې موږ او تاسې ګرځو،
پر دې د سکروټو کرکیلی شوی،
ګوندې په دغه ځمکه په ګډه رڼا ونڅوو.
لورې!
زه د یو ورک سباوون، ورکې رڼا په لټه را وتی یم.
ته را ته دعا کوه؛
ګوندې ستا په وړه لپه کې دغه ورکه رڼا پیدا او غځونې وکړي.
زه پوهېږم،
ته چې نور ګورې؛ د پلار او لور مینه ګورې، ځورېږې به؛
خو وړه لپه دې بېرته کړه، همدا یوه دعا پر چاودلو شونډو زمزمه کوه او په اوښکو یې لیکه چې؛
«په ورکې پسې ورکه پلاره!
سپینه رڼا دې لکه کوترې له لاسونو والوځه چې ټوله دنیا دې وړانګینه او ښکلې کړې
او زما په څېر نور د رڼا وچکالۍ ځپلي د دې رڼا په څانګو د ژوند اوبه وڅښي.»
د خدای په امان
۲۰۲۰/ ۹/ ۸زمان خان کلا ــ کابل
+++
خپل کتابتون ته
زما د ژوند پانګې
د ژوند ملګریه
ای زما ستړیه
د وختونو ګرد وهلیه
کتابتونه اشنا!!!
ما دې د مخ د صحیفې
دا ټول خالونه لا لوستلي نه دي
ما مې په سترګو کې
دا ستا د تورو تورو زلفو لیکې لا ښکل کړې نه دي
ژوند ډېر نیمګړی او ډېر لنډ دی اشنا
چې لږ دا ستا پر مخ زرغون خالونه وشمېرم پرې
په دې کې پړ یم درته
افسوس افسوس زما د ژوند ملګریه
مرګی راځي په ډېر تلوار
خو زه پخپل مرګ باندې نه یم خفه
زه به اخر د تور لحد تورو تیارو ته
په دواړو ولیو د ژوند ایښې ستړیا
دمې ته ورسوم
له خوبه ډکې سترګې
به د درانه خوب په څنګل واړوم
زړه مې په تا خوږېږي
چې پس له مرګه به زما
څنګه دا ستا د ژوند شېبې تېرېږي؟
ستا حال به څنګه وي او څه به کوې؟!
د اکتوبر ، دیارلسمه، ۲۰۲۲
+++
خزانه
ما به مې هر سهار د ذهن سترګې
د المارۍ په ګډو وډو کتابو پرېولې
ما به مې هر سهار د زړه تارونه
د تورو ټکو آهنګینو غږو
په ترنم ترنګول
ژوند مې را ټول و د رڼو تورو په تورو ټکو
اوس چې له تورو غرو پناه یمه د قاف د ښاپېرو په غېږ کې
د ژوند هغه رنګیني نشته
او لا خور اور دی
لکه د باد زلفې پر مخ
انجر بنجړ پروت دی
زه د نېستۍ لومه کې بند یمه او له ذهنه ستړی
له مانه لویه خزانه پاتې ده.
۲۰۲۳/ ۱/ ۶ بحریه کالوني، اسلام آباد
ما د خپل شعر کتابچه
او کتاب دواړه
د هغه ښار په لویه تړه باندې کېښودل چې
لوږې ځپلی او قحطۍ ور باندې سیوری کړی
ما مې کتاب او کتابچې ته کتل
چې باد یې پاڼې ښکلولې او باڼه یې سندریز شول واړه
په شور و ځوږ کې یې مستي پرېوته
ترې نه شوه هېره لوږه تنده د ژوند
خو د مخلوق سترګې ور وا نه وښتې
د باد رنګین شور ته یې غوږ کېنښود
ما خلک ولیدل په ګڼ بازار کې
د کتابچې او کتاب مخ ته تېرېدل
خو هیچا هم قدرې ور و نه کتل
د پاڼو شور ته یې غوږ و نه نیوه
نه یې لېمه په دغه نیت پرانستل
چې یو څو ټکي په بڼو ترې واخلي
ما د کتاب او کتابچې په حال ښه ډېر وژړل
له ځان سره مې دومره وویلې
که دا ډوډۍ وای چېرې
نو اوس به یو پوټی هم پاتې دلته ننه وای له چا
خو دلته څوک د تورو تورو کلمو پالنه څه چې
تش ورګوري هم نه
ددغه ښار په حال مې زړه وسوځېد
د کتابچې او کتاب مخ مې دواړه ټپ کړل
د اوښکو شور و ځوږ مې د باد منګول کې ولید
هیچا کتاب او کتابچې په لاس کې پورته نه کړه
زه د همدغه ښار او دغو خلکو
د ژوند لپاره شنه خالونه تخنوم رڼوم
په هره ورځ
له تور ټکو او له تورو کرښو
د ژوند نغمې ويښوم
د هغه قام په حال زړه سوی پکار دی
چې بې ډوډۍ
د ښار په منځ کې
په تورو ټکو، تورو کرښو پسې نه ورګرځي
چې د کتاب غلا په کوم ښار کې نه وي
له دې نه ښکاري چې د ژوند مانا یې پرېیسته تیارو ته پښو کې
۲۰۲۴/ ۱۸/۳ مارګله ـ پښتونخوا
+++
زما هیله
زما د قبر پښو او سر ته
د خړو تیږو، خړو شناختو پر ځای
له کتابونو نه کړئ شناختې جوړې
زما به روح درنه وي ډېر خوشحاله
۲۰۲۴/ ۱۸/۳ مارګله ـ پښتونخوا
+++
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.