د کانکور ازموینې له بې پایلو او مایوسو زده کوونکو سره څو خبرې او مشورې!
د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې چې لدې سره ځینې زده کوونکي بې نتیجې یا هم د خپلې خوښې پوهنځي ته ندي کامیاب شوي چې هغوی به طبعاً مایوسه او خواشیني وي؛ د دوی تر څنګ به یې کورنۍ هم خواشینې وي؛ زه نن غواړم ستاسو سره څو خبرې ولرم، هیله ده لیکنه تر پایه ولولئ او د بل قدم لپاره پرې فکر وکړئ.
لومړی خو ګرانو زده کوونکو ته دا وایم چې په کانکور ازموینه کې ناکامي او د خپلې خوښې پوهنځي ته نه بریالي کېدل د ژوند او هیلو پای ندی، کوم کسان چې تاسو یې په نړۍ کې نن د کامیابو کسانو په توګه پېژنئ دوی ټولو ناکامي تجربه کړې ده، ممکن تر دا وروستۍ بریا مخکې یې هم ناکامي تېره کړې وي او بیا بریالي شوي وي؛ نو لومړی خبره همدا ده چې په کانکور کې ناکامي د ټول ژوند ناکامي نده، د کانکور ازموینه د وړ استعدادونو د موندلو لپاره یوه ښه لاره نده او ډېری وخت نشي کولای چې با استعداده او خلاق زده کوونکي را پورته کړي، معمولاً هغه کسان را پورته کېږي چې معلومات ښه حفظ کولای شي؛ خو دا چې هر څه ده، ښه ده او که بده، د اوس لپاره همدا یوه لاره ده چې پوهنتون ته پرې تللی شو.
راځئ لدې مایوسي او خواشینوونکي وضعیت څخه د وتلو لپاره لاندې مرحلو ته پام وکړئ او پدې سره مو دا ناکامي په یو ښه فرصت بدل کړئ.
لومړی برخه: په خپل ځان مهربانه اوسئ او ځان ته ارزښت ورکړئ.
![🔹]()
ځان ته دا فرصت ورکړئ چې د ناکامیو سره سره خپل لاره تعقیب کړئ.
تعلیم او تحصیل یو ذهني کار دی، مناسب ذهنيت ډېر مهم رول لري چې خپلو تحصیلي موخو ته ورسېږئ. د دې پر ځای چې د خپلو تېرو نیمګړتیاوو لپاره ځان قضاوت کړئ، هڅه وکړئ هغه موضوعات چې تاسو ته ستونزمن وو پر هغو تمرکز وکړئ او د راتلونکي لپاره د ضعف او قوت په نقطو فکر وکړئ.
![🔹]()
د بریا او ناکامي په هکله مو فکر بدل کړئ.
خلک ډېر وخت ځان ته د تعلیم په برخه کې د “بریالي” یا “ناکام” القاب ورکوي، که څه هم دا دواړه لقبونه په مشخصو برخو کې دي، یعنې کله چې فکر کړو یو څوک ناکام دی نو په یوه برخه کې ناکام دی په ټول تعلیم او تحصیل کې ناکام ندی نور ژوند یې ټول له کامیابیو ډک دی، همداسې په تعلیم کې بریالیتوب دا مانا نلري چې د ژوند په هره برخه کې یو کس بریالی دی. بریا او ناکامي دواړه لنډمهاله حالتونه دي چې د شرایطو له بدلېدو سره دا حالت هم تغیر کوي؛ بریا باید تاسې خپله تعریف کړئ او په هماغه لور ګام واخلئ. ستاسو تعریف له بریا باید یوازې نمرې او یو پوهنځي ته کامیابي نه بلکې لدې هم لوړ وي.
![🔹]()
خپلو ناکامبو ته د ستونزې په سترګه وګورئ، تر څو د حل لپاره یې اقدام ته اماده شئ.
لومړی خو دا ومنئ چې ژوند بې ستونزو ندی، په هره برخه کې ستونزې شته دي خو د ستونزې منل ستاسو سره مرسته کوي چې په حل یې فکر وکړئ او ورته مناسبه لاره پیدا کړئ. برسېره پر دې، باید هېر نه کړئ چې هر څوک ستونزې او کمزوری ټکي لري. ځینې وختونه دا مهمه ده چې خپلې تمې او هیلي بدلې کړئ. له ځان وپوښتئ چې ستاسې لومړیتوبونه څه دي او زدهکړه پکې څه ځای لري؟ زدهکړه به څومره تاسو د ژوند اصلي هدفونو ته ورسوي؟ خپل د قوت ټکي پیدا کړئ؛ په کومه برخه کې چې وړتیا لرئ د همغو لپاره اقدام وکړئ.
![🔹]()
یو بریالی شخصیت جوړ کړئ.
