د لیتیم جګړه: آیا افغانستان د نویو نړیوالو رقابتونو په مرکز کې؟

لیکنه:- نیک محمد نیکمل ــ کابل

230

په داسې حال کې چې نړۍ له تېلو څخه دنوې ټیکنالوژۍ پر لور روانه ده، یوه نوې لاري ته مخ اړوي.
لیتیوم. دا سپین فلز، چې د برېښنايي موټرو، موبایلونو، لېپ‌تاپونو او د انرژۍ ذخیره کولو وسایلو اصلي ماده ده، اوس د نړیوالو سترقدرتونو د پام محور ګرځېدلی دی.

افغانستان دا غرنی، زخم خوړلی خو شتمن هېواد، ښايي د دې نوې رقابت په زړه کې قرار ولري.

لیتیم؛ د نوې دورې تیل

په ۲۰مه پېړۍ کې نړۍ د تیلو لپاره جګړې وکړې—د منځني ختیځ خاوره د نړیوال سیاستو د میدان بدله شوه. خو ۲۱مه پېړۍ، داسې ښکاري چې د لیتیم پېړۍ ده. د چین، امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې او نورو هېوادونو ترمنځ سیالي اوس د هغه هېوادونو لپاره ده چې د لیتیم زېرمې لري.
افغانستان، چې د امریکا د جیولوجیکي سروې له مخې یې اټکل کړی دافغانستان لیتیوم دسعودي عربستان” لقب ګټلی، د دې سیالۍ پر څنډه نه، بلکې په مینځ کې واقع دی.

د نړیوالو سترقدرتونو سترګې افغانستان ته
د امریکا متحده ایالاتو، چین، روسیې، هند، ایران او پاکستان لپاره افغانستان نه یوازې د ستراتیژیک موقعیت له مخې مهم دی، بلکې اوس د خپلو طبیعي زېرمو له امله هم د پام وړ ګرځېدلی. چین، چې د “یوه کمربند، یوه لار” سترې پروژې له لارې د آسیا زړه ته لاره جوړوي، غواړي چې د افغانستان د لیتیم، مس، نیکل او نورو معدني زیرمو کنټرول ترلاسه کړي.
امریکا بیا هڅه کوي چې د چین نفوذ محدود وساتي. د دې لپاره ممکن د ډیپلوماسۍ، فشار، تړونونو او یا هم منځګړیتوب له لارو کار واخلي. دا سیالي ښايي افغانستان ته فرصتونه هم برابر کړي، خو خطرونه یې هم کم نه دي.
که دا فرصت په فصاحت، شفافیت، د خلکو مشارکت او ملي پلان سره ونه کارول شي، نو افغانستان به یو ځل بیا د نورو د ګټو لپاره میدان شي، نه د خپل ولس د ودې سرچینه.

نړیوال ضرورتونه او افغان ظرفیتونه
نړۍ ورځ تر بلې ډېر لیتیم ته اړتیا لري. د تسلا، سامسونګ، ایپل، او نورو ټکنالوژیکو شرکتونو اړتیاوې ورځ تربله لوړېږي. اروپا غواړي چې تر ۲۰۳۰ پورې له درنو تېلو څخه د برېښنايي موټرو لور ته لاړه شي. چین اوس د نړۍ ۶۰٪ لیتیم پروسس کوي.
که افغانستان وکولای شي خپل لیتیم په شفافو، ملي او عادلانه لارو استخراج کړي، نو نه یوازې به د اقتصاد د احیا یو ستر باب پرانیزي، بلکې د نړیوالو سره به په برابر میز کې کېني. خو دا کار، هوښیارتیا، علمي مدیریت، سیمه‌ییزو لاسوهنو ته غاړه نه ایښودل، او د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري.

البته :- افغانستان د نوې انرژۍ په نړیوال نقشه کې راڅرګندېږي، خو دا ځل نه یوازې د موقعیت له مخې، بلکې د زېرمو له امله. که دا زېرمې د ملت د لاسونو نه، بلکې د پردیو له لارې استخراج شي، نو دا به یوه بله ستره تراژیدي وي.
مګر که افغانان د خپل برخلیک مالکیت واخلي، خپل وطن د پوهې، یووالي او باور له لارې پرمخ بوزي، نو دا لیتیم به یوازې یو فلز نه، بلکې د برخلیک بدلون وي.
درنښت …. یارب 🤲🏻

لاجورد له افغانستانه تر جهانه

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.