د ځایي رسنیو د راپورونو او د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې موسمي سختو سیلابونو په افغانستان کې پراخ زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، درنې ورښتونه او له هغو څخه راټوکېدلي سیلابونه چې په تېرو دوو اونیو کې یې هېواد اغېزمن کړی، د ګڼو ولایتونو خلکو ته زیان رسولی او سلګونه کلي یې تر اوبو لاندې کړي دي. په ټولیز ډول، له ۷۳ زرو څخه ډېر کسان د دې طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.
له ۹ زرو څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او له ۱۵،۵۰۰ جریبه زیات کرنیز ځمکه له منځه تللې ده، چې دا چاره په زیانمنو سیمو کې د خوړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي. همدارنګه، د ۵۰۰ څخه ډېر څاروي له منځه تللي، چې دا کار د کلیوالو کورنیو لپاره چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې هم د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې په تېرو دوو اونیو کې د سختو ورښتونو او اړوندو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان وژل شوي، ۲۲۹ نور ټپیان دي او ۹ تنه لا هم ورک دي. دغه ادارې زیاته کړې چې سختو بارانونو د سیلابونو، ځمک ښوېدنې او د کورونو د نړېدو لامل شوي، چې له سختو توپانونو او تندرونو سره مل وو او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
چارواکو د جمعې تر ورځې پورې په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د نورو سختو ورښتونو او د کورونو د چتونو د لوېدو د احتمال خبرداری ورکړی او له خلکو یې، په ځانګړي ډول د سیندونو او سیلابځپلو سیمو اوسېدونکو، غوښتي چې بشپړ چمتووالی ولري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.