کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر په اړه د کینیا عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړه چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي.
د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې نایروبي کې له یوه هوټله نیول شوی و.
د بيبيسي د راپور له مخې، پر هغه قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تورلګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي. تېر کې داسې انګېرل کېده چې ښايي پر هغه افغانستان کې دامریکا د حضور مهال تورونه پورې شوي وي.
خو دا لا روښانه نه ده چې د قاچاق تورونه پر ښاغلي قدیر افغانستان کې دننه او که بهرلګول شوي دي.
راپور کې راغلي، تېره ورځ قاضي الکزاندر مټېټیو په خپل پرېکړه کې وویل چې دی د ابتدايي محکمې هغه پرېکړه قانوني ګڼي او تائیدويیې چې له مخې یې قدیر امریکا ته سپارل کېږي.
خو د هغه وکیلانو په خپله دفاعیه کې ویلي و چې د امریکا او کینیا ترمنځ د بندیانو د استولو هوکړه نشته او بل دا چې پر ښاغلي قدیرلګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري.
قاضي مټېټیو د پرېکړه د اعلان پر مهال وویل، د “نړیوال اصولو له مخې هغه [ظاهر قدیر] امریکا ته سپارل کېدای شي.” د ده په ټکو کهکینیا له امریکا
سره دوه اړخیزه تړون نه لري، خو د نړیوالو منل شویو قواننیو له مخې د بندیانو استول شته.
د ظاهر قدیر وکیل له دغې پرېکړې وروسته ویلي، دوی به د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریضه وکړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.