د رڼا څرک! د نیکمل خیریه ښوونځي

5

د رڼا څرک !
د نیکمل خیریه ښوونځي

د غزني د مقر ولسوالۍ په یوه ساده، خو له امیدونو ډکه فضا کې، داسې یو څرک بل شوی چې د تیارو پر وړاندې د رڼا ژمنه کوي. دا څرک د “نیکمل خصوصي غیر انتفاعي ښوونځي” په نوم ځلېږي. یو داسې تعلیمي مرکز چې نه یوازې د زده کړې ځای دی، بلکې د راتلونکو هیلو، خوبونو او بدلونونو زانګو هم ده.

دغه ابتدائیه ښوونځی، چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي روزي، د دې سیمې د هغو ماشومانو لپاره یو ستر فرصت ګرځېدلی چې تر دې وړاندې یې د تعلیم دروازې نیمه تړلې وې. نن، شاوخوا دوه سوه انجونې او هلکان په همدې خیریه بنسټ کې د علم له نعمت څخه برخمن دي هغه نعمت چې انسان ته فکر، شعور او راتلونکی وربخښي.

د دې ښوونځي تر ټولو ښکلی اړخ دا دی چې د ولس په چوپړ کې ولاړ دی. دلته تعلیم یوازې درس نه دی، بلکې یو رسالت دی؛ یو داسې رسالت چې د بېوزلو کورنیو ماشومانو ته د ژوند نوې لار پرانیزي. د ماشومانو په لاسونو کې کتابونه، پر اوږو بکسونه، او په سترګو کې هیلې دا ټول د یو روښانه سبا زېرى ورکوي.

په داسې سیمو کې چې ستونزې ډېرې او امکانات کم وي، د یو خیریه ښوونځي شتون خپله یوه لویه لاسته راوړنه ده. دا ښوونځی نه یوازې د زده کړې زمینه برابروي، بلکې د ټولنې په فکري او اخلاقي جوړښت کې هم مهم رول لري. هغه ماشوم چې نن دلته الف، ب، ت زده کوي، سبا به د خپل وطن یو بااحساسه، پوه او مسؤول وګړی وي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.