په هرات کې پر ملکي وګړو ډزې

34

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په «دهمیری» سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري پر ملکي وګړو ډزې شوې دي. د راپورونو له مخې، پېښه نن جمعه وروسته له چاشت هغه مهال رامنځته شوې چې لسګونه کسان د یوې مېلې په ځای کې راټول شوي وو.
ځایي سرچینې وايي، برید د یوه زیارت ترڅنګ شوی چې ویل کېږي د شیعه مذهبو افغانانو پورې تړاو لري. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې ډزو کې له ۱۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا هم نه دی روښانه.
تر دې دمه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. د پېښې انګېزه او عاملان لا نه دي معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هرات په ګډون د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې شیعه وګړي څو ځله د ورته بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.