په هېواد کې د روان ناورین او روستیو پېښو په اړه
د افغانستان د جمهوري غوښتونکیو خوځښت دریځ
دا ورځې افغانستان د خپل معاصر تاریخ له یوه سخت پړاو څخه تیریږي. په کور دننه د ملي مشروعیت تشه او په سیمه کې پراخ او پيچلي جنګونه او بحرانونه روان دي، چې هېواد یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. د افغانستان پر پاکه خاوره د پاکستان څرګند او خونړی پوځي تیری کیږي او ملکي خلک یې په بمباریو او توغندیزو بریدونو کې وژل کیږي.
دا یو علمي اصل دی، چې په یوه هېواد کې اساسي قانون، ملي شورا، د خلکو په اراده انتخاب شوی حکومت نه وي، د ښځو او نارینهوو د تعلیم، کار، د بیان ازادي، او نور مدني حقونه تروړل شوي وي، تعلیمي، اقتصادي، سیاسي او امنیتي موسسات فلج وي، په هغه هیواد کې له ولسونو سره د ملي مسایلو په اړه زیاتې پوښتنې پیدا کیږي او د لویو پېښو پرمهال د خلکو له ارادې رامنځته شوی ملي موقف او دریځ په واضح بڼه څرګندېدای نهشي. هیڅوک نهپوهیږي، چې ملي ګټې څه او د ولس ریښتینې اجماع کومه ده؟ د ملی موسساتو ښګیڼه دا ده چې پر هېوادنیو مسایلو هرڅوک په ازاده توګه بحث کولای شي او د مشورې لار پرانیستي وي. په لویو ملي مسایلو کې منتخب حکومتونه د خلکو په اراده د جوړو قوانینو پر بنسټ د وطن او ملت په ګټه پرېکړې کوي. د اسلام په سپېڅلي دین کې هم د ژوند په هره برخه کې مشوره د (وأمرهم شورى بينهم) پربنسټ لازمه ګڼل شوې او تر مشورې روسته (فإذا عزمت فتوكل على الله) پر خدای د توکل او بیا عمل کولو په پایله کې هره چاره په غوره بڼه ترسره کیږي.
افغانان په اوسنې وخت کې له معلوماتي تشې او ناخبرۍ ځوریږي. د نظریاتو ګډوډي، تورلګول، منفي تبلیغات ، قومي و ژبنیو تعصباتو، ښکنځلو او سپکاویو ته لمن وهل په همداسې فضا کې زور اخلي چې د خلکو مثبتې او ملي اجماع ته امکانات نهوي.
معلوماتو ته د لاسرسي امکان او د مسئولو حکومتونو له خوا د عامه افکارو مثبت مدیریت د داسې ګډوډۍ مخه نیولای شي. د طالبانو د حاکمې ډلې استبدادي چلند، شدید سانسور، ګنګ و متضاد روایتونه، د پېښو په اړه د معلوماتو پټولو او غیر مسوولانه دریځونو له ولس ځنې لار ورکه کړېده.
په داسې وخت کې ولس نهپوهیږي، چې خپل غږ پورته کړي، که چوپ پاتې شي؟ ملي موقف او دریځ ورک وي او هیڅوک د ملي ګټو لوری لودن نهپېژني.
د افغانانو د دغه حالت اساسي لامل په وطن کې د قانوني او مشروع حکومت نشت دی. افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه په شدت منزوي دی.
ولس او وطن د یوه خبیثه مثلث تر منځ راګیر دی؛ یوه خوا د غرور او تکبر پر نیلي سپاره طالبان، چې خپل استبداد او نامسئوله چلند ته دیني رنګ ورکوي او خپله هره ناروا د خدای حکم ګڼي، هرڅوک چې د دوی په شان فکر نهکوي کافر او دوښمن یې بولي.
بلخوا یوشمېر پخواني سیاسیون، مدني ټولنې، ټولنیزې جالپاڼې، صوتي، تصویري او چاپي رسنې د افغانانو تر منځ د یووالي پرځای تعصب، بېلتون، تربګنۍ او بدبینۍ ته لمن وهي او د متحد ملي ګډ سیاسي کار او موقفنیولو امکانات یې له منځه وړي دي.