بریا او ناکامي له وخت سره ستاسې د شخصیت یوه برخه ګرځېدلی شي. ډېر داسې کسان شته چې په ښوونځي کې یې ستونزې لرلې، خو وروسته یې ډېری بریاوې تر لاسه کړې. که تاسو همېشه ځانونه ناکام وبولئ نو د بریالیتوب لپاره به مو ذهن تیار نه وي او پر ځان به مو باور کم وي.
د دې ستونزې د حل لپاره، پر دې فکر مه کوئ چې تاسو تل ناکام یاست، بلکې له ځان سره مهربان اوسئ. د دې پر ځای چې ځان ناکام وبولئ، فکر وکړئ چې تاسو یو داسې څوک یاست چې حلکېدونکې ستونزې لرئ. د ستونزو موجودیت طبیعي دی، او هره ستونزه یوه موقع ده چې تاسې یو کامیاب انسان وګرځئ.
دویمه برخه: د کمزوریو پېژندنه
![🔹]()
د شخصي ستونزو او ذهني فشار رول ته پام وکړئ.
په شخصي ژوند کې د ډېرو ستونزو لرل، یا د نورو خلکو سره په اړیکو کې مشکلات، هغه مهم فکتورونه دي چې د زدهکوونکو پر تعلیمي فعالیت اغېز کوي. دا مهمه ده چې فکر وکړئ څه ستاسو په کور کې روان دي، ستاسو له انډیوالانو او دوستانو سره اړیکې څه ډول دي او دا څه ډول ستاسو په زدهکړو تاثیر کوي، ناسمې اړیکې هغه موارد دي چې کولی شي په مستقیم ډول د زدهکړو ناکامي رامنځته کړي.
![🔹]()
د ستونزې ریښه پیدا کول!
ډېری خلک فکر نه کوي چې شخصي اړیکې کولی شي دومره ژور اغېز په تعلیم ولري. خو دا مهم مهارت دی چې شخصي ستونزې باید له تعلیمي ستونزو سره بېلې کړئ. معلومه کړئ چې کومه ستونزه د ناکامۍ اصلي لامل ده.
البته دا معنی نه لري چې ټول ملامتۍ پر شخصي ستونزو واچوئ. هر انسان په ژوند کې ستونزې لري، خو باید زده کړئ چې دا ستونزې څنګه مدیریت کړئ، تر څو ستاسې پر تعلیم بد اغېز ونکړي. د ستونزو مدیریت یو مهارت دی، چې په یوه شپه نه ترلاسه کېږي، بلکې هڅو او دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري.
![🔹]()
نور مصروفیتونه مو وڅېړئ.
ټولنیز مصروفیتونه او د تمرکز خرابوالی د ناکامي عوامل دي؛ که ډېر فرعي فعالیتونه لرئ لکه بانډارونه، مېلمستیا، لډو، قیطې یا پرې کول، له انډیوالانو سره د ډېر وخت تېرول او داسې نور… دا ټول کولی شي ستاسې د تعلیمي ناکامۍ سبب شي.
د دې ستونزې د حل لپاره، څو ورځې هر کار چې ترسره کوئ، ولیکئ. په عادي ډول یو کس شاوخوا ۸ ساعته ویده کېږي، که تاسې یو زدهکوونکی یا محصل یاست، نو شاوخوا ۸ ساعته هم په زدهکړو مصرفېږي. دا باید معلومه کړئ چې پاتې ۸ ساعته چیرې مصرفوئ؟ همدا ورځنۍ ارزونه کولی شي د ستونزې ریښه وښيي.
د ورځې یوه برخه مو د خپل ځان پاملرنې لپاره ځانګړې کړئ. دا وخت باید داسې فعالیتونو ته ورکړئ چې تاسې ته روحي او فکري انرژي درکوي، لکه ورزش، قدم وهل، یا د خوښې وړ کوم بل کار. هدف دا دی چې ذهنی توازن ته ورسېږئ.
![🔹]()
منظم پلان جوړ کړئ
د راتلونکې اونۍ لپاره د ترسره کېدونکو کارونو یو لیست ولیکئ. یوه له مهمو ستونزو څخه چې د تحصیلي ناکامۍ لامل کېږي، دا ده چې زدهکوونکي پلان نه لري؛ تل یوه وړه کتابچه ولرئ چې پکې د راتلونکو پېښو، کورنیو دندو، امتحانونو نېټې، او نورو مهمو شیانو یاداشت واخلئ. مختلفې لارې وکاروئ تر څو له پلان سره پابند پاتې شئ.
ستاسې پلان باید تل ستاسو د سترګو وړاندې وي تر څو هېڅ کار هېر نه کړئ. البته دا مهمه نه ده چې خامخا باید د قلم او کاغذ نه کار واخلئ، تاسې کولی شئ د موبایل اپلیکیشنونه هم وکاروئ، چې نوتیفیکیشنونه درکوي او کارونه در یادوي.
