۱. رواني زیانونه:
• د وېرې او اضطراب زیاتوالی
• د خپګان (Depression) رامنځته کېدل
• د یوازیتوب او ګوښهتوب احساس
• د احساساتو د کنټرول کمزوري
۲. د ځان باور کمېدل:
• ځان کم ارزښته ګڼل
• د “زه نه شم کولی” فکر پیاوړی کېدل
• د نوو کارونو د هڅې نه کول
• د ناکامۍ دوامداره وېره
۳. چلندیزې ستونزې:
• تندخویي او غوسه ناک چلند
• د زور او تاوتریخوالي تقلید
• دروغ ویل د سزا د مخنیوي لپاره
• د قوانینو نه منل
۴. د زده کړې اغېز:
• تمرکز کمېدل
• له ښوونځي سره بېعلاقګي
• د زده کړې کچه ټیټېدل
• د نوښت او فکر کمزوري
۵. ټولنیز زیانونه:
• له نورو ماشومانو سره د اړیکو ستونزې
• بېباوري او شک
• د سالمو اړیکو نه جوړېدل
• د ټولنې نه ځان لرې کول
۶. اوږدمهاله اغېزې (په راتلونکي کې):
• د کورني تاوتریخوالي تکرار (خپلو ماشومانو او مېرمنې سره یا که ښځه وي مېړه او خسرګنۍ سره هم)
• کمزوری شخصیت او تصمیم نیونه کې ناکام
• د رواني ناروغیو خطر زیاتېدل
• د ناکامو اړیکو احتمال زیاتېدل
۷. فزیکي زیانونه:
• د بدن ټپونه او درد
• د مغز او اعصابو پر وده منفي اغېز
• د ماشوم د سالمې ودې خنډ کېدل
ماشوم د ټولنې هغه نازک ګل دی چې د مینې، درناوي او سالمې روزنې په فضا کې وده کوي. کله چې یو ماشوم د فزیکي وهلو، سختو رټنو او سپکو خبرو سره مخ شي، نو دا یوازې د هغه په بدن نه، بلکې د هغه په ذهن، احساساتو او راتلونکي ژوند ژور اغېز کوي لکه چې پاس ذکر شول .
فزیکي سزا ښايي په لنډ مهال کې د ماشوم چلند بدل کړي، خو په حقیقت کې دا د وېرې، کرکې او بېباورۍ تخم کري. هغه ماشوم چې تل وهل کېږي، زده کوي چې ستونزې په زور حل کړي، نه په خبرو او تفاهم. داسې ماشومان اکثره په راتلونکي کې یا ډېر تندخویه او غوسه ناک وي، یا برعکس، بېباوره او کمزوری شخصیت لري.
رټل او توهینول د ماشوم د ځان باوری تر ټولو ستر دښمنان دي. کله چې ماشوم ته په تکرار سره وویل شي چې “ته هیڅ نه شې کولی” یا “ته بد ماشوم یې”، نو دا خبرې د هغه په ذهن کې د تل لپاره پاتې کېږي. په پایله کې، ماشوم خپل ځان کم ارزښته ګڼي، له خلکو څخه لېرې کېږي، او د زده کړې او پرمختګ شوق له لاسه ورکوي.
پای کې :
• ماشوم په وېرې نه، بلکې په مینه او درناوي سم وروزئ
• سزا د حل لاره نده ، بلکې ستونزه نوره هم ژوره کوي
مثبتې خبرې او لارښوونه تر ټولو قوي وسیله ده.
ليکنه: سپوږمۍ وردګ
پدې تصویر کې دا دوه له بېلو کورنیو څخه ماشومان وګورئ .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.