په درېیم اړخ کې پاکستان دی، چې د افغانستان د زمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ، ولس او ملي ارزښتونو دوښمن دی، دافغانستان او افغانانو په وړاندې یې د جګړې خونړۍ هنګامه توده کړې او د ستراتيژيک عمق د پالیسۍ له مخې په هرڅه کې د استخباراتي نفوذ له لارې بېباوریو، دوښمنیو او د بحران ژورېدو ته لار هوراوي.
له افغانانو څخه لاره ورکه ده، چې د طالبانو او پاکستان مناسبات ریښتیا څه او څنګه دي؟ په دې برخه کې ابهام او تناقضات دومره ډېر دي، چې د نظرونو تفاوت او تضادونو یې د افغانانو ترمنځ فضا له شخړو ډکه کړې او هرلوری خپل مخالف په پاکستانیتوب تورونوي، ښايي همداسې فضا رامنځته کول به د پاکستان هدف و، چې ټول افغانان پر ټولو افغانانو بېباوره کړي.
بله بدمرغي دا ده، چې د ټولنې ګڼشمېر نخبهګان، پخواني چارواکي، ریښتیني دیني عالمان، پوهان او اکاډمیک شخصیتونه یا چوپ دي او یا په شدت ناهیلي او د پوچۍ په احساس اخته دي. سیاسیون د بېباورۍ په فضا کې تیت پرک او له انسجام او تشکل څخه پردي شوي دي.
خو په داسې ګردجنه سیاسي فضا کې لاهم یوشمېر ژمن او باارادې افغانان، چې په خپل ملي موقف کې ثابت دي چوپ نهدي ناست. دوی پرته له دې چې د خبیثه مثلث د پلویانو د تورونو او تبصرو یا منفي روایتونوتر اغېزلاندې راشي خپل فعالیت او مبارزه جاري ساتي.
په دې لړ کې د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغانستان تر سقوط روسته، له هېواده بهر لومړنی فعال سیاسي تشکل دی، چې څلور کاله وړاندې جوړ او خپله تګلاره و څرګند دریځ یې اعلان کړ. د جمهوري غوښتونکو په نظر:
1 .د افغانستان تېر پنځوسکلن تاریخ ښيي، چې جګړه حللاره نهده. د افغانستان ټولې ستونزې باید په بینالافغاني خبرو حل شي.
2 .په افغانستان کې د نفې او انحصار سیاست پایلې لرلی نهشي، هېڅلوری بل نفي کولای او بشپړ له صحنې ایستلای نهشي. که طالبان یا د هغوی مخالفان دا هڅه کوي، نو وطن ته له تاوان او د بحران له اوږدولو پرته بله پایله نهلري.
3 . جمهوريغوښتونکي پر جمهوري اصولو باور لري. د اسلام د سپېڅلي دین او افغان فرهنګ په رڼا کې د اساسي قانون حاکمیت چې د دولت او خلکو وجایب او مسئولیتونه معلوم او د بیان ازادي او معاصر بشري حقونه تضمین کړای شي. حکومت د خلکو په انتخاب واک ومومي او د یوه ټولنیز قرارداد له مخې ولس ته ځواب ویوونکی وي. ملي ارزښتونه و نښې ( ملي بیرغ، نښان، ملي سرود او نور) په رسمیت وپېژندل شي.
4 . د جمهوريغوښتونکیو په نظر افغانستان هغه مهال له نړیوالې انزوا څخه وتلای شي، چې حاکمیت یې د یوه راڼه میکانیزم پر بنسټ په کور دننه د خلکو له خوا مشروعیت ولري. دغې انزوا، چې افغانستان له تېرو پینځو کلونو ورسره مخامخ دی، له اقتصادي، دفاعي، پراختیايي اړخونو او ان د نړیوال اعتبار او حیثیت له پلوه زموږ وطن له پښو غورځولی دی.
