د افغانستان له غېږې، له ولسه او له فرهنګي ډګره نن ورځ داسې شاعر لاړ، چې له شونډو یې مسکا، له زړه یې مينه او له ژبې یې د ولس درد ژباړل کېده. مطیعالله تراب تېره شپه له دې فانۍ نړۍ سترګې پټې کړې.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد مطیع الله تراب یو له هغو ژورو ولسي شاعرانو څخه و، چې د واقعیتونو ژبه یې له ادبي او فرهنګي دریځو نه غږوله. هغه دهېواد له غېږې را ولاړ شوی و، د خلکو له منځه و او د هماغو خلکو درد، ویر، مینه او هیلې یې د شعر له لارې انځورولې.
نن افغانستان یو داسې نوموتی، نومیالی او فرهنګپال شاعر له لاسه ورکړ، چې خلا ډکول یې وختونه نیسي.
تراب انقلابي او اور ژبی شاعر و؛ الفاظ یې د اور لمبې وې، خو دا اور به د ملت د زخمونو درمل و. هغه به د شعر په ژبه د ولس د زړه بړاس اېسته او د تورو شپو دردونه به یې د بیان له لارې روښانه کول.
نن د تراب ویر دی. نن ولس هغه دردونکې نغمې زمزمه کوي، کومې چې تراب به د زړه له تله ویل. اوس، چې دی نشته د زخمي افغانستان آسمان هم اوښکې تویوي او دا اوښکې د ولسونو د سترګو سیندونه جوړوي.
تراب د مینې، یووالي، اخوت او وحدت شاعر و. هغه د انسانیت، عدالت او ورورولۍ پیغامونه د شعر له لارې خپرول.
فقیر و، ملنګ و؛ خو د ولس په زړونو کې د پاچا ځای درلود. مظلوم شاعر و، خو د خپل درد ژور درک یې درلود، هماغه درد، چې یوازې خالقالارواح پرې پوهېده او بس.
اروا یې ښاده، جنت یې ځای او ګور یې روښانه!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.