غزل

طایر ځلاند

33

غزل

په هر تصویر باندې مې زړه کاوه، ګمان دهغې
څوک پکې ځای نه شول ،چې و دغه مکان دهغې
ځمکې راواړولې سترګې خپل خاموش وجود ته
مرسته، چې ونه کړ ه په سخته کې اسمان دهغې
ما په کې نښې د ژوندون درنګ ونه کتلې
هر څو که جوړو آینو ځنې دوکان دهغې
تاسو خویل، چې هغه ورځ به دقیامت ورځه وي
دانن مې څنګه دی لاسونو کې ګریوان دهغې
هغه شېبې چې ستا دعشق په ریاضت تېرې دي
نه پرې پښېمانه یم او نه راغی ارمان دهغې
هسې کرل راته دنیا زړه کې دشک تخمونه
چې رانزدې شو نو نه زه کم شوم، نه شان دهغې
دشبنم څاڅکی یم طایره دګلا ب په پاڼه
باران خو نه یم چې خالونه به کړم وران دهغې

غزل

زما سترګې، ستا جمال دی ، خوب او خیال دی
دا منظر، دکوم یو کال دی ، خوب او خیال دی؟
لاس مې ایښی په کتاب دی، که ريښتیا شي
ستا په نوم باندې مې پال دی ، خوب او خیال دی
امکان شته، چې ستوري ځمکې ته راکوز شي
خو ته وايې ،چې محال دی، خوب او خیال دی
ماخو نه ګنل، چې زړونه به، بدل شي
زمونږ منځکې، چې دیوال دی ، خوب او خیال دی
شب پرست خو به طائره ،هرڅه وايي
په لمرونو، چې زوال دی، خوب او خیال دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.