۵ .د جمهوريغوښتونکیو په نظر په درېیمه شمېره کې یاد شوي جمهوري اصول هغه وخت تحقق مومي، چې له دې حالته د وتلو پر اړتیا ټول اړخونه اجماع وکړي او یوې لویې جرګې جوړېدو ته لاره هواره شي. واکمن طالبان، سیاسي اړخونه، مستقل شخصیتونه او مدني ټولنه ټول باید د داسې یوې لوې جرګې جوړېدو ته د لارې په هوارولو خپل ملي مسئولیت ترسره کړي.
افغانستان همد اوس د پاکستان له ښکاره او څرګند تیري سره مخامخ دی، د دغه بهرني ویجاړوونکي تجاوز مخه یوازې یو ملي حاکمیت او د ټولو خلکو ملي یووالی نیولی شي چې داسې یووالي د جمهوري اصولو پربنسټ رامنځته کېدای شي.
د جمهوري غوښتونکیو په باور د پاکستان جنګ د طالبانو په وړاندې نه، بلکې د افغانستان او افغانانو په وړاندې جنګ دی. خوځښت د پاکستان تجاوز، هوایي بمبارې، د ملکيانو وژل، د ملي بنسټونو په نښه کول او تخریبول، په کلکه محکوموي او دا د ټولو نړیوالو او بشري حقونو خلاف عمل ګڼي. د پاکستان د دغه ښکاره ظلم په وړاندې دریدل د ټولو افغانانو ملي مسوولیت او وجیبه ده.
جمهوريغوښتونکي په عین حال کې د پاکستان د بمباریو او ښکاره تیري په وړاندې د طالبانو د مشرتابه ګونګ او بېتفاوته چلند هم غندي. د طالبانو د مشرتابه له خوا په اختریز پیغام کې د پاکستان تیري ته حتی اشاره هم ونهشوه، حال دا چې ایله څو ورځې تر اختر وړاندې پاکستان په سلګونو مظلوم افغانان په پوره بېرحمۍ ووژل. په کابل کې د پاکستان سفارت او په ولایتونو کې یې کونسولګرۍ پرانیستې دي. طالبانو پر پاکستان د دیپلوماتیک فشار راوړلو کومه هڅه نهده کړې او رسمي لحن یې هم خورا مبهم ، ناڅرګند او په ځینو برخو کې له تضرع او بېتفاوتۍ ډک دی. د طالبانو د لومړي کتار د مشرانو داسې بېتفاوتۍ د ولس د کرکې و انزجار لامل شوه او له پاکستان سره یې د دغې ډلې د مخالفت په اړه شکونه راپیدا کړیدي.
د طالبانو له خوا شدید سانسور نهپریږدي، چې خلک خبر شي، د پاکستان څرګند تیري پر افغانستان ریښتیا څه راوستي دي؟ څومره خلک وژل شوي، کوم ځایونه وران شوي دي؟ ډیورند کرښې ته څېرمه د افغانستان سرحدي چوڼۍ په څه حال کې دي؟ د افغانستان حریم ته د پاکستان د راننوتلوخبرونه څومره سم دي؟ په نورستان کې څه تیريږي او په ټوله کرغېړنه کرښه څه روان دي؟
خلک د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګیر دي، د طالبانو له ویرې نه د پاکستان په وړاندې په ښکاره غږ پورته کولای شي او نه هم دغه حالت نور د زغملو وړ دی.
خلک فکر کوي، چې د جمهوریت سقوط او د طالبانو د استبدادي سیاستونو په پایله کې افغانستان داسې منزوي شوی دی، چې نه خو له خپلې زمکنۍ بشپړتیا د دفاع توان لري او نه هم نړیواله ټولنه یا کوم دوست هېواد شته چې د پاکستان د څرګند تیري او وحشت په وړاندې غږ پورته کړي، په افغانستان کې د پاکستان د وحشیانه بمباریو په وړاندې د نړۍ سوړ چلند ښيي، چې طالبانو افغانستان کومې بدې ورځې ته رسولی دی.