درېیمه برخه: عادي حالت ته بیرته ستنیدل
عادي حالت ته د راګرځېدو لپاره د کورنۍ رول ډېر مهم دی، کورنۍ او خصوصاً مور او پلار باید چې پدې وخت کې د خپل اولاد لاسنیوی وکړي، له بېځایه مقایسو او تللو تېر شي، دا ورته مه وایئ چې د پلانکي زوی کامیاب شوی دی نو ته څه بلا وهلی یې؛ بې ارزښته یې مه بولئ، د فکر کړلو وخت ورکړئ، د ستونزې پوښتنه یې وکړئ، د ستونزې د ریښې موندلو په برخه کې ور سره مرسته وکړئ، د ارامه او ښې فضا رامنځته کولو په برخه کې یې مرسته وکړئ او تر ټولو مهمه دا چې ارزښت ورکړئ او ورته ووایئ چې لدې لنډمهاله ناکامي سره تاسو ته د قدر وړ دی او پرې باور ولرئ چې بېرته به کامیاب را ګرځي.
![🔹]()
د لارې د دوام لپاره پلان جوړ کړئ.
لومړی خو که تاسو فکر کړئ چې په نمرو یا انتخاب کې مو ستونزه ده او ستاسو حق ندی درکړل شوی نو د ازموینو ملي ادارې سره په انلاین ډول خپل شکایت ثبت کړئ، هغوی به ستاسو شکایتونو ته حتمي رسیدګي کوي که چېرې ستونزه وي نو هغه به اصلاح کړي.
دویم دا چې د ازموینو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونونو پاڼې او خبرتیاوې تعقیبوئ، هغوی ډېری وخت دویم او دریم ظرفیت اعلانوي چې که ستاسو خوښه وي او شرایط مو پوره وي نو پوهنتون ته مو معرفي کوي.
خصوصي پوهنتونونه هم یو غوره اپشن دی چې کولای شئ پرې فکر وکړئ.
په ټوله کې چې خبره لږ را غونډه کړوکله چې د تحصیلي ناکامۍ سره مخ شوئ نو عوامل یې وپلټئ او د راتلونکې لپاره پلان جوړ کړئ. دغه پلان ډیر مهم دی، ځکه باید پکې هغه څه شامل کړئ چې له ناکامۍ مو زده کړي دي.
د ښه پلان لپاره، کېدای شي له خپلو استادانو مرسته واخلئ، د یو ملګري یا کورنۍ غړيو سره هم مشوره وکړئ. کورنۍ او ملګري ستاسې د هڅونې او رواني ملاتړ په برخه کې مهم رول لوبوي.
![🔹]()
څنګه خپل پلان ته پابند پاتې شو!؟
![🔹]()
ځان لپاره ارامه فضا پیدا کړئ
پلان کې مو دا یقیني کړئ چې د تعلیم لپاره مو یوه ارامه فضا ځانګړې کړې وي. باید وتوانېږئ چې د کورنۍ یا ژوند له ټولو بوختیاوو لرې مشخص وخت درس ته ورکړئ.
![🔹]()
دقیق ورځنی پلان جوړ کړئ
هر کار ته مشخص وخت ټاکل خورا مهم دي. څو ورځې هڅه وکړئ چې له خپل پلان سره پابند پاتې شئ ترڅو عادت شي. د مهمو فعالیتونو لپاره تاسې باید د موبایل یا اپلیکیشن له لارې د الرم یا نوټیفیکېشن برخه فعاله کړئ چې په وخت یې درته یادونه وکړي.
![🔹]()
خپله ارامتیا وساتئ
که ژوند مو له اضطراب او فشار ډک وي، نود ارامتیا لپاره ځینې واړه قدمونه واخلئ لکه خپل د اوسېدو ځای بدل کړئ، روابط مو کنټرول کړئ، لمونځ او تلاوت مو مه هېروئ.
![🔹]()
له مختلفو منابعو ګټه واخلئ
که په یو مضمون کې ستونزه لرئ نو له بېلابېلو تعلیمي مرکزونو او استادانو څخه زده کړه وکړئ، انټرنېټ وپلټئد نصاب له کتابونو بهر نور ممد کتابونه او مواد هم وکاروئ.
![🔹]()
صبر ولرئ او ستونزې په تدریجي ډول حل کړئ
ستونزې مو په یوه شپه کې نه رامنځته کېږي او په یوه شپه کې هم نه حل کېږي. صبر وکړئ ،تر څو ستاسو هڅې رنګ راوړي، د کوچنیو پرمختګونو نمانځنه وکړئ او ځان ونازوئ. دغه پرمختګونه مو هڅوي او راتلونکي لپاره انرژي درکوي.
ستاسو ټولو د بریا او نېکمرغه راتلونکي لپاره دعا کړو.
![🔹]()
یادونه: پورته لیکنه یواځې د شخصي مطالعې او تجربې له مخې شوې ده، زه دې ازموینو یا تحصیلي برخو کوم رسمي مشاور یا متخصص نه یم، که کوم څه پکې کم یا زیات وي، کوم کلمات نامناسب کارول شوي وي نو بخښنه وکړئ، یواځې د دې لپاره مو دا کرښې تورې کړې چې زده کوونکو سره تر خپله وسه مرسته وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.