دا چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مناسبات هرډول وي، خو د دغو جګړو او بمباریو تاوان افغانانو او افغانستان ته رسیږي. په څرګنده لیدل کیږي، چې د طالبانو دفاعي او پوځي تبلیغاتو د پاکستان په تیري کې کمی نهدی راوستی او د بریدونو شدت یې نهدی کم کړی. خلک د تبلیغاتو شدت او پوځي تحرکاتو ته نه، بلکې پایلو ته ګوري. ولس د وطن او هېوادوالو خوندیتوب او مصئونیت غواړي. د پاکستان بمباریو او نورو خونړیو پېښو د طالبانو هغه ادعاوې هم په اوبو لاهو کړې، چې ګواکې په هېواد کې یې امنیت ټينګ کړی دی.
د طالبانو سیاستونه یا له ناپوهۍ او یاهم عمداً د پاکستان د غوښتنو او ستراتيژیکو اهدافو په بهیر کې پرمخ ځي. له پخوا څخه پاکستان غوښتل چې افغانستان منزوي او احتیاج هېواد وي، بېوزلي، بېسوادي، او جهل پهکې حاکم وي، خلک یې له بشري حقونو او د سیاسي ارادې له پلي کولو محروم وي. ملي بنسټونه یې فلج شي، د خپلې فضا او زمکې د خوندي ساتنې و دفاع توان ونهلري، د خلکو ترمنځ یې اختلافات او بېباوري ژوره وي او ملي تفکر پهکې وځپل شي، هغه ملي شخصیتونه او جریانونه چې د تاریخي افغانستان جوړېدل غواړي او د ډیورند کرغېړنه کرښه نهمني باید په صحنه کې حضور ونهلري، نیمايي تولنه(ښځې) د ټولنیز ژوند له صحنې غایبې وي، ملي روحیه تکفیر شي او هرهغه څوک چې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کوي زنداني یا ووژل شي.
پاکستان همدا اوس د طالبانو د حاکمیت په وجود کې خپلو دغو اهدافو ته تر بل هر وخته ډېر نږدې شوی دی، په ټول تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د هېواد پایتخت او نور مهم ښارونه د پاکستان له خوا هروخت او هرځای چې وغواړي بمباري کیږي. دا مسئله د افغانستان لپاره یوه حیثیتي مسئله ده او خلک ویني چې دا هرڅه د طالبانو د استبدادي حاکمیت او غلطو سیاستونو له کبله پر وطن او خلکو راغلي دي.
جمهوريغوښتونکي باور لري، چې د یوه حاکمیت په توګه د طالبانو دا عذر و بهانه چې ګواکې د وطن له فضا او خاورې څخه د ساتنې او دفاع امکانات او وسایل نهلري، قطعاً د منلو وړ نهده، ځکه د افغانستان ټولې مالي او اقتصادي سرچینې او ظرفیتونه د دوی په انحصار کې دي، که ریښتیا دوی د دفاع امکانات برابرولای نهشي، نو ژر ترژره باید یوه مسئول او مشروع حاکمیت ته ځای پرېږدي.
د جمهوري غوښتونکیو په نظر له دې ژور او هراړخیز بحران څخه د وتلو یوازینۍ لاره د یوې ملي اجماع په پایله کې د لویې جرګې جوړېدل دي، چې ټول اړخونه په کې برخه ولري او د افغانستان حاکمیت له خپلو خلکو څخه مشروعیت ترلاسه او نړیواله انزوا یې پای ومومي.
د جمهوريغوښتونکیو دغه دریځ د افغانستان ګڼو خلکو ته د منلو وړ دی. د دغه خوځښت غړي د ځانونو لپاره هېڅ نهغواړي، بلکې د ټولو هڅو یوازینی او لوی هدف یې له روان بحران څخه د افغانستان ژغورل دی.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت او ورسره ملګري همفکره سیاسي جریانونه چې د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت غړي دي، پر دغه نظر بشپړه همغږي لري او ژمنه کوي، چې تول به په ګډه د یوه ثابت نظر او د خپل اصولي موقف په رڼا کې تر هغو مبارزه کوي، چې په افغانستان کې یو قانونمند، مشروع او ولسواک نظام رامنځته او ټول افغانان له جنګ پرته د یو بل سره د ګډ هوسا او سولهییز ژوند امکان ومومي او افغانستان یوځل بیا د نړیوالې ټولنې یو مسئول او فعال غړی شي.
د باثباته او سوکاله افغانستان په هیله
د جمهوري غوښتونکیو خوځښت